ناټودپاکستان له خاورې افغانستان ته د وسله والو د را اوښتلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
په کابل کې دناټو ځواکونووياندويلي چې افغان امنيتي ځواکونوته دکونړولايت دپېچ درې دامنيتي مسئوليت له سپارلو وروسته امريکايي ځواکونه دافغانستان او پاکستان ترمنځ په ځېنوسرحدي برخوکې ځاى پرځاى کېږي،څو افغانستان ته دترهګرو دراوختومخه ونيول شي.
ناټو دافغانستان او پاکستان دپولو په اوږدو کې د وسله والو دتګ راتګ مخنيوى ستونزمن کار ګڼي خوټېنګارکوي له پاکستان څخه افغانستان ته دترهګرو دراوختودمخنيوي هڅې روانې دي.
دايساف په بارو په دې ورستيو کې له پاکستان څخه افغانستان ته دترهګرو دراوختو دمخنيوي په برخه کې همکارۍ زياتې شوي دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نوي سلنه ځانمرګي بريدکونکي په پاکستان کې له روزنې او سمبهالېدو وروسته دځانمرګو بريدونودترسره کولو په موخه افغانستان ته اروړي.
ديلوده چې دناټو ځواکونود دفاع وزيران په بروکسل کې له بهرنيوځواکونوڅخه افغان امنيتي ځواکونوته دامنيتي چارودسپارلو پرلارو چاروخبرې وکړي.