کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنرال پټریس لیونی شو!

جنرال پټریس لیونی شو!

د کونړ په ولایـــت که دی نا ټو ځواکونو د عمـلیاتو او بمباریو په خونړی پیښه کی د ۵۰ زیات ملکی کلیوال ، ما شومان ا و ښځی په شها دت و رسیدل . دغی بمباری د نوروکلونو پشان په ۲۰۱۱ کال کی هغه پخوانی ترخه یادونه د شنډنډ ، کندوز، هلــــــمند او جلال اباد را تازه کوی چی نا ټو ځواکونو پاک او مظلوم ولسی وکړی په شها دت و رسا وه . دغه په عصری تکنا لوژی سمبا لو ځواکونو و نه شو کولای چی نظا مـــــــیان او طا لبان له ملکی کســـانو جلا کړی او د خپلسری عملـــیاتو په لړ کی یی په زرګونو بیګــناه هیوادوال شهیدان کړی دی .
د ڼا ټو دغه بــیپروا کړینی د افــغانانو د کرکــی ا و نفزت سبب شوی چی په نتیـــجه کــــی د افغانستان خلک د حکومت او دولت څخه واټن اختیار کړی دی چی له دی امله نا کراری ، بی امنتی او بی بنسټه دولتداری رامینځته شوی .
په نـــظا می عملیاتو کی نه همغږی او دولتی محـــلی چارواکـــو او د قوم له مشرانو سره مـــشوری نه کول و د شپی او ورځی له خوا بیبندوباره عملیات د دی سبب شوی چی ملکی تلفات زیا ت شی او د خلکو د بیباوری سطحه په سیمه که اوچته شی .
د دغه بیبندوباروی په لړ کی تیره اونی د کونړ په ولایت کی تر سلو پوری ملکی کسا نو ته مرګ ژوبله وا وښتله ، او د دغه ناورین ټول ملکی شهـــیدان او ټپیان د رسنیو لخوا په ډیره روښانه ټوګــه هیوادوالو او ټوله نړی ته په ګو ته شول و لی په ډیر تا ســـف او بیـــا په ډیر تا ســـف سره چی د نا ټو او د امریکا یی قوای ستر قومانــدان جنرا ل پـــټریس له دغو ټولو واقعیتونو ستر ګی پټوی .
د نا ټو دغــــه بی ساری نـــظا می نا متو شخصـــیت ، د جکړی متخـــصص او په عراق او افغانستا ن کی د جکړی د ډ ګر ګـټونکی/ با یلونکی له محترم ولسمشر سره په یوه ناسته کی د کونړ د حا دثی په اړه داسی څرکندونی کوی :
جــنرال په ډیره بیـــشرمی او ســپین سترګی داسی وایی : « د کو نړ خلکو ددی لــپاره چی د نا ټو او امریکی نظــا می عملیات بد نا م کړی ، خلکو په خپل لاس خپل بچیان مړه کړی او بیا یی سوزولی دی – تر څو چی خلک د امریکا یی نظا مــیانو په و ړاندی را وپا روی » . د دغه محــترم دغه څرګندونی بیا د محترم حا مد کرزی له ډیر سخت غبرګون سره مخ شو.
اوس زه یو سوال د امریـــکی او نا ټوله ټولــنی لرم : ا یا جــــنرال نه دی لیــــــونی شوی ؟ ایا دغه جنرال نه دی بیخوده شوی ؟ ا یا ددغه جــــنرال عــــــــــــــــقل نه دی زا یل شوی ؟ ایا دغه جنرال واقعا د جګړی متخصص دی او که د مظلومو بی دفا ع خلکو قا تل؟


دا هغه څه دی چی مونږ د افغانستان ملت یی له خپل دولت ، نړیوالی ټولنی ، ملل متحد او هغو نورو هیوادنو نه چی په دغه جګړه کی له امریکی ملا تـــــــړ کوی غواړو چی د دغو بیرحما نه وژنو مخه ونسی او ثا بت کړی چی ا یا د مظـــــلومو ما شو ما نو ، ښځو ، تنکیو ځوانا نو ، سپینږیرو او عوا مو خلکو څه کنا ه وه چی له یوی مخی ټول شهیدان شول.
ا یا د جنرال دغه له عقله لری خبره چی خلـــــــکو به خپل ځا من وژلی وی چی امریکا یان بد نا م کړی د منلو وړ دی . ا یا جنرال لا تر اوسه هم دا خبره نه منی چی امریکا یان بدنام شوی نه دی . ایا امریکا یا ن لا تر اوس خــــبر نه دی چی ټول ملت د دوی له دغه نا وړ ه او ړوندو بمبا ریو څخه په سر راغلی او نفر ت تیرنه لری.
یا کـــــــوم منــــطق به دا ومنی چی یو انسان را پا څی او د دښــــمن د بد نامی لپاره خــــپل د ځیګر بــڅریی مړ او بیا یی وســـوزوی . ا یا دغه جـــنرال خپله اولاد لری او که د حیوان پشا نی لوی شوی . ایا دغه جنرال د کو م هدف لپاره داسی خبری له خولی با سی.
په اخیر کی زه د یو افغان په توګــــه د امریکی له دولت داغواړم چی ددغه جنرال زر تر زره تداوی وکړی او که لیونی شوی وی او تداوی ممکن نه وی نو جنرا ل دی په زنځیرونو وتړلی ا و یو ځنګله کی د خوشی کړی تر څو په سد شی .
د ټولو هغو مظلومو شهـــــیدانو روح دی ښا د وی چی د امریـــــکا یانو په ړندو بمبا ریوکی شهدان شول .
زاد . احمدزی
۲۶ فبوری کا ل ۲۰۱۱
کا بل – افغا نستان
وسلام