د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي حکومت يې د هغو لينونو پر غځولو يې کار پيل کړى، چي له امله به يې افغانستان ته د برېښنا اوسنى جريان پنځه چنده لوړ سي.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سردار دورديوف وويل تر ٢٠١٣ کال پوري به افغانستان ته د ترکمنستان د برېښنا جريان په کال کي يو اعشاريه شپږ مليارډ کيلوواټ ته وخيژي.
دورديوف وويل پر دې پروژه به شاوخوا ٣٩٠ ميليونه ډالره لګښت راسي چي د ترکمنستان د حکومت له بوديجې څخه به ورکړل سي.
ترکمنستان اوس افغانستان ته په کال کي ٣٢٥ ميليون کيلوواټه ساعته برېښنا ورکوي، چي د افغانستان حکومت يې د هر کيلوواټ پر سر دوه امريکايي سينټه ورکوي.
بلي خوا ته د چارو شنونکي وايي د افغانستان د برېښنا وزارت په تيرو لسو کلونو د دې پر ځاى چي پر خپلو اوبو بندونه جوړ او مفته برېښنا ځان ته برابره کړي، له اېران، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان څخه په پيسو باندي برېښنا رانيسي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه