په هند کي يوه سړي وروسته له هغه خپله لور وژلې ده، چي هغې يې د زنا غوښتنه رد کړې وه.
راپور وايي پېښه د تېر ٢٠١٠ کال د نومبر د مياشتي پر اته ويشتمه د هرياڼې ايالت په پالوال ولسوالي کي رامنځته سوې ده.
د پالوال ولسوالۍ پوليس وايي نجلۍ له پورتنۍ نېټې راهيسي ورکه وه، چي مړى يې د فبروري پر ٢٤ – مه د ريل ګاډيو په يوه تمځاى کي د پلټنو پر مهال وموندل سو.
پوليس وايي دوى وروسته له هغه د نجلۍ پر پلار باندي شکمن سول، چي د نجلۍ مور ورته وويل لور يې وروستى ځل له خپل پلار سره د ريل ګاډيو په تمځاى کي ليدلې وه.
پوليسو د نجلۍ له پلار څخه تحقيقات کړي او هغه ورته ويلي دي، چي خپله لور يې ځکه ووژله، چي له ده سره له زنا ډډه وکړه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه