دملګرو ملتونو دامنيت شورا په ليبيا باندي دبنديزونو دلګولو پريکړه ليک صادر کړ.
د دغه پريکړه ليک پربنسټ دمعبرالقضافي دپنځه زامنواو دولس تنو نږدي خپلوانو شتمنۍ تړل شوي دي .
دامنيت شورا همدا راز په نړيوالي جنايي محکمي کې دمعمر القضافي دمحاکمه کيدو غوښتنه کړي ده .
تردي وړاندي دملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانکي مون له امنيت شورا څخه غوښتي وه ترڅو په ليبيا کې دبشري حقونو دپښولاندي کول او دمخالفينو دځپلو په اړه جدي اقدام وکړي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه