د افغانستان ولسمشر حامد کرزى غواړي سبا د دوشنبې په ورځ د انګلستان مرکز لندن ته سفر وکړي.
د ولسمشرۍ د دفتر وياند سيامک هروي د آزادۍ راډيو ته وويل چي دغه سفر به دوې ورځي دوام وکړي، چي د برتانيې د صدراعظم ډيويډ کامرون په رسمي بلنه ترسره کېږي.
د سيامک هروي په وينا ولسمشر کرزى به افغان ځواکونو ته د مسئوليتونو د سپارلو پر پروسه له برتانوي چارواکو سره وږغېږي او په دې باب به له هغوى څخه د پوځي تجهيزاتو به برخه کي د مرستي غوښتنه وکړي.
د نوموړي په وينا ولسمشر کرزى به د برتانيې په ملي موزيم کي د افغاني تاريخي اثارو يونندارتون هم پرانيزي.