کور / علمي / لوست (مطالعه)

لوست (مطالعه)

لوست هغه پړاو ته وایی چې یو کس کولی شي چي یو مطلب ولیکي او یا د پوښتني ځواب پیدا کړي.


د لوست ډولونه
الف: لوست د پوهي، معلوماتو او زده کړي د کچي د لوړوالي له پاره.
ب: لوست د تش وخت د تیرولو له پاره.
ج : لوست د پوښتنو د ځواب د پیدا کولو له پاره.
خلك دوه ډوله لوست كوي:
لومړۍ هغه خلک چې په جګ غږ لوست کوي.
دويېم هغه خلک دي چې له ځانه سره لوست کوي. د دي ډلې ښه والي دا دى چې نورو خلکو ته مزاحم نه کیږي، په لږ وخت کې ډېره لوست کوي ژر نه ستومانه کیږي او
کولي شي خپل حواس ټول کړي او لوست یي ښه پایله لري.
د لومړى ډلې عيب دا دي چې د نورو خلکو مزاحم کیږي، په ډېر وخت کې لږ لوست کوي او ډېر ژر ستومانه کیږي.


هغه کارونه چې د لوستنې کولو په برخه کې ګټور تمامیږي.
۱:- د ټینک هدف لرل، په خپله خوښه لوست کول، فکر ټولول، فعال غبرګون، د مهمو او سختو ټکو او جملو لاندي خط ایستل او لږتر لږه یو ځل تکرار کول.
په ډکه یا خالی معده لوست نه کول، د لوست په وخت کې مو باید شا ډېره ټیټه نه وی. ښه ده چې په میز لوست وشي، په پروت حالت لوست ونکړو، ځان باید دي ته اړ نکړو چې په یو ساعت کې دومره لوست وکړم. په ژور سوچ سره باید لوست وکړو، د لوستنې په وخت کې باید ډېر تشویش ونکړو چې دا به څنګه زده کوم او یا ډیر وخت د یو مطلب له پاره ټاکل. کله چې داسي مطلب ته ورسیږو چې زده کول یې ستونزمن وي شا ته نه شو. د لوست کولو په وخت کې مونږ باید لنډه لیکنه وکړو (خلاصه لیکنه) لنډه لیکنه مونږ سره مرسته کوي چې یو لوی مطلب ډېر لنډ ولیکو او له مونږ سره مرسته کوی چې د وخت وسپموو او د بیځایه انرژئ د مصرفولو مخنیوي وکړو او بل دا چې د لوستنې په وخت کې اودس لرل او د لوستنې دعا ویل د دي سبب کیږي چې د انسان اروا او فکر ارامه وی. زده شوی مطلب باید هر روځ یا هر اونی تکرار شی او داسي یې په خپله حافظه کې وساتو چې بیا مو هیڅکله هیر نه شي او باید د خپلو شخصی تجربو نه هم ګټه واخلو.
د لوستنې دعا دا ده:
اللهم اخرجنی من ظلمات الوهم و اکرمنی بنور الفهم اللهم افتح علینا ابواب رحمتک و انشر علینا خزائن علومک برحمتک یا ارحم الراحمین.
الهى ما له تيارو او خيال نه وباسه او د پوهې په وړانګو مې ستر كړه او د خپل رحمت ورونه زما پرمخ پرانيزه او د لوستنې زيرمې را په برخه كړه اى د مهربانانو تر ټولو مهربانه.


ځنګه کولي شو چې خپل فکر ټول کړو؟
بدني وضعیت: د لوست په وخت کې مو ځان پوره آرامه او هوسا وي.
د لوست ځای: د مطالعي ځای باید له شور او غوغا نه لري وي، ډېر تود او سوړ ځای نه وي او پوره رڼا ولري.
ښه ده چې د لوستنې ځای شين ولري، د لوستنې په کوټه یا ځای كې شنه او سره طبعي ګلان ايښې وي او پخلنځې ته ډېر نژدي نه وی. مونږ باید ځانونه د داسي چاپيريال سره اشنا کړو او هلته لوست وکړو چې كه تود، سوړ یا شور وي ستونزه و نه لرو.
د لوست په ځای کې باید پوره كتابونه او نورې اسانتياوې وي د هوا پاکوالی هم ډېر مهم رول لری که د یو ښوونځي هوا پاکه وی او د یو بل ښوونځي هوا خيرنه وی؛ نو د لومړنى ښوونځي زده کوونکي د دوهم ښوونځي نه ښه دي. ټول هیوادونه باید ښه اقتصادی، فرهنګی او ټولنیږه پرمختیا ولرچې زده کوونکي وکولی شی خپل درسونه ښه ولولي.
د لوست وخت: هغه درسونه چې یادولو ته اړتیا نلري بلکه سوچ ته اړتیا لري (ریاضي او فریک) باید د سهار له خوا وویل شي او هغه درسونه چې یادولو ته اړتیا لري د شپی له خوا د خوب نه مخکي وویل شي.
د زده کوونکي تیاروالي:
زده کوونکي بايد د لوست له پاره روحی، جسمی، عاطفی اوعقلی تيارى ولري چې وکولي شي ښه زده کړه وکړی او دا هغه وخت امکان لري چې زده کوونکي پوره چمتو وي. که زده کوونکي پوره تیار نه وی زده کړه ورته ستونزمنه ښكاري او ښه پرمختګ نه شي کولی (لیکل، لوستل، اعصاب، د بدن غړې او ګوتو پوره رشد کړی وي ). که یو ماشوم له جسمی او روانی پلوه لیکل او لوستل نه شي کولي. او مونږ يې زده کړي ته مجبور کړو؛ نو په راتلونکو کلونو کې ښه زده کړه او پرمختګ نه شي کولي او کله چې ماشوم پوره تیار وی نو ښه پایله لری.
په هره برخه کې تیاروالي توپير لری. کیدی شي یو څوك د عقلی پلوه تیار وی؛ خو د عاطفی پلوه ښه احساس نه لري. لکه له ښوونکي نه ویره، د امنیت خرابولی او د فکری ګډوډي کولی شي زده کړه ستونزمنه کړي.
د ښوونکي درس ورکول او ښودل هغه وخت ښه اغیزه لري چې زده کوونکي پوره تیاري ولری او که نه زده کوونکی به هم د یو وران ماشين په شان وي چې په سترګو روغ ښکاری؛ خو نور کوم حرکت نه کوي.
ښوونکي باید هغه درس ورکړي چى زده كوونكى هغه زده کړی او له هغه سره مینه ولري.
هدف لرل هم کولی شي چى له زده کوونکي سره مرسته وکړی. که څوك یو ارځښتناک هدف ونلري نو نه شي کولی پرمختګ وکړي؛ ځکه هدف هغه دی ته اړ کوی چې ځان ورسوي.