تازه راپورونه لیکي چي چين د ۱۳ تعارضونه یا غیر قانوني کړنو په نتیجه کي د اعدام کېدو پر سزا بندیز ولګوئ .
په راتلونکي کي به د چين په هیواد کي دوکه بازان او د سرو – سپین زرو غله د غلا کولو څخه وروسته د اعدام کېدو د سزا سره مخ نه سي . همداډول عموما غلا او د مالیې نه تحویلول هم د اعدام کېدو د لیست څخه لیري سول .
د یادوني وړ ده، چي چين د اعدام کېدو پر سزا سل په سله بندیز نه دئ لګولئ، بلکي فقط یو څو کړني یې ددې لیست څخه لیري کړي دي .
د چین په قانون کي ذکر سوئ بدلون په رسمي ډول د روان کال د مۍ د لومړی نېټې څخه پیل کیږي . د یادوني وړ ده چي چي ددې قانون له مخي باید د یو شمېر غیر قانوني کړنو په نتیجه کي تر ۷۵ کالو زیات عمر لرونکي د اعدام کېدو څخه ونه ژغورل سي .
همداراز باید یاده سي، چي د ۱۹۷۹ زېږدیز کال راهیسي دا لومړنی ځل دئ، چي یو اسیايي هیواد پخپل قانون کي د ځینو کړنو په نتیجه کي د اعدام کېدو پر سزا بندیز لګوي .
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه