د اروپا په جنوب -ختيځ د بلغاریا په هیواد کي پولیسو ۵۰ میلیونه قاچاقي سګريټ نیولي دي .
ویل کیږي، چي دغه سګرېټ د ډوبۍ څخه د یونان د لاري بلغاریې ته په غیر قانوني ډول سره نقل سوي دي . د سګریټو د انتقالېدو د اړوندو کسانو د ډلي څخه اته تنه نیول سوي او شپږ تنه نور په تښته بریالي سوي دي .
د پولیسو په وینا ددې پيښي تر شا یوه ډېره مسلکي ډله ولاړه ده . ددې ډلي کسان ټوله یو دبله په شخصي ډول نه سره پېژني . نوموړو یو د بل سره د سکايپ د اړیکو د سیسټم له لاري تماس نیولئ او په ټيلیفونونو کي د بهرني سیم کارټونو څخه کار اخلي .
د یادو سوو ۵۰ میلیونه سګریټو بیه د بلغاریې په تجارتي بازار کي د ۷،۵ میلیونه یورو ارزښت لري .
د سګريټو تجارت او روغتیايي ستونزي :
د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي زیاتي پراخي کمپنۍ او فابریکې سګرېټ تولیدوي، تر څو د اقتصاد پر ډګر پرمختګ وکړي.
د سګریټو د تجارت د برکته که د یوه اړخه زیات شمېر کسان د ورځني ژوند لپاره د خوړو او نورو امکاناتو څخه د برخمن کېدو لپاره پیسې ګټې، د بله اړخه دغه تجارت د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي زیات شمېر کسان د مرګ د خطر سره مخ کوي .
د یادوني وړ ده، چي د اروپايي هیوادونو د ډلي څخه یې یوازي د هالنډ په هیواد کي د سګرېټ څکولو له امله هر کال ۲۰ زره تنه خپل ژوند دلاسه ورکوي .
دا په داسي حال کي چي هرکال شاوخوا ۵،۵ تریلیونه سګرېټ تولیديږي او د شاوخوا ۱،۱ بیلیونه کسانو لخوا څکول کیږي .
اړوند سرلیک :
VU
: سګرېټ څکول د فکري تمرکز د پرشاتګ علت ګرځي
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه