حبيب الله غمخور: که رواج سي نېک کاراوښه خبره ده
څه موده وړاندي مې په لراوبرويبپاڼه کښي زموږ دغښتلي ليکوال محمد معصوم هوتک يوه ډيره جالبه ليکنه چي دوړانديزبنه ئي لرل دکالهنداره،کالینداره او(Calendar) ترسريزي لاندي ولوستل .
د محمد معصوم هوتک ليکنه http://larawbar.org/details.php?id=25192
د محمد سرور وکيلي ليکنه http://larawbar.org/details.php?id=25304
زه نه ژب پوه اونه هم دادبياتوپه برخه کي اړين معلومات لرم،خوکه دژبودپيدايښت ، پياوړتيا اوغنا تاريخ ته پام وکړودابه راته څرگنده شي چي ژبې دبشری ټولنې دتکامل سره يوځاي تکامل کړی اوغنې سوې ده .هره اختراع اوکشف دژبې له پراختياسره مرسته کوي .دانسانانوپه مادي اومعنوی ژوندکښي هر ه لاسته راوړنه دژبې پر پراختيااوپياوړتيا اړين تاثير لري اوددغولاسته راوړنوپه پايله کي يوه ژبه غني کېږي اويوه ژبه بلې ته لار پيداکوي. همدادليل دی چي تراوسه موږ په ټوله نړۍ کي داسي ژبه نشوموندلاي چي يوازي دهغې ژبې په ويونکوپوري اړه ولري اويادې دهغوي دمادي اومعنوي تلاښونواوبرياومحصول وي .
ژبه يواجتماعی قرارداد دی چي له مخې ئي دانسانوتر منځ اړېکي نيول کيږي ،په ژبه کي لغاتونه دهمدې اجتماعی قراردادپر بنسټ له يوې نه بلې ته انتقال مومي .
دبېلگې په توگه که په يوه هيوادکي دکوم عالم لخوا يوصنعتي شی اختراع سي داطبعي ده چي نوم ورباندي اختراع کوونکی اېږدي .اختراع کوونکی دخپلې ژبې اودپورته يادسوی اجتماعی قراردادله تاثيراتونه نسي وتلاي ،داپدې معنا ده چي يومخترع پر خپل اختراع سوي توکي باندي داسي نوم اېږدي چي دده په ژبه پوري اړه ولري اوياکيداي سي داسي نوم پرکښېږدي چي له بلې ژبې نه را اخيستل سوی وي ،دده په ژبه کي به هم لکه په نوروژبوکي داستعمال اودغه توکي سره داړيکوپر بنياد نوم معمول سي .
سوچه ژبه چي دبلې ژبې له تاثيراوراکړې ورکړي نه دي په امان کي وي فکرنه کوم تراوسه ئي په بشريت کي بېلگه وليدل سي . يوه ژبه هرومروله بلې ژبې نه متاثره کېږي ،هره ژبه دتوان لري په هغه صورت کي چي خپله ورته په خپله ژبه وړنوم نشي پيداکولاي دبلې ژبې نوی لغاتونه قبول کړي .
زه مسله نه اوږدوم ځکه پردې مسله اوږدبحث زمامسلک نه دی .
ماته تراوسه دانه ده معلومه چي انگليسي ژبې ته (Calendar) کيلمه يانوم چي موږ ورته کليزه وايو له کومې ژبې نه راغلې ده ځکه انگليسي هم له نوروژبونه زيات څه په خپل ځان کي منلي دي داختراعاتو اواکتشافاتو په برکت دنوروژبوله نوو لغتونواونومونه څخه ډکه ده .
کېداي سي هغه وخت چي دکال اوهنداري دکليمو دپدايښت ځاي اوتاريخ معلوم سي داراته څرگنده سي چې (Calendar) له کومه ځايه اوحه وخت په انگلسي ژبه کي منل سوی دي .
ماديوشمير ژبوله ويونکونه پوښتنه وکړه هغوي داسي راته وويل :
هسپانوي اوايټالوي ژبوکي کليزي ته ((Calendario))،همداډول په فرانسوي ((Calendrier)) ، پرتگالي ((Calendário))، رومانيايي ((Calendarul ))، بلغاريايي ((Календар))، الماني ((Kalender))، په روسي ((Kalendarь)) ،يوگوسلاوياکي سربيان (( Kalendar ))، سويډني اوناروېجي ((Kalender )) اوپولنډي ژبه کښي ئي ((Kalendarz)) بولي .
که پام وکړوپه انگليسي،هسپانوي ،ايټالوي،فرانسوي اوپرتگالي ژبوکي کاليندارد((c)) په حرف پيلېږي او په نوروژبولکه روسي ،بلغاريايي، الماني ،سربي ، سويډني ،ناروېجي اوپولنډي ژبو کي دغه نوم د((K))په حرف پيلېږي .
که ددغه يوه حرف اړېکي ته ځيرسو په بلغاريايي،سويډني ،ناروېجي ،پولنډي اوسربي اوپښتوکي کالينداره د((ک)) په حرف پيلږي اوپه ډير کم تفاوت همداده کاليندار اواز ورکوي .دادې معنا لري چي که ژب پوهان پردې مسله بحث وکړي.فکرکوم چي کاليندار ياکالهنداره به موږ دنوروژب ويونکوسره لکه هوتک صاحب چي اشاره ورته کړې نږدې کړي،هغه ليکلي وه چې ((په “کالهنداره” کي تر”کلیز” زیاتي ښېگڼی پرتې دي. خوزه به ځان ته اجازه ورکړم چي دارواښادکامل په طرحه کي یوڅه تصرف وکړم او هغه داچي”کالهنداره” که ” کال اینداره =کالینداره” سي ، نوبه ئې دنوروژبوویونکي بې له قاموسه هم په اول وارلوستلوسره یوڅه ځني وفهمولای سي .))
دبلې خواکالهنداره ياکالينداره هغه نوم دی چي اورېدونکي ته دکليزي په پرتله دکال په ټول دوام کي دهغه څه په اړه معين تعبير رسوي کوم چي پدې ۱۲ مياشتواو۵۲ اونيوکي پېښېږي .په عاميانه اصطلاح کالهنداره ديوه کال هنداره ده ته په هغه کښي ټول هغه څه ليدل کېداي شې کوم چي پدې کال کښي په طبعي بڼه پېښږې .
پدې ډاډه يم چي په نوروژبوکي به هم همدامفهوم اومعناورلري .
ښاغلی اسدالله غضنفرد((وختونو))تر عنوان لاندي خپله يوه ليکنه کي چي دروان کال دفبروري پر ۱۹په تاند کي نشر سوه ليکي : ((. . . په پيښورکې مې د ارواښاد استاد دوست محمد خان کامل له دوستانو اوریدلي وو چې استاد د جنتري لپاره په پښتو کې ( کالهینداره ) وړاندیز کړې وه. کامل صاحب ویلٍي وو چې کالهینداره روښانه معنا ښندي، په اسانۍ سره تلفظ کیږي اودانګریزي Calendar ته هم ورته ده. زما په ګومان،که جنتري ته کالهینداره ووایو، ژر به یې خلک ومني خو ( کلیز) به په اسانه عام نه شي.
دپورته لنډوټکوپه څرگندولوسره دښاغلي معصوم هوتک دغه وړانديز چي وايي : ((ماهروخت دنوولغتو دجوړېدوپه برخه کي داخبره کړې ده چي نیولوجیزمونه دي ترعامېدلودمخه یوواردنظرپوښتني له پاره وړاندي سي،که ئې دصاحب نظروکسانوملاتړوگاټه، بیادي نودميډیاخولې ته واچول سي اوعمومیت دي ورکړه سي. خوپردې خبره باندي ترننه پوري چاغوږنه وونیولی اودادئ له نېکه مرغه مي دښاغلي غضنفرصاحب په لیکنه کي دجنترۍ له پاره دارواښادکامل صاحب “کالهنداره” د وړاندیزپه توگه ولیدله. پر نېکفالۍ ئې ونیسئ .))
پر ځاي بولم . اوپه رښتياسره که دغه وړانديز ومنل سي له دې لاري پښتو دژبو دنژدې کېدلوپه نړۍوال ژبني بهير ورگډېدلای سي .
په تکراروايم چي پر دې مسله بحث ژب پوهانوته پرېږدم ،دومره ويلاي سم که موږ دکليزي پر ځاي کالهنداره ياکالينداره ومنوکېداي سي ډير ژرئې دخپلو ليکوالواوډله ايزو رسنيودژورنالستانوپه مټ رواج کړو په ډيره اسانۍ سره به زموږ دهيواد ميشت ولسونوژبوته لار پيداکړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه