کور / شعر / غزل

غزل

ژوندون مې د ترخــــــــــــــو ترخو اوبو یوه پیاله ده
خوشحــــــــال یمه پدې چې د ساقي راسره شپه ده

خبر یم چې مې شـــــــــــــاوخوا رندان په الله هو دي
عجیبه یو ماحـــــــــــــــــول دی، یوه عجبه ننداره ده

په دغه لېونتوب کښې هوشیاري څومره سېوا ده
دا ځکـــــه چې محفل کښې دمنصور نغمه توده ده

زما د ځوانۍ هره یوه لحظــــــــه په کشمکش کښې
راځي او فناکېږي د ساحـــــــــــــــــــــــــــل یوه څپه ده

آرینه بهـــــــــــــــــار مه غواړه ګلان دي مغرور شوي
د خزان باد دې چلېږي د ژوند دا هم فلسفـــــــــــــه ده