کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پوځي اډې د جګړو او بې ثباتۍ دوام

پوځي اډې د جګړو او بې ثباتۍ دوام

په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د امریکایي پوځي اډو په اړوند یو ډیر شمیر وطنوالو او د نظر خاوندانو لیکنې کړي دي .په دغو لیکنو کې مختلف دریځونه او نظرونه لیکل کیږي ، چې ځینې یې د عیني واقعیتونو په پام کې نیولو او ملي ګټو ته درناوي له مخې لیدل شوي ، خو ځینې بیا خیالي او د هیواد د ملي ګټو سره سمون نه لري .
افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کوردی ، نو ځکه زموږ لپاره لومړی باید دوطن او خلکو نیکمرغي ، عزت او ګټې مطرح وي ، نه دا چې خپلې شخصي او یا هم د پردیو ګټې . د ملي مسئلو په اړوند پریکړو کې دخلکو اراده ، دملي ګټو، تاریخي او عیني واقعیتونو په پام کې نیول اړین دي . د لیکنې د اوږدیدو دمخنیوي په غرض په هیواد کې د امریکایي پوځي اډو په اړوند خپل نظر او دریځ په لنډه توګه دپوښتنو او ځوابونو په بڼه کې وړاندې کوم :
ولې په افغانستان کې دیرش کاله جګړه روانه ده ؟
سیاسي واک ته د رسیدلو په سر د افغانانو د خپلمنځي اختلافونو تر څنګ ، په اتیایمه لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا او د ۲۰۰۱ کال راپديخوا د امريکا او د هغې د پوځي ټلوالې له خوا په افغانستان باندې پوځي يرغلونه او پوځي شتون چې په نتیجه کې ئې د هيواد خپلواکۍ ، اسلامي او ملي ارزښتونه تر پښو لاندې شويدي، د جګړو د دوام اصلي علت دی. په هره بڼه او هر نوم سره چې وي، تر څو چې په افغانستان کې پردي پوځونه موجود وي، سوله او ثبات ټينګيدلی نه شي.
آیا امريکا او ټلواله ئې رښتيا هم د ترهګرو په له منځه وړلوپسې راغلي ؟ او آيا د ترهګرۍ سره د مبارزې دا بڼه معقوله او علمي ده؟
اول دا چې په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل په موده کې، لويديځ په خپله د خپلو موخو او ګټو يعنې د شوروي اتحاد او سوسياليستي نظام د ړنګولو په غرض ترهګر وزيږول، روزونکي او تمويلونکي ئې هم په خپله دوئ ؤ، خوهغه وخت هغوئ دوئ ته رښتيني مجاهدين ويل، مګر اوس چې د دوئ سره په ټکر کې راغلل نو ترهګر شول. بله دا چې د ترهګرو ځالې او روزن ځايونه خو د افغانستان په خاوره کې نشته، په پاکستان او نورو هيوادونو کې دي، نو بيا ولې امريکا هغو هيوادونو کې خپل پوځونه نه ځای په ځای کوي او د ترهګرۍ سره د مبارزې (چې په واقعيت کې دغه هم د دوئ په لاس جوړه سوې ډرامه ده) په نوم ئې افغانستان ښکيل، د جګړو ډګر او پوځي اډه ګرځولې؟
د بلې خوا د القاعده په نوم جوړښت چې غړي ئې په ټوليزه کې د مختلفو عربي هيوادونو څخه دي، د نړۍ په ډيرو هيوادونو کې خواره واره دي او د کميت له مخې هم د لويديځوالو د وينا سره سم د همغه ۲۰۰۱ کال شاوخوا کې دوه، درې زرو ته رسيده او په حقيقت کې دغه يو ورک دښمن دی. آيا په دغه کميت او دغه ډول خور ور ورک دښمن پسې د نړۍ د زبرځواکونو د سل ګونو زرو پوځيانو ګرځول د پوځي علومو د اصولو سره برابر کار دی؟ واقعيت دا دی چې دا د بوسو لاندې اوبه بيول دي. په دغه کميت او د دغه ډول ورک دښمن په وړاندې د همغږو څارګريزو فعاليتونو، د محدودو ځانګړو ځواکونو استعمالول او ديپلوماتيکو هلو ځلو پکارول اغيزمنه او معقوله لار ده، نه دا چې په افغانستان کې په ډيرو مدرنو وسلو، پوځي تخنيک او تکنالوژۍ سمبال يو نيم لک پوځيان ځای په ځای کول او خپلو ا قتصادي، سياسي او پوځي ستراتيژيکو موخو ته د رسيدلو په غرض د جګړو په اور کې د بې ګناه افغانانو سوزول. د يادونې وړ او هيښنده دا ده چې د دولتي ترهګرۍ په اړوند ټوله نړۍ چوپه خوله پاتې ده.
آيا رښتيا هم د امريکائي پوځي اډو په شتون سره په زموږ د هيواد خپلواکي او امنيت تضمين شي؟
اول خو افغانستان همدا اوس ښکيل او خپلواکي نه لري، بيا نو د کومې خپلواکۍ تضمين مطرح دی؟ که څوک يې خپلواک ګڼي نو هغوئ هر څه د پراخو تبليغاتو تر اغيږ لاندې په سطح ظاهر او د کاغذ په مخ ګوري. واقعيتونه بل ډول دي. (په افغانستان باندې د پوځي بريد او نيواک په هکله د ملګرو ملتونو هيڅ کومه پريکړه او سند نشته، د ټاکنو جعلي پروسې، د دولت د مشر نه نيولې د ولسوالۍ د قوماندان او ولسوال پورې ټول د پرديو په خوښه او موافقه ټاکل کيږي، ان د ژنيوسيد په بڼه د بې ګناه افغانانو د وژنو لړۍ روانه ده. دغه ټول د ښکيلاک د ثبوت ښکاره بيلګې دي). د بلې خو ايا موږ ټول د دې شاهدان نه ياستو چې د يونيم لک شاوخوا بهرنيو پوځيانو په شتون کې پاکستاني الوتکې د کامې په ولسوالۍ کې په يوه کلي بمونه وورول او پاکستاني پوځي پوستې په همدې وروستيو لسو کلونو کې د خپل پخواني موقعيت څخه د افغانستان خاورې ته رانږدې کړی شويدي. ايراني پوله ساتونکي ځواکونه څو، څو ځلې زموږ خاورې ته راننوتلي او زموږ په خاوره کې ئې زموږ وطنوال وژلي دي. دغو بهرنيانو کوم پوځي يا سياسي غبرګون وښود؟ هغوئ زموږ د خاورې د بشپړتيا او پولو د ساتولو په قصه کې نه دي بلکې د خپلو موخو او ګټو دپاره په خپل کار بوخت دي . د افغانستان خپلواکي افغانانو ګټلې، ساتلې او د افغانانو پرته، بهرنيان ئې نه ساتي او ئې ساتلی شي.
آيا د ځينو په اند به رښتيا هم د پوځي اډو شتون د پوځي کودتاو او د واک په سر د شخړو مخه ډب کړی شي؟
د شرايطو سره سم يوه پيښه او پروسه مختلفې بڼې غوره کولی شي. آيا همدا اوس د بهرنيانو په شتون کې د زور او زر خاوندان چې اکثريت ئې جنايتکاران دي د بهرنيانو په سياسي ملاتړ، مالي مرستو او پوځي سيوري لاندې سياسي واک انحصار کړی نه دی؟ او يو ډول کودتاوې روانې نه دي؟ د پوځي اډو شتون په صورت کې به په راتلونکي کې هم دغه حالت کوم خاص بدلون و نه کړي . د قانون واکمني، رښتيني آزادې ټاکنې، د دغې يا هغې ډلې څخه د بهرنيانو د ملاتړ مخنيوي تضمينول، په ملي هويت توافق، د هر ډول ژبني، سمتي، توکميز، ګوندي او تنظيمي اړيکو په پام کې نيولو پرته د مسلکي پوهې او تجربې له مخې د کار وړ کسانو ته د دندو سپارل د واک په سر د احتمالي جګړو مخه ډب کولی شي يعنې دا چې د سياسي، ټولنيز او اقتصادي عدالت مراعتول د دغه ډول ستونزو په حل کې مرسته کوي نه دا چې پردي پوځي اډې .
د پوځي اډو په شتون کې د چا ګټه ده؟
تر ټولو د مخه د پوځي اډو په جوړويدو سره به د امريکايانو ګټې خوندي او ستراتيژيکو موخو ته رسيدل تضمين شي. يعنې دا چې د افغانستان په شتمنيو په تيره بيا طبعي زيرمو باندې به پراخه کنترول ولري، د منځنۍ اسيا د انرژي زيرموته به په آسانۍ ځان ورسوي او د سيمې هيوادونه په تيره بيا چين، ايران، روسيه، پاکستان، هند به د ګواښ او فشار لاندې وساتي. د خپلو ګټو په پام کې نيولو او توان سره سم به د سيمې جغرافيه کې بدلون راولي او د خپلې پانګه ايزې-پوځي امپراطورۍ لمن به په نړۍ کې نوره هم پسې وغزوي. خو د امريکايانو دغه ډول هيله چې د پرديو په وړاندې په کې د افغانانو حساسيت، نه زغم او تاريخي مقاومتونه له پامه غورزول شويدي، عملي بڼه ونه شي موندلی.
په افغانستان کې د پوځي اډو شتون د مختلفو مافيائي کړيو، د پرديو په چوپړ کې لاس پوڅو ګوډاګيو واکمنو او هغو کړيو چې د هيواد د خاورې د بشپړتيا او ملي يووالي ضد روحيه او پلانونه په سر کې لري په ګټه دي. د اډو د شتون په صورت کې به افغانستان په پرله پسې توګه د نورو د ګټو دپاره د پرديو لاس وهنو او جګړو ډګر وي. لکه د اوس په څير هغه وخت به هم د امريکائی پوځيانو خپل سري پوځي عمليات روان وي . د سرغړونو او جناياتو په وجه به افغان دولت د هيواد دننه او يا بهر کومې محکمې ته د هغوئ د درولو توان و نه لري . ځيني روڼ اندي داسې ګڼي چې ګوندې د نړۍ په نورو هيوادونو کې هم امريکا پوځي اډې لري او د افغانستان دپاره هم دا کوم نوی او يا بد کار نه دی .
اول خو زموږ د هيواد جيوبولتيک موقعيت ته په کتو سره د افغانستان دپاره پرون هم، نن هم او سبا هم د بې پلوۍ او ناپیلتوب سياست په ګټه و، او دی . افغانستان د ناپيلو هيوادونو د کنفرانس د يوه بنسټ ايښودونکي غړي په ټوګه تر اوسه پورې د دغه کنفرانس څخه په رسمي ډول نه دی وتلی او هم په دغو دريو وروستيو لسيزو کې آن ګوډاګيو سياسي واکمنو په خپلې بهرنۍ تګلاره کې د ناپيلتوب سياست نه دی رد کړی .
بله دا چې زموږ د افغانانو يوه لويه بدمرغي په همدې کې ده چې د خپل هيواد د شرايطو او ځانګړتياو په پام کې نيولو پرته د پرديو تجربې په پټو سترګو او آن په افراطي توګه کاپي کوو او خپل هيواد مو د پرديو رنګارنګ تجربو لابراتوار ګرځولی، په همدغو ازمايښتونو کې تباه هم شو، خو موږ بيا هم لا پکې نور تباه کوونکي ازمايښتونه کوو.
دا سمه ده چې په جاپان، آلمان، کوريا. . . کې امريکائي اډې موجودې دي خو هلته دغه اډې په داسې شرایطو کې جوړې شوې دي چې دغو هيوادونو په جګړو کې (دوهمه نړيواله جګړه، د امريکا او کوريا جګړه) ماتې خوړلې وه او سلامي شوئ ؤ. امريکا زورور او کامياب ؤ، او نوموړي هيوادونه کمزوري او ماتې ئې خوړلې وه یعنې دا چې پوځي اډې د دغو هيوادونو د ولسونو په غوښتنه نه بلکې د امريکا د خوښې او غوښتنې سره سمې جوړې شويدي .
همدارنګه د منځني ختيځ په ځينوهيوادونو لکه کويت، بحرين، عمان . . . . کې هم امريکائي پوځي اډې د دغو هيوادونو د اولسونو دارادې خلاف جوړې شويدي . د امريکا په وړاندې د اسامه بن لادن او د هغه د ډلې ضديت او په ټوليزه کې د عربي هيوادونو د اولسونو مخالفت او کرکه د همدغو پوځي اډو د شتون په سر او د فلسطينيانو په وړاندې د اسرائيلو څخه د امريکا ملاتړ په وجه راپيدا شويدي .
په پای کې د يادونې وړده چې د ښکيلاک او د جګړې د دوام په شرايطو کې د داسې مهمو ملي مسٌلو لکه د يو بهرني هيواد د پوځي اډو جوړولو په هکله د تش په نامه او نمايشي ملي جرګو او يا لويو جرګو پريکړې د افغانانو د ارادې خلاف او د ملي ګټو په زيان دي .
د خپلواک، يو موټي او با ثباته افغانستان په هيله
په درنښت،