په خوست ولايت کې ګڼ شمېرکتاب لوستونکې غوښتنه کوي چې ددې ولايت عامه کتابتون دې په ښار کې دننه فعاليت پيل کړي.
دخوست ولايت عامه کتابتون چې دمګړۍ شاوخوالس زره بېلابېل کتابونه لري هرورځ دلوستونکوپروړاندې پرانېستى وي.
ديادشوي کتابتون امر وايي چې له ښار څخه دکتابتون لرې والى دعامه کتابتون دمينه والوپه شمېراغيزه کړي ده.
بلخوادخوست ولايت داطلاعاتواو فرهنګ ريئس له اړوندوچارواکو وغوښتل چې دکتابتون په بډايي کولو کې مرسته وکړي.