اوزلوبه یا د بزکشۍ لوبه د افغانستان د ډیرو پخوانیو لوبو څخه ده دا لوبي عموماً د ژمي او مني هغه مهال چي هوا سړه وي د ډیرو آسونو میدان ته داخلولو سره پیلیږي پکي د ګډون لپاره چپ انداز او آس همداراز د لوبیدو لپاره یو لوی میدان ته اړتیا ده چپ انداز هغه زړه ور لوبغاړﺉ دی چي آس وځغلولای شي او وکړای شي مبارزه وکړي آس هم باید ډیر پیاوړی وي ترڅو وکړای شي له میدانه خوسی یا اوزه پورته کړي یو تن چپ انداز يا چاپنداز چي په خپل آس سپور دی ددې لوبي د ګټلو د قواعدو په اړه وایي :
د بزکشۍ ګټونکی هغه وي چي په پای کي یې خوسی پورته کړ او د هلال دایری یا د میدان مینځ په نښه شوی برخی ته يې ورساوه او وایې چاوه پدې مسابقه کي جایزی هم شته .
چاپندازی ساده کار ندی ډیر مهارت ته اړتیا لري خو د آس نوعیت او څرنګوالی هم د پامه وتلې خبره نده .
ښه زور او قوی آس د مالک او چاپنداز نوم لوړوي پنځوس فیصده چاپنداز رول لري او پنځوس هم آس چي مسابقه وګټل شي .
بیلابیل ډوله آسونه شته چي سمند، سرخوند ،ګل بادام ، کمید ،مشکی ، توروق،جرند ،قطغنی او ترکمني يې مشهور دي .
کله کله چاپندازان سره اتحاد کوی او د خوسی د پورته کولو او دایری ته د رسولو لپاره د یو بل ملاتړ کوي
کله کله د یو بل ملاتړ کوو په څو څو ځلي شوي چي نور مي په مقابل کي سره ملاتړي شوي او زه یوازي جنګیدلی یم کله هم خوسی رانه لویدلی دی او او نور وړی .
پدی مسابقو کی په لسهاوو آسه ګډون کوی اکثرا دا مسابقی د افغانستان په شمال او شمالشرق وولایتونو کی ترسره کیږی پدې وروستیو کی دا مسابقې د افغانستان نورو ولایتونو او حتی بهر ته لاره ومونده اوپه بهرنیانو کی یې هم مینه وال پیدا کړل .
د افغانستان د شمال ولایتونو ته آسونه د منځنی آسیا له ملکونو هم راځي اوهمدلته دشمال په ولایتونو کی هم روزل کيږي خو د بزکشۍ یا اوزلوبي آسونه خورا گران دي چی یو یی تقریبا شپږ اوه زره ډالره او ښه او چالاکه چي نسلی او ښه روزل شوی وي حتی ډیر په لوړه بیه هم پلورل کیږي .