کور / تازه خبرونه / روسيه: پارلمان د امريکا پوځي اکمالاتو ته اجازه ورکړه

روسيه: پارلمان د امريکا پوځي اکمالاتو ته اجازه ورکړه

دروسيي پارلمان ددغه هيواد له لاري افغانستان ته دامريکا دپوځي وسايلو دليږد طرحه تصويب کړه .
دغه هوکړه ليک دامريکا متحده ايالاتونو ته اجازه ورکوي چې دروسيي له لاري خپل پوځي وسايل راوليږدوي .
خو دروسيي په پارلمان کې يوه ډله وايي دغه تړون دامريکا په ګټه يو اړخيز دى .
دروسيي دبهرنيوچارو وزارت مرستيال ددغه هيواد پارلمان ته ويلي له دوو کلونو راهيسې دروسيي له خارو څخه دوه سوه اتيا الوتنې افغانستان ته شوي چې په دي موده کې نولس زره ټنه داړتيا وړ توکي او يوسلو پنځلس زره پوځيان ليږدولي دي .
نوموړى زياتوي دغه تړون به له روسيي سره دامريکا داړيکو په ښه کيدو کې مرسته وکړي .