دايران ددولت دوه تنه مخالف مشران ميرحسين مسوي،مهدي کروبي او دهغوى مېرمنې زهره رحنوراو فاطمه کروبي دايران دولت لخوا زنداني شوي دي.
دکلمې په نوم دايران د دولت دمخالفينوويبپاڼه وايي چې دوي دتهران حشمتيه زندان ته لېږدول شوي دي.
خوله بله پلوه دفارس خبري اژانس ديوتن قضايي چارواکي وايي چې نوم يي نه دى اخېستل شوى دغه خبرې رده وي اوزياتوي چې دوي په خپلوکورونوکې نظربنددي.
په ورته وخت کې دهيلې دهمغږۍ شنه شوراوايي چې دسې شنبې په ورځ به دميرحسين مسوي او مهدي کروبي دزنداني کولوپرغبرګون دتهران دامام حسين له ميدان څخه ترازادي ميدان پورې لاريونونه ترسره کړي.
همداراز د متحد ايالاتو د ملي امنيت وياند تامي ويتر وايي، ايران د مخالفينو او خبريالانو په نيولو او همدا شان پر سټلايټ او انټرنيټي شبکو باندې په بنديزونو په ښکاره توګه په دې هيواد کې د تهديد او زور په کمپاين کې برخه اخلي.
متحد ايالاتو د ايران حکومت له بشري حقونو څخه پر سرغړونې او همدا شان په رياکارانه ډول په منځني ختيځ کې د خلکو له پاڅون څخه د ملاتړ له امله محکوم کړ او ويې ويل، چې ايران په خپل هيواد کې اعتراض کونکي ځپي.
د متحد ايالاتو د ملي امنيت وياند په سپينۍ ماڼۍ کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د غونډې په درشل کې وويل، ايران د مخالفينو او خبريالانو په نيولو همدا شان د سټلايټ او انټرنټي شبکو په تړلو سره په ښکاره توګه د زور او تهديد په يوه منظم کمپاين کې برخه لري.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې د متحد ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هليري کلنتن هم برخه واخلي.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند وويل، متحد ايالات او د نړۍ نور هېوادونه د عامو خلکو د بشري حقونو څخه د ايران د ښکاره سرغړاوي شاهدان دي.
د ايران ولسمشر، محمود احمدي نژاد، د تيرې اوونۍ په پيل کې په ليبيا کې د اعتراض کونکو وژنه وغندله او د ليبيا له حکومت نه يې وغوښتل، چې د خپلو خلکو غوښتنو ته ځواب ووايي.
ټامي ويټر د خپلو خبرو په دوام وويل، د ايران حکومت بايد په فعاله توګه د خپلو اتباعو تر منځ خبرو اترو ته اجازه ورکړي، بې له دې چې خلک ويره ولري، دوي ته د بيان د ازادۍ او د غونډو امکان ورکړي.
د سپينۍ ماڼې د ملي امنيت وياند، ټامي ويټر زياته کړه، ايرانيان لکه د نړۍ د نورو خلکو په شان د حقونو او عدالت مستحق دي دا هغه څه دي چې د ايران حکومت يې نور هيوادونه رعايت کولو ته هڅوي.