په ډېره خواشينې مو د ترکيې د معاصرتاريخ او د سلامت ا و عدالت گوند د مؤسس استاذ انجنيرنجم الدين اربکان د مړينې خبر ترلاسه کړ ښاغلى (اربکان په مسلکې لحاظ د ثقيله وسائيلو متخصص انجنيراو په ديني او سياسي لحاظ يو معاصر معتدل د اسلامى پرمختللي فکر خاوند شخصيت وو د ترکيې پشان د سيکولريزم او علمانيت په مستحکم سنگر کې چې د مصطفى کمال اتاتورک لخوا جوړ شوى وو د معاصر اسلامى معتدل ملى گوند تأسيس او رهبرى کاوه ښاغلي (اربکان )په خپل سياسي فکري عقيدوى ملي ژوند کې له وړ وړمشکلاتو سره مخ شو زندانونه يې وگالل حزب يې څوڅو ځله د ترکيې د سيکولرو پردې پالو عسکري جنرالانو لخوا منحل او اربکان يې په کراتو او مراتو زندانونو ته وليږه او يادا چې په خپل کور کې يې نظر بند کړ ترکيه هغه اسلامى هېواد دى چې دعثماني اسلامى خلافت د وروستي خليفه سلطان عبدالحميد مرکز وو چې په ټوله اسلامى نړۍ يې له يمن څخه نيولي د اروپا تر شمال البانيا پورې او له غربي افريقا څخه نيولې تر مرکزي اسيا افغانستان پورې يې حکومت کاوه خو يو وخت داسې وه شول چې له اروپاڅخه د راتښتيدلو يهودانو غوښتل چې د دوى په اصطلاح (ارض ميعاد) له يهودو سره د وعده شوى ځمکې کې خپل مزعوم او موهم هيکل (چې ورته (هيکل سليمان) وايي د تاسيس کړي پدې موخه يهودانو غوښتل چې د فلسطين په مقدسه خاوره کې د قدم ايښودلو لپاره سلطان عبدالحميد ته چې د عثماني ترکيې اسلامى خلافت وروستى خليفه وه درشوت اوبډي ورکولولپاره يو هيئت ليږلى وو.
يهودانو عثماني خليفه سلطان عبدالحميد ته ويلي وه چې هرڅه غواړي مونږ يې درکولو ته تياريو خو مونږ ته د ارض الميعاد (فلسطين)ته د تگ او فلسطين کې استوگنې ځاى برابرکړه خو عثماني خليفه سلطان عبدالحميد د يهودانو دا وړانديزپه کلکه رد کړ همدغه وو چې دوى (يهودانو) د سلطان عبدالحميد د وژلو لپاره پټ کلک تصميم ونيو همغه وو چې د سلطان عبدالحميد د خلافت د کمزوري کولو لپاره يې وړوړمؤامرى پيل کړې چې بالاخره عثماني اسلامى خلافت په ١٩٢٤ ميلادي کې د مصطفى کمال اتاتورک چې يوسترسکولراسلام ضدشخصيت وو ړنگ شواتاتورک پراذان بنديزولګاوه عربي ژبه يې ختمه کړه دښځوعريانيت ته يې لاره پرانسته هيره دې نه وي چې د عثماني خلافت پرضد په عربي صحراء کې هم د جزيره العرب ځينې انگليس پلوه صحرايې بدوانو(کوچيانو) شيخانو له انگريزانو سره چې تر شايې يهودان ول لاس يو کړى وواو اسلامى خلافت ته به يې د ترکانو خلافت ويل.
همغه وو چې انگريزانو په ډېر مهارت چې ترشايې يهودي ماسوني ډلگې ولاړې وې په عربي صحرايې شيخانو کې د ترکانو ضد عربى تعصب او نشنلزم تقويه کړ انگريزانو له عربى کوچانو (بدوانو) سره د خليج د ملکونو د رياست وعده وکړه پدې شرط چې د عثماني خلافت په راپرځولو کې چې د يهودانو موخه وه ورسره کمک وکړى هغه وخت دآل سعود د کورني غړي عبدالعزيز بن عبدالرحمن آل سعود راپورته شو او جزيره العرب قبايلو سره ځاى پر ځاى وجنگيد او ډېرې ځمکې يې لاندې کړې چې تراوسه پورې له څه دپاسه سلو کلونو په جزيرة العرب حکمر وايي کوى او همدا رنگه د جزيره العرب نور کوچنى هېوادونه لکه سلطنة عمان، دولت البحرين، دولت الامارات العربيه المتحده، دولت الکويت، دولت قطر واړه واړه تحت الحمايه رياستونه رامينځ ته شول چې تر ننه پورې د انگريزانو ترحمايې او وصايې لاندې ژوند کوي.چې دهرډول عسکري پوځ اواردودجوړولوحق نلريدضرورت پروخت يې انګريزان مرستي ته راوړاندي کيږي لکه چي دخليج دجنګ پرمهال انګليستان اوامريکايې مرسته وکړه.
دا لنډ مطلب مې ځکه ذکر کړ چې د اسلامى ترکيې عثمانى خلافت له نسکوريدو وروسته لومړني سړى همدغه اينجنيراستاذ نجم الدين اربکان وو چې د اتاتورک په سيکولرستي امپراطورى کې يې يو ځل بيا د اسلامى او ملي ازادى بيرغ اوچت کړ بالاخره د نجم الدين اربکان په هلو ځلو اوبيدريغه قربانيو تقريبا وروسته له څه دپاسه اتياو کلونو يو ځل بيا ترکيه چې د علمانيت او سيکولريزم مهداو ځانگو گرځيدلى وه د اسلامي معتدل پرمختللى حکومت شاهده ده چې دا وخت يې جمهور رئيس د ترکيې پخواني د خارجه چارو وزير عبدالله گل دى او صدراعظم يې رجب طيب اردوگان دى چې پخواد نجم الدين اربکان د سلامت،رفاه،سعادت او عدالت د گوند مرستيال وو حکومت کوى . نن ترکيه د نجم الدين اربکان د کوښښونو په نتيجه کې اودازادو انتخاباتو په درشل کې فتحه شوې او فاتح يې همدغه اربکان دى چا چې نيمه پيړى عمر د خپلواکى آزادۍ او ديني ملى اسلامى هويت داعادي لپاره وقف کړى وو.
اربکان په معاصر ډول پدې وتوانيد چې بې له يو څاڅکې وينو توئيدوپرته ترکيه دسيکولرستانو له منګولو وباسي دترکيې سکولرستان د ترکيې د عسکري محکمې (پوځ) لخوا په بشپړ ډول حمايه کيدل خو بالاخره د ترکيې د علمانيت (سکولريزم) ټول رهبران لکه ميرمن تانسوا چيلر او نوريو په بل پسې رانسکورشول د ترکيې اکثريت علمانيان او سکولرستان په اقليت بدل شول نن ترکيه تر ټولو د مخه د الله جل جلاله په فضل او بيا د مجاهد شخصيت استاذ نجم الدين اربکان په کوښښ او قيادت په اسلامى، ملى ازادى او خپلواکى ترکيې بدله شوي تېره مياشت به تاسو ليدلى وى چې د ترکيې اوسني هېوادپاله او اسلام پاله حکومت د امداد ډکه کښتى د فلسطين مظلومو خلکو ته وروليږله چې اسرائيلى نامرده پوځيانو پرې بريد وکړ اومرسته کوونکې ترکان يې په شهادت ورسول او ځينې نور يې بنديان کړل.
دا د ترکيې داوسني اسلامې خپلواک حکومت په ازادى او خپلواکي دلا لت کوى که نه ډېر عربى او اسلامى ملکونه شته چې له ډاره د اسرائيلو ترڅنگ هم نشي تيريدلى خو دا ځل گورو چې ايران هم غواړى دوه جنگى بيړۍ د سويس کنال (قناة) ته وليږي چې اسرائيلو ورسره غټ غبرگون ښودلى اسرائيلو د ترکيې په مدني امدادى کشتي حمله وکړه خوکه چيرى د ايران پرجنگي بيړيو حمله وکړه حتمى ده چې د ايران د عسکرى غبرگون سره به مخ شي او شايد دغه ايرانۍ جنگى بيړۍ په ټولو ځمکنيو برى او بحرى مجهزو پرمختلليو وسايلو سمبال وى او له ځانه به د دفاع صلاحيت ولري په هر صورت و به کتل شى چې څه کيږي راځو خپلې موضوع ته چې هغه د استاذ نجم الدين اربکان د وفات موضوع ده استاذ نجم الدين ((اربکان)) چې پخوا د ترکيې لومړى وزير هم تير شوى تېره ورځ په انقره کې د ٨٥ کلونو په عمر دې فاني دنيا ته الوداع وويل.
ده په اول ځل خپل حزب د ترکيې د سلامت د گوند په نوم تاسيس کړى چې د منحليدو وروسته درفاه او بيا د عدالت اوبيادسعادت د گوند په نومونو ونومول شو استاذاربکام ډېره موده د ورپيښې مريضى له امله په روغتون کې بستر وو پدې وروستيو کې يې صحت ډېر خراب شوى وو چې په پايله کې يې وفات شو،مونږ د عاليقدر استاذ نجم الدين اربکان مړينه اسلامى امت او خپلواکى نړۍ ته يو ستره ضايعه بولو او همدا ډول د ترکيې زړور اولس او بالخصوص د سعادت گوند ټولو انقلابي او خپلواکو غړو ته خپل تسليت او تعزيت وړاندې کوو الله جل جلاله دى استاذ نجم الدين ((اربکان)) ته جنت الفردوس ورپه برخه کړى او دده پاته لارويانو ته دى دخير او صواب توفيق ورکړى چې ترکيې او اسلامى ،خپلواکي نړۍ ته د خدمت مصدر وگرځى روح دى ښاد ياد اولاره دى تلپاتې وى.
وداعاً يااربکان
ادخلک الله فسيح الجنان.