”پښتانه مجبوره او مکلف دي چي له دې پراخ او منظم کمپاين سره چي د هغوى پرخلاف کېږي مجادله وکړي“
د پاکستان د فبروري د مياشتي انتخاباتو د پښتني سيمو،قبايلو، او په تېره بيا د ټول پښتون قام په باب يوه عامه افسانه او تيوري تر ډېره حده بې اعتباره کړه. ددې افسانې په خورولو کي خارجي سياسي ماهرانو، ژورناليستانو، مغرضو او سطحي ليکوالانو، اوپه خاصه توگه د کرزي د حکومت دپلوماتانو او يو لړ وزيرانو ستر رول لوبولى دى . په غرب او په تېره بيا په متحده ايالاتو کي، اکثره اخبارونه، مجلې، تيلويزونونه، او په عمومي توگه مطبوعات نه يوازي دا سيمه د القاعده او طالبانو پوخ مرکز گڼي، بلکي د ډيورنډ کرښي پر دواړو خواوو مېشت ( په لر او بر افغانستان کي) ټوله پښتانه د طالبانو او القاعدې خواخوږي ملګري، همفکره، او هملاسه بولي. ددغه غلطي تيورۍ په وجه د پښتنو وژل ، د هغو د کورنو او کلو تباه کول، او پښتانه تر دايمي او بې امانه بمباريو لاندي کول يو روا کار گڼل کېږي. ځکه گرده پښتون قام د دښمن حيثيت غوره کړى دى، او طبعا په جنگي شرايطو کي سړى خپل غليم وژني. دلته بايد وويل سي چي په متحده ايالاتو کي د کال ٢٠٠١ د تروريستي حملو راپدې خوا، د سپيني ماڼۍ پاليسي د پښتنو پر ځپلو ا و سپکاوي باندي راڅرخي. د بش د ادراې همدې تباه کونکي او غير منطقي پاليسۍ په لوى لاس پښتانه د طالبانو او القاعده لمن ته ور پوري وهل. دغه راز، دا هم بايد وويل سي چي پدې رابطه کي د افغانستان اوسني شډل حکومت هيځ ډول عکس العمل ندى ښودلى، بلکي د پښتنو په تباه کولو او سپکاوي کي يې د بش د ادارې د ناروا نيت په عملي کولو کي پوره کوښښ هم کړى دى.
د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت په غرب او نورو خارجي ملکونوکي د پښتنو په بدنامه کولو کي خطرناکه او اساسي نقش لوبوى. د کرزي په لمړي حکومت کي د بهرنيو چارو وزارت د شمال ايتلاف مشهور غړي، عبدالله، ته ورسېد. عبدالله په خورا چټکتيا او جديت د افغانستان اکثريت مهم سفارتونه او د خارجه وزارت اساسي پوستونه او چوکۍ داسي خلکو ته ورکړې چي له پخواڅخه يې ضد پښتون احساسات او تمايلات لرل. د مثال په توگه، په ملگرو ملتونو کي، په برتانيې، فرانسې، امريکا، او کاناډا، او نور مهمو سفارتونو کي داسي اشخاص ځاى پر ځاى سول چي د پښتنو سره يې په ښکاره دښمني او بدي را اخيستې ده.
عبدالله او د هغه ضد پښتون ملګرو هڅه کوله چي هر څه ژر خپل پخواني دوستان او ياران په مهمو ځايونو کي ځاى پر ځاى کړي. هغوى پخپل دې بد او شرير نيت کي پوره کاميابه سول، ځکه هغه د کرزي د پوره ملاتړ څخه برخمن وو. بده لا دا چي تر اوسه پوري هم د افغانستان هيڅ مهم سفارت پښتون سفير نلري. د شمال د ايتلاف همدغو ضد پښتون سفيرانو د پښتنو په بدنامه کولو کي نهايت کوښښ کړى دى. همدغو سفيرانو په خارج او بين المللي موسساتوکي پښتانه د طالبانو، د القاعده دپلويانو، سرټمبه محافظه کارانو، د عصري ژوند او علومو د دښمنانو، او د امريکا او غرب د اصلي مخالفانو په نامه معرفي کړل. تر ټولو بده لا دا ده چي تر اوسه پوري همدا شريره لړۍ پخپل پخواني شدت جاري ده، او د اصلاح لپاره يې هيځ ډول واقعي او رشتين اقدام ندى سوى.
د پښتنو په مقابل کي د کرزي د حکومت همدا او نورو بې شماره بې غوريو او بد سلوک له اوسني حکومت څخه د پښتنو خوا لا توره کړه ، او نتيجه يې داسوه چي اوس له ټولو څخه لاره او گودر ورک سو. د کرزي د حکومت خارجه وزارت د يوه خاص قشر او قوم استازى سو، نه د ټول ملت. پخوا هم د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کي د مختلفو اقوامو خلک موجود وه. حق او انصاف همدا دى چي هر باکفايته او ملي افغان د وزارت خارجه څخه نيولې بيا تر هر بل مقام پوري د رسېدو چانس او حق ولري. مگر يو مهم وزارت يوه خاص قوم او خاصي ډلي ته پرېښودل، او يا د يوې خاصي ډلي دگټولپاره يې کارول يو ضد ملي حرکت دى چي هرومرو يې بايد پر خلاف ږغ پورته سي.
ددې سياسي افسانې اساسي ټکى دا وو چي پښتانه ذاتا افراطيان، تروريستان، او محافظه کاره مذهبي خلک دي. دغو تحليلګرانو پرته لدې چي په پښتني سيمو کي د مذهبي ډلو او افراطيانو سياسي، جيوپوليتيک، او تاريخي رېښې وڅېړي، د خپل ذهني لټۍ په خاطر يې د مسايلو يو اسانه تحليل وړاندي کاوه . البته، دې سياسي تحليل په غرب او سيمي کي ډېر زيات پلويان درلودل ، او په ظاهري او سطحي توگه تر ډېره حده پوري موجه او صحيح هم ښکاريده. ځکه د طالبانو مطلق اکثريت پښتانه وه، د کرزي د حکومت په مقابل کي مخالفت په پښتني سيمو کي دى، او د امريکايانو سره همدغه پښتانه جنګېږي. دغو سياسي ماهرانو پرته لدې چي پدې تېرو څلورو لسيزو کي دمذهبي ډلو د راپورته کېدو ، د هغوى د تقويې او حاکميت عوامل او پس منظر ، او د اوسني مخالفت سياسي او ا قتصادي رېښو ته دقت وکړي، د اوسني بين المللي سياسي جرياناتو او تمايل سره سم يې خپل نظر او تحليل جوړوى. دوى همدا پروپاگند کاوه چي هو پښتانه له ازله افراطيان پيدا سوي دي؛ هو، په پښتنو کي تل مذهبي مشرانو او ملايانو عمومي او ولسي پاڅونونه را پارولي دي؛ هو، د پښتنو دود او کلتور د افراطيت او تشدد سره اړخ لګوي؛ او لنډه دا چي پښتون هغه افراطي او محافظه کاره قوم دى چي ملايان يې په ډېره اسانۍ غولولاى سي.
خو د پاکستان په پښتني سيموکي، د فبروري په انتخاباتو کي د مذهبي ډلو ښکاره ماتې ددغو تحليلګرانو همدا تحليل څه بې اعتباره غوندى کړ. د هغوى له غلط او لړزانه تحليل څخه يې پرده پورته کړه، او هغوى يې څه وارخطا کړي دي. بلخوا،اوس ددې وخت را رسېدلى دى چي د همدې تحليل په باب څه غور او تامل وکړو. دغه راز، دا تحليل څه نور هم سره راوسپړو او نوري کمزروۍ يې هم پيدا کړو. ځکه پښتانه مجبوره او مکلف دي چي لدې پراخ او منظم کمپين سره چي د هغوى پرخلاف کېږي مجادله وکړي. حقيقت دا دى چي نن ورځ د تبليغاتو، مطبوعاتو، نظم ، او تشکيلاتو عصر دى. هر هغه قوم چي منظم او منسجم وي، هغه ميدان گټي. په مقابل کي، هر هغه ولس چي بې نظمه وي، هغه ماتي خوري او د تباهۍ کندي ته ور شوه کېږي.
په پاکستان کي، عوامي نشنل پارټۍ د پښتنو يو نشنلست او سيکولر ګوند دى. همدې گوند د فبروري په انتخاباتو کي په سوات، پېښور، مردان، چارسده،او نورو سيمو کي دخپل مهم مذهبي حريف متحده مجلس عمل څخه سياسي ميدان په ازادو او شفافو انتخاباتي مبارزاتو کي وگاټه. عوامي نشنل پارټۍ نه يوازي په پارلماني انتخاباتو کي متحده مجلس عمل ته ماتې ورکړه، بلکي په ايالتي اسمبلې کي يې هم زياتي چوکۍ تر لاسه کړې. د صوبې سرحد په ايالت کي، متحده مجلس عمل دکال ٢٠٠٢ د انتخاباتو راپدې خوا حکومت کاوه.
پدې تېرو پنځو کلونو کي، د متحده مجلس عمل تر حکومت لاندي په سيمه کي هيځ ډول اقتصادي او اجتماعي پرمختگ ندى راغلى، بلکي پدې موده کي بې امنيتي زياته سوې ده، انفلېشن جگ سوى دى، پښتانه په خارج او داخل کي د افراطيانو به نامه مشهور سوي دي، او د بېکارانو لښکر نور هم زيات سوى دى. پدې منطقه کي، د متحده مجلس عمل سياسي ماتې دا وښوده چي ددې سيمي خلک نور نو د روان نه ختمېدونکي تشدد او مرګ ژوبلي، ادارې فساد، د اسلام تر نامه لاندي د ناروا تجارت، او کمزوري اقتصاد څخه ستړي سوي دي. په بل عبارت، ددې سيمي خلک يو سياسي بدلون غواړي. يو داسي حکومت غواړي چي کارونه خلق کړي، امنيت وساتي، د خلکو عزت او پت خوندي کړي، او لنډه داچي د سيمي خلک د نورو گاونډو سيمو سيالان وگرځوي.
پنځه کاله پخوا، د متحده مجلس عمل انتخاباتي سوبي نه يوازي په غرب کي اندېښنې راپورته کړې، بلکي په سيمه کي يې هم هغه خلک اندېښمن کړل چي ددغه ځاي د خلکو لپاره اقتصادي پرمختګ، عصري تعليم او ترتبه، امنيت، سوله، او لنډه دا چي د ښه او ارامه ژوند برابرول غواړي.
پنځه کال پخوا، مذهبي ګوندونو عامه خلګو د هغه عمومي نارضايتي، قهر ،او غضب څخه استفاده وکړه چي د امريکا په مشرۍ د افغانستان د اشغالولو، د طالبانو د رژيم د رانسکورولو، او په تېره بيا د امريکايي عسکرو او د هغوى دبد نامه او شريرو ملگرو يعني د شمال د ايتلاف لخوا د پښتنو د عمومي سپکاوى په خاطر پدې سيمه کي راپورته سوي وه. هله د بش د ادارې په مستقيم ملاتړ د شمال د ايتلاف ډانگيانوپه افغانستان کي دعامو پښتنو سره هراړخېزه دښمني او بدي راواخيستله. طبعا، پښتانه په هر ځاى کي ددغه ناروا سلوک په وجه قهرېدلي وه. د بش ادارې او د افغانستان بې کفايته حکومت گرده پښتانه د طالبانو او القاعده تر نامه لاندي ځپل، او د هغوى عمومي تباهۍ ته يې ملاتړلې وه. اکثرا بې گناه او بې کسه پښتانه نيول کېدل او د گوانتانامو، بگرام، او کندهار په محبسونو کي تر شکنجو لاندي وه. د بش د ادارې همدې غير منطقي پاليسۍ په پښتنو کي يو عمومي مخالفت او قهر راپارولى دى. په نتيجه کي، هم د بش اداره بدنامه او هم د افغانستان حکومت نامشروع سو.
همداراز، د کال ٢٠٠٢ په انتخاباتو کي مذهبي گوندونو د جنرال مشرف له هغه اقدام څخه هم مستفيدسول چي د هغه په اساس پدې سيمه کي اکثره پخواني سياسي ګوندونو سخته صدمه ولېدله. جنرال مشرف د شهادتنامو مسله را مينځته کړه. ددغي لايحې په اساس هغو سياستمدرانو ته په انتخاباتو کي د برخي اخيستلو اجازه ور نه کړه سوه چي د پوهنتون شهادتنامې يې نه درلودلې. حال داچي په هغه انتخاباتو کي دمدرسو د فارغ التحصلانو شهادتنامې د منلو وړ وې. همدې مسلې د مذهبي ډلو د کاميابۍ سره زياته مرسته وکړه.
په کال ٢٠٠٢ کي، د متحده مجلس عمل د کاميابۍ يو بل دليل دا وو چي هله د هغوى په مقابل کي کوم بل معتبر سياسي الټرنټيف هم نه وو. عوامي نشنل پارټۍ نهايت نامنظمه وه. خپلمنيځي اختلافاتو، سياسي سياليو، او دوامداره شخړو دا ګوند ډېر زيات کمزورى کړى وو. بلخوا، د مشرف استخباراتو هغه ملايان سره يوځاى کړل چي پخوا يې يو په بل پسې لمونځ هم نکاوه. په بل عبارت، د پاکستان اې ايس اې غوښتل چي په افغانستان کي د طالبانو ناکامي د پاکستان په پښتني سيمو کي د ملايانو په قدرت او سياسي اقتدار باندي تلافي کړي.
کله چي ملايان قدرت ته ورسېدل، د پاکستان ايالتي چارواکو د القاعده او طالبانو د هغو جنگياليو سره مرسته او همکاري پيل کړه چي د افغانستان څخه د امريکايي عسکرو له ډاره پاکستان ته ور اوښتل. همدغو فراري جنگياليو او په سيمه کي يې طرفدرانو ورو ورو خپل قدرت نور هم پراخ او خور کړ. پدې ترتيب، د ازادو قبايلو پراخي سيمي په جنگي ساحو باندي بدلي سوې، انتحاري حملې زياتي سوې، او د پاکستان د پوځ او افراطيانو په جنگونو کي د سيمي خلک مجبوره سول چي خپل کورونه پرېږدي او نورو سيمو ته مهاجر سي.
هغو قومي مشرانو او محلي خلکو چي د دغو افراطيانو په مقابل کي مقاومت کاوه، هغوى په تدريج سره ووژل سول. پراخي سيمي او ځايي خلک برمته سول، د ډار او وحشت لمن هري خواته خوره سوه، او پښتني سيمي تر دايمي محاصرې لاندي سوې. د مخالفانو دسرونو غوڅول پيل سول ، د ويډيوگانو او موسيقي دوکانونه وسوځول سول، او لنډه داچي په ټوله سيمه کي مذهبي اختناق او ظلم خور سو. بلخوا، متحده مجلس عمل هم خپلي ژمني پوره نه کړې، او ډېر ژر بې اعتباره سو. هغوى د خلکو سره د تعليم او تربيې، کارونو، سړکانو، برق او نوري وعدې وکړې، خو ټولي ژمني يې درواغ وې. همدې بې انصافۍ، اداري فساد، ريا او تزوير د متحده مجلس عمل د حکومت کمبله ورټوله کړه. والسلام