کور / هراړخیز / ملې شعورملي احساس دبرياليتوب ضامن

ملې شعورملي احساس دبرياليتوب ضامن

ملي او ملت کلمې ددين نه بهر کلمې ندي بلکې مونږ ته محمدي او ابراهيمي ملت ويل شوى؛ د ځينو ورونو ذهن ته کيداى شي داسې جوته شي چې گويا مونږ دملت کلمه د نشنلزم په موخهاستعمالوو چې د يوه قوم يوې قبيلې يوې طايفې پورته کول غواړي او نورې طايفې او قومونه تر بشپړ مادي او معنوي اغيز لاندې راوستل غواړي بلکې دلته مونږ د گران هېوادافغانستان په کچه د ټولو مېشتو قومونو مجموعې ته ملت وايو خو د نشنلزم اساس موږ نه بلکي غربيانو ايښى چې ددې نشنلزم ښه بېلگه او مثال امپريالسته اونشنلسته امريکا ده چې ځينې هېوادونه د پردي له شانه او ځينې لکه افغانستان، عراق او نوريې په مخامخ او بربنډ تيري سره اشغال کړي د اامريکايي نشنلزم د امريکايانو د فوقيت او نورو نړيوالو اولسونو د ځوړتيا په موخه ترسره کيږي امريکايان په نړۍ کې د موجودو پانگو شتمنيو دلاسته راوړلو او خپلولو لپاره ځانونه لومړى او اول مستحقين بولي زما ددې خبرې د ثبوت لپاره په لسگونو داسې علمي او عملي دلايل شته چې يو منصف او عادل انسان ورڅخه انکار نشي کولاى اودلته دټولودلايلوذکرکول ممکن ندي امريکا دخپل مادي ، معنوي،نشنلزم ،اشغال او تيري په موخه تر ټولو اول د ملتونو ملي شعور ملي احساس او ديني جذبه او ارزښتونه په وړوړتوطيواوسازشونو له مينځه وړي کله چې يو ملت دين او ملت پالنه پريږدي
نو د امريکا لپاره تياره مړي شي چې په اساني سره يې تيرولى شي امريکا د تل لپاره د ملت پالنې او دين پالنې دله منځه وړلو لپاره ځينې د گوتو په شمېر څيرې او کوچني اقليتي ډلگې په لاس کې نيسي، په ډالرو يې نازوي او بيا يې د خپل دين، ولس او خاورې، ملي خپلواکي ديني ارزښتونو پر خلاف استعمالوي او دغه کار ته بيا دنړيوالې ديموکراسي او ازادي نوم ورکوي خو که چيرې ځينې ولسونوله دغه غربي بي ماهيته ديموکراسي سره مدلل مخالفت هم څرګندکړنودامريکايې بدمعاشانولخواپري فورادتروريست ټاپه لګيږي خو چې کله همدغه ولس په اصطلاح ديموکراتيک ډول انتخابات وگټي نو امريکا بلاتا خير د اقليتي ډلگيو او يا هم پلورل شويو ځينې عسکري جنرالانو پر مټ د همغه ډيموکراسۍ په مرۍ منگولې ښخوي د کومې لپاره چې به يې چغې وهلې د مثال په ډول الجزايرى مسلمان عربي ولس په ١٩٩٠ کې د سرتاسري ټولټاکنو په بهير کې يو نوى ليډرشپ او قيادت رامنځ ته کړ چې مشري يې د يوه معلم چې د پوهنتون يو عام استاذ وه په غاړه وه دغه معلم او استاذ عباس مدني نوميده او دده مرستيال هم چې د همدغه الجزايرې پوهنتون استاذ وو علي بلحاج نوميده دغه دوه معلمينو په ډيره هوښيارتيا او زيرکتيا اخلاص ديني او ملي علمي شعور پرمټ وتوانيده چې د الجزايرې ملت له مينځه داسې يو ستر او پراخ ملي او وطني بهير پيل کړي چې سارى يې نه ليدل کيده ددغه الجزايرې معلمينو حرکت او خوځښت دومره زرپياوړي شو چې ټول تقليدي او زاړه قيادتونه که هغه تش په نامه وطني قيادتونه وه او يا هم شعاري اسلامي گوندونه وه گوته په غاښ حيران او دريان کړل دغه نوي ملي مسلمان ولسي خوځښت په الجزايري وګړو کې داسې تندي ريښې وځغلولې چې ان فرانسه، امريکا، بريطانيا او ددغه هېوادونو د وخت گوډاگي الجزايرې حکومت چې شاذلي بن جديد يې مشري کوله وارخطا کړ سرتاسري ټولټاکنې وه شوى استاذ عباس مدني او دده پياوړي مرستيال استاذ على بلحاج پکې غوڅ اکثريت ترلاسه کړ ټول تش په نامه وطني او ځينې اسلامي گوندونه يې په اقليت کې ودرول امريکايان او تر ټولو د مخه فرانسه ډېره وارخطا شوه او دا يې نشو زغملى چې د فرانسې ترڅنگ داسې ملي او اسلامي بدلون رامينځ ته شي چې دفرانسي لاسوهني ودروي هيره دې نه وي چې الجزاير له ډېرې مودې د فرانسوي استعمار تر اغيز لاندې وه اودى او پدې اړه د فرانسې او الجزايرې ولس ترمنځ ستري جگړي رامينځ ته شوي د هغه وخت د الجزايرد ملي اسلامي مقاومت مشري د عبدالحميد بن باديس په غاړه وه الجزايرې اولس هغه وخت عين د افغان ولس پشان دفرانسوي اشغالګرپه مقابلکې تر دوو ميليونو الجزايريان قربانۍ ته وړاندې کړي ول او له فرانسې يې استقلال او ازادي ترلاسه کړې وه خو لکه چې ټولو ته معلومه ده استعمار او ښکيلاک ولوکه په ظاهر ډول ماته هم او خوري ترشا خپل نازولي نانځکې اوبچيان پريږدي او هغه د الجزاير ملي خاينه اردو او ملي خاين پوځ وو چې د پردي ترشا يې ريموټ کنټرول د فرانسوي يرغلگر په لاس کې وه کله به چې کوم ملي او اسلامي پرمختللي گوند حتى د ديموکراسۍ له کميسه هم سر راويسته د الجزايرې پوځ لخوا به په سياسي او مادي اعدام محکوميده،په ١٩٩٠ کې الجزائريانو په مطلق اکثريت سره د استاذ عباس مدني نوى ملي او اسلامي غورځنگ ته رايه ورکړه ولې پوځ على الفور مداخله وکړه انتخابات يې لغوه کړل او يو پوځي ريټائرډ جنرال يې د الجزاير لپاره جمهور رييسپه توګه وټاکه چې آمين زروال نوميده زروال استاذ عباس مدني او دده مرستيال استاذ علي بلحاج د زندان تورو تيارو ته واستول، هيره دې نه وي دغه دوه شخصيتونه کاملاً خپلواک ملي او ديني شخصيتونه ول چې د هغه وخت د هيڅ يوه گوند پورې تړلې نه ول بلکې د ملت له متن او بطن څخه يې خپل نوي حرکت او خوځښت په اصطلاح ديموکراتيک ډول شروع کړې وه خو سره لدې هم د ډيموکراسي باطلو دعويدارانود هغوى دا غوڅ او پريکنده اکثريت ونشو زغملاى او هغوى يې د زندان تورو خونو ته وروغورځول بلکې د دوى ډېر هغه ملگري يې بنديان کړل چې د دوى سره يې له نژدې مرسته کوله دا قيصه مې ځکه د لوستونکو په وړاندې کېښوده چې په تېره نيژدي نوي يمه لسيزه کې تيره شوي او زمونږ له نننيو نوښتونو سره ژور تړاو لري او هغه ددې لپاره چې څنگه دوه عادي معلمان او استاذان وتوانيدل د الجزاير اکثريت ولس خصوصاً ځوانان او غريبه طبقه خلک له ځانه سره يوځاى کړي هغه پدې چې دغه دوو قدرمنو استاذانو دين او ملت ته مخه کړه ملي شعور او ملي احساس يې راژوندي کړ الجزايرې ميړنى اولس يې ملي او ديني مسئوليت ته متوجه کړ په دغه دوه اساسي محورونو يې د خپل نوي خوځښت پيلامه وکړه او کامياب هم شول خو د استعمار او پرديو نوکرانو پري نښودل چې د الجزاير د اولس دا خپلواک خوبونه پوره شي همغه وو چې تر ننه پورې په الجزاير کې خپلمنځني قتل وقتال ادامه لري اوس يو ځل بيا د تونس او مصر د ملي پاڅونو په الهام الجزايرې ولس يوځل بياراپورته شوي لاريونونو ته ادامه ورکوي او د الجزاير اوسني ګوډاګي مشر عبدالعزيز بو تفليقه يې مجبور کړ چې د بيړني حالت قانون لغوه او تعديل کړى خو دا کافي نده الجزايريان د هغه اود هغه د استعمار خوښي مزدور رژيم پرځول غواړي چې ترشايې مزدورجنرالان قرارلري او دا ورځ لرې نه ده خو که مونږ بيرته خپل گران هېواد افغانستان ته راوگرځو بده به نه وي ځکه افغانستان د همدغه نړۍ يو مهم جزدى نو دلته هم اوس يو ځل بياد هغه چا لټون ته اړتيا پيښيږي او پېښه ده چې په پوره علميت، درايت سياست، ديانت،زړورتيا سره د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادي خپلواکي لپاره په پوره مهارت او ديانت افغانانو کې يو ځل بيا او د ملي اسلامي مسلح مقاومت سره څنګ داسې سياسي بهير او سياسي ملي پاڅون رهبري کړي چې تر تونس، مصر څخه هم زيات اغيزمن اوډاډمن وي دا کار اسانه ده خو لکه چې مو وويل دوو اساسي اصولو چې دين او وطن دې اړتيا لري ددې افغان شموله نوي خوځښت لپاره ديني او وطنى اصل اړين دى او ددې دوو اصولو سره يو بل اصل چې هغه هم پوره مهارت غواړي چې ملي صيغې او ملي وحدت ته رسيدل دى اړين دي تر څو ټول افغان ملت مطمئن شي او زمونږ په وطنيت، او اسلاميت شک وه نکړي او داهله ممکن دى چې سر له نن څخه د ملي احساس ملي شعور او اسلامي ارزښتونو د رامينځ ته کيدو لپاره متحدې هلي ځلي پيل کړو ټول هغه خلافات او اختلافات پريږدو چې څو لسيزې يې مونږ دبهرني استعمارپه فعل په کشمکش کې اچولي وو نور د اختلافاتولپاره ځاى نشته که څوک لدي بوږنوونکي حالت سره بياهم تعصب اواختلافاتوته ادامه ورکوي دملي اوديني خيانت مرتکب کيږي نور هغه ورځ رارسيدلې چې ټول افغان مسلمان ملت په يوه دسترخوان سره کښينو او د يرغلگر د شړلو لپاره ملي او اسلامي پريکړه وکړو او افغان ټولوژنه ودروو دا کار پوره ملي او اسلامي احساس،غيرت ته اړتيا لري ددې کار د کاميابۍ او پياوړتيا لپاره اړين يو چې ټول تعصبونه، ځان غوښتنه ، انحصار طلبي،سياسي اوګوندي اختلافات پريږدو يرغلگر امريکايان او د هغوى ځينې نازولي انډيوالان او ځينې نور د پرديو تراغيز لاندې د گوتو په شمير ناافغانه افغانان لدغه ستر ملي او اسلامي شعور، احساساواتحادڅخه ويره لري خو مونږ په مخلصانه ډول لومړى د الله جل جلاله په مرسته او بيا خپلو ورونو افغانانو په يووالي کولاى شو دغه ټولې توطيې (نقش براب ) کړو پدې شرط چې نور زوړ کرکجن او له ناخوالو ډک تاريخ اود تير کرغيړن دوران قيصې، دعوې او د نگلي تکرار نه کړو يو بل نور ملامت نکړو تير په هير او دراتلونکې نيکمرغۍسوکالۍ ازادۍ او خپلواکۍ لپاره خوله، قلم، عمل، فکريو او متحد کړو د يو بل پرخلاف له هر ډول منفي تبليغاتو ډه ډه وکړوملي يووالي ته افغانان راوه بلو تبليغات زمونږ ملي او اسلامي وحدت ته زيان رسوي دښمنخوشحالوي د همدې نېژدې ورځې د راتلو په موخه دافغانانو د ملي اسلامي عاجل وحدت په هيله..