کور / تازه خبرونه / مسکو : ځانمرګي یوازي خپل ځان په بمي چاودنه کي والوزاوه

مسکو : ځانمرګي یوازي خپل ځان په بمي چاودنه کي والوزاوه

د روسیې د خبري آژانسونو د راپورونو له مخي په مسکو کي د یوه سوپر مارکېټ مخته یوه تن خپل ځان د لاسي بم په وسیله والوزاوه .
ویل کیږي، چي د چاودني له امله یوازي ځانمرګی تن له منځه تللئ دئ .

د پيښي څخه وروسته په لومړیو شېبو کي چاودنه د ترهګرو لخوا یوه حمله بلل کېده، خو اوس څرګنده سوه، چي پېښه د خاوند او مېرمني ترمنځ د رامنځته سوي ستونزي نتیجه وه .

د له منځه تللي تن مېرمني پولیسو ته وویل، چي خاوند یې د شخړي وروسته ترې خپه سو او غصه و، چي تر کور ووت .