برتانوي فلم د پاچا وينا د اسکار په سږنيو جايزو کې تر ټولو زياتې جايزې وګټلې.
دې فلم چې ډايرکټر يې ټام هوپر دي، په هغو مراسمو کې چې تېرماښام د امريکا په لاس انجلس ايالت کې جوړ شول، د کال د ډېر ښه فلم په ګډون د اسکار څلور جايزې خپلې کړې.
دا اعلان نامتو ډايرکټر ستيفن شپيلبرګ د لاس انجلس په کوداک تياتر کې په داسې حال کې وکړ چې د هاليووډ ګڼ شمېر ستوري هلته راټول شوي وو.
برتانوي لوبغاړي کولين فېرت چې د شپږم جورج په نوم د برتانيې د پاچا چې ژبه يې درنده ده، رول لوبولي، د ترټولو غوره لوبغاړي جايزه خپله کړه.
په دې فلم کې د شپږم جورج د اوږدې مودې هڅه ښودل کېږي چې په داسې حال کې چې له نازي آلمان سره جګړې ته تيارۍ نيسې، د وينا پرمهال د خپلې ژبې د بندېدو د له مينځه وړو لپاره يې کوي.
د اسکار په سږنيو جايزو کې ناتالي پورتمن د تورې زاڼې په فلم کې د بالت د نڅاګرې په رول کې د ترټولو غوره ښځينه لوبغاړې جايزه وګټله.
په يوه غوره نړۍ کې د هغه ډنمارکي فلم نوم دي چې د ترټولو غوره بهرني فلم جايزه يې وګټله.