۱ ـ په نوره نړۍ کې چې الوتکې وویشتل شي په هوا کې اور اخلي اوفورأ را لویږي, خو په افغانستان کې بیړنۍ ناسته کوي او سورليوته پکې هیڅ د سر زیان نه رسیږي!
۲ ـ په نوره نړۍ کې چې په چا ډزې وشي نو هماغه مطلوب شخص لګیږي ، خوپه افغانستان کې چې په بهرنیو پوځونو ډزې وشي که څه هم چې د با ګرام په هوایې اډه کې دننه وي بیا يې هم قربانيان ولسي كسان وي !
۳ ـ په نوره نړۍ کې چې په کوم لوري ډزې وشي نو مرمۍ هماغه لور ته ځي او خپل په نښه شوی هدف پرته د چا له لحاظه له منځه وړي , خو په افغانستان کې چې په بهرنیانو ډز وشي نو د پوره لښکر په منځ کې ګولۍ تر هغو ګرزي راګرزي تر څو چې کوم افغان ترجمان پیدا کړي او د هغه په سر ولګیږی!
۴ ـ په نوره نړۍ کې ماشومان د ورځې درسونه وایي او د شپې ارام کوي ، مګر دلته که د شپې په دوې بجې هم بمي حمله وشي نو په همدغه وخت د ښوونځی شاګردان را رخصت شوي وي او مرګ ژوبله هغوئ ته واوړي !
۵ ـ د امریکا او نورو غربي هیوادونو ولسمشران که په نوره نړۍ کې هرې خواته سفرکوي, فضا برابره او هرڅه ګل وګلزار وي, مګر کله چې د الوتکې مخه د افغانستان په لوري شی یو دم هوا خرابه ، او له باګرامه تر ارګ پوري یې الوتنه ناممکنه شي، حتی هغه ویډویي رابطه چې له کابله د بندیانو خپلوان په با ګرام کې له خپلو بندیانو سره تماس پري نيسي هم له دغو رئیس جمهو رانو نه سلب , او دوئ اړشي چې له خپلو هیوادونو او کاري دفترونو څخه دغه ویډیویي بانډار تر سره کړي !
۶ ـ په نوره نړۍ کې فولادي اوسپنه تر هرڅه کلکه او انسان تر هر څه نازک بلل کیږي خو دلته بیا سرچپه په چاودنو کې ټانګونه ټوټې ټوټې شي خو پکې د سپرو امریکایانو پوزه هم سره نشې!
۷ ـ مطبوعات او خبریالان په نوره نړۍ کې سترګې سترګې وي او په هره خبره کې خبرې لټوي تر دې چې د میاشي له وزره هم د پیل غوندې لویه هیولا جوړولاي شي خو دلته بیا له دیموکراسۍ سره غبرګه زیږیدلې میډیا مور زاده ړنده زیږیدلې ده، نوځکه غرونه غرونه حقائق نه ویني او چې کوم د لمر غوندې حقایق حس هم کړي په دوو ګوتو یې له خلکو څخه د پنا کولو هڅه کوي !
۸ ـ دلته سیمي طالبان لاندي کوي خو کا میابه بهرني او داخلی پو ځونه وي !
۹ ـ دلته د طالبانو مشري يو ملا منصور کوي خو د امریکایانو پټ پټانی بیا له بل ګڼ کپ( منصور) سره وي !
۱۰ ـ دلته په ټاکنو کې یو څوک کا میابیږي خو پارلمان ته بل څوک ځي !
۱۱ ـ دلته جنګ د یخ له امله کم شي خو کریډیټ یې امریکایې جنرالان اخلي !
۱۲ـ د نورې نړۍ کمپنۍ جوالونه د نورو توکو د خوندي کولو لپاره جوړوي خو چې افغانستان ته را وارد شي نو بهرنیان یي راونیسي . خاورې او خځلې په کې واچوي او د واټ په منځ کې یې کښیږدي تر څو خلک ترې تېر نه شي !
۱۳ ـ په نوره نړۍ کې غله او شوکماران په غرو نو کې هم ځا ی نه لري او ځمکه پرې تبۍ وي خو دلته په ټولو لویو او وړو ادارو او د لویو لارو په سر په پاټکونو کې ځای شوي دي او په اولس یې وطن تنور کړی دی !
۱۴ ـ په نوره نړۍ کې پولیس د ټولنې خدمتګار بلل کیږي خو دلته د داړه مار رول ادا کوي !
۱۵ ـ په نوره نړۍ کی خلک د اسلام د حقانیت له امله د اسلام قبلولو په لور ور مات دي ، خو دلته د تبشیری مؤسسو کارکونکي په پټه او ښکاره له اسلامه د ارتداد په لور ور روان دي ( نعوذباالله من ذالک ) .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه