کور / هراړخیز / سلطان محمد فاتح …. پرلپسې دریمه برخه

سلطان محمد فاتح …. پرلپسې دریمه برخه

تېره برخه


اوس نودهغه  ذهن  پرانستل شوې و ، په  شاهې  مسند کیناست  او دربار یی  را وباله ….. خاصدارانو منډې ترړې ووهلې  او په څو لمحو کې یی  د عثماني دربار  ټول   ستر ستر وزیران ،  امران ، رئیسان اوسالاران   را ټول کړل . نن  د ټولو  وګړو  په مخونو کې  یو ډول  تجسس اوپلټنه وه . په دربار کې داسې چپه چپتیا وه  چې د ستنې د لویدو  اواز  هم په کې اوریدل کیدې شو . په دې وخت کې سلطان   خپله توره په زمکه کې و ټومبله او را پورته شو . او دزمري په څیر  و غورید.
«دسلطنت  مشرانو ، وزیرانو  ، امرانو او سپاهیانو …..!
مونږ ته په پرلپسې توګه خراب  خبرونه را رسیږي ، لمړۍ د سربیا  پادشاه  بغاوت وکړ ، چې مونږ ورته سزا ورکړه .دهغه  سره د جنګ  په میدان کې مونږ  اویا  زره  عیسویان بندیان و نیول  او هغوې ته مو د نافرمانۍ کولو  سزا هم ورکړه . تاسې ټول  په دې  ښه پوهیږئ  چې  اوس  یواځې په دې درې کالو کې د اروپا ټول عیسویان  د هونیاډې  تر بیرغ او قومندې لاندې سره راټول شوي دي ، هغوې  زمونږ  یو ولایت  ( ټرانسلونیا) زمونږ څخه  تر لاسه کړې دې او زمونږ  یو ډیر  میړنې اوبهادر  جرنیل  « فریدبیګ »  اودهغه زوې  یی د شل زره نورو  عسکرو سره یو ځاې شهیدان کړې دي ، عیسایانو یواځې په دې  باندې صبر و نه کړ او اوس په هرې میلمستیا اومیلې کې  ترک بندي  فوځیان  راوړي اوپه ډیره بې دردۍ سره یی  وژنې .  او بیا تاسو ټول په دې پوهیږئ  چې د سکندربې وفایی هم  یو لړزونکې خبر و . خو دا یاد ساتئ  چې سلطان ددې معمولې خبرونو په اوریدو  باندې زړه بدې نه دې ، په دې اساس  ما پریکړه کړې ده  چې ددې بغاوتونو سر   په پوره ځواک  سره   و څپوم .
پخوا  مو په خپلو پریکړو کې  لږ څه ځنډ کاوه  خو همدا اوس مونږ ته  خبر  را  رسیدلې دې  چې په کوچنۍ اسیا کې  زمونږ د  ښار د « قونیا» سردارانو هم  دعثماني سلطنت په مقابل کې  د بغاوت  بیرغ  پورته کړې دې   په دې اساس مونږ سمدستي …. په یوه وخت کې  ددوو  لښکرو  د تلوپریکړه کړې ده . لمړۍ به  په اتیا زرو کسو مشتمل  فوځ  د « شهاب الدین  پاشا » تر مشرۍ  لاندې  داروپا په لور  ورځي  اودویم لښکر به زما د قومندې لاندې د قونیا  په لور حرکت  کوي تر څو دهغه  ځآې  بغاوت  و ځپوي  اوبیا  دهغه ځآیه  د کوچنۍ اسیا په لور  حرکت  وکړي ، په دې اساس  ټولو  سالارانو ، سپاهیانو او دحکومت نورو  مسؤلینو ته حکم کیږي چې  همدا اوس  ددې دواړو لښکرو د تیارولو  له پاره هلې  ځلې پیل کړي .»
سلطان  ډیر په قهر و او دا ټوله وینا  یی  په پوره جذباتو سره  واوروله . هغه خپلې خبرې خلاصې کړې اوبیرته  په شاهي مسند باندې کیناست . په دربار کې په مکمله توګه خاموشي خپره و ه . ټول خلک دسلطان ددې ناڅاپی  پریکړې  څخه حیران شوي و ، ځکه چې دا ډیره ستره  پریکړه وه . په یوه  وخت د لرې لرې  محاذونو  له پاره ددوو لښکرو  ورلیږل  څه داسې وړه  خبره نه وه .
تر لږه وخته پورې په دربار کې خاموشي خپره وه . بیا دسلطنت  یو وزیر  را پورته شو او په پوره ادب سره یی  وویل : « د معظم سلطان پریکړه  په یقینې توګه  په پوره  درائیت  باندې  ولاړه  ده .خو که چیرې  معظم سلطان  لمړۍ  د هونیاډې  دبغاوت د ځپلو  او بیا  د  کوچنۍ اسیا د بغاوت د ځپلو له پاره  توجه وکړي  نو شونی ده چې په دې توګه به دواړه  محاذونه په اسانۍ  سره  فتحه شی.»
وزیر  په داسې حال کې دا سلا ورکوله چې ټول وجود  یی  لړزیده . سلطان دهغه د سلا  په اوریدو  باندې وخندل اوپه نرمه  لهجه یی  وویل :  « مونږ به همداسې کوو . د شهاب الدین  پاشا  لښکر به  لا تر هغه وخته پورې خپلې  لیکې نه وې  جوړې کړې  چې مونږ  به د قونیا  د بغاوت  دځپلو  څخه  فارغه شو  او دهغوې سره به یو ځاې  شو .»
د سلطنت وزیر  د سلطان د ځواب په اوریدو سره ډاډمن شو ، اوس نو دسلطان  دڅیرې  څخه  سختې  لرې شوې وه . او په دربار کې ناستو خلکو  د  اوسنیو تازه حالاتو په اړه   یو دبل سره  په خبرو لګیاشول . په همدې وخت کې  د سلطان دځانګړي فوځ   یني چري  سپه سالار  را مخته شو  اوپه ډیر آدب  سره یی سلطان ته وویل :  « معظم  سلطانه !…. ما ته  څه حکم دې ؟ »
سلطان ورته ځواب ورکړ  چې :
« ته به هم د شهاب الدین  پاشا  تر  بیرغ  لاندې  دهغه سره  د اروپا په لور  خوزیږې ،  له ماسره به د یني چري  پنځه زره کسان  هغه  لورې ته ځې . او پاته  به ددې نور فوځ  څخه وي .»
کله  چې سلطان  خپله خبره  پوره کړه نو  سپه سالار بیا وویل  :
دمعظم  سلطان سره  د  ینی  چري کوم پنځه زره کسان   هغه  لورې ته  ځې  ؟
سلطان  تر لږ ه وخته پورې  فکر وکړ  او بیا یی  یو نا څاپه  ټکان  وخوړ او حکم  یی  وکړ « هغه عرب  ځوان  چیرې دې  چې د میلې په ورځ  یی  سکندربیګ ته  ماتې ورکړې وه ،هغه سمدستې را  وغواړئ او زما سره دتللو له پاره یی تیار کړئ .»
د یني چري سالار  دحکم دتعمیل  له پاره سر ټیټ کړ   اوشاته ولاړ . ددې وروسته تر څو  ساعتو پورې د  فوځونو د لیږلو په  اړه  خبرې   کیدې ،په همدې وخت کې  قاسم بن هشام  هم  را و غوښتل شو . کله چې  قاسم دسلطان مخې ته راغې  نو دسلطان  توجه دهمغه لورې ته شوه ، سلطان قاسم  خپل ځان ته راوباله  او ورته یی وویل چې :
قاسم بن هشام ! ته به زمونږ سره  بله ورځ  سهار وختې  د قونیا په لور  سفر کوې ،که چیرې  ته په دې لړ کې څه ویل غواړې  او یا دکوم  شې  له پاره اړتیا  ولرې  نو پرته له  ځنډه یی ویلې شې »
قاسم په ډیر ادب سره  دسلطان  خبره واوریده  اوبیا یی وویل :
« درونده سلطانه !  ستا تر سیورې  لاندې ماته د هیڅ  شي  اړتیا نه شته . ستا په رکاب کې ماته جهاد کول به زما د ژوندانه تر ټولو ستر ه   نیک بختي وي . ته به بله ورځ  سهار وختي د ټول   لښکر  څخه مخکې ماهلته بیا مومې …. البته …»
قاسم غوښتل  څه ووایی خو  یوناڅاپه یی خوله  و نیوله . هغه د لمړي ځل له پاره دکوم سلطان دربار ته راغلې و  ، همدا علت  و چې دهغه الفاظ  په ژبه باندې  نه راتلل .  خو سلطان ورته سمدستي وویل :
هو ، هو ! ووایه ، تا څه ویل  غوښتل ؟
قاسم  په  غټه ژبه  ورته وویل :
درونده سلطانه ! زه غواړم یوه ډیره عاجزانه مشوره درکړم . معظم سلطان غواړي  خپل یولښکر د شهاب الدین په مشرۍ  د اروپا په لور  ولیږي  اوپخپله غواړې  چې د کوچنۍ  اسیا په لور وخوزیږي ، خو زه اندیښمن یم چې  د «اورنه » داسې پریښوول به  په دې سیمه کې د قسطنطنیی  د قیصر له پاره د خپلو جاسوسیو د تارونو د غزولوله پاره  فرصت برابر کړي ، زه دا احساسوم چې په اورنه کې یو شمیر پټ لاسونه د  معظم سلطان د سلطنت په خلاف  په سازشونو کې  ککړ دي . اودا همغه  لاسونه دي چې سکندریی  بغاوت  ته    اړ کړې دې . »
سلطان دقاسم په خبرو باندې  ټکان وخوړ  دهغه په سترګو کې د خونړي  زمري  دسترګو په څیر نښې راپیدا شوې ، په خپلې ګدۍ  کیناست  او سترګې یی په قاسم کې ور ښخې کړې . او دکومې مهمې  خبرې  د کولو په فکر کې شو ،  د لږڅه ځنډ وروسته سلطان  وویل :
« قاسم بن هشامه !  زه ستا ددې  آند  ډیر درنښت کوم  دلته زمونږ پخوانې  ډیر  پوه او تجربه لرونکې ملګري هم  شتون  لري  خو تا دهغوې ټولو څخه خپلې سترګې ډیرې  پرانستې دې . مونږ همدا اوس  اوس  پریکړه  کړې ده  چې مونږ  به تا  د خپله ځانه سره  قونیاته  نه  بوځو . بلکه  مونږ ه ته  دلته په اورنه کې د شاهي سلطنت   د څارګرې  ادارې  مشر و ټاکلې ….مونږ  پخپله هم په دې  شک کې وو  چې دسکندر بیګ تر شا د قسطنطنیی د قیصر  لاس  دې ،خو مونږ دې لورې ته  توجه نه وه کړې  چې په اورنه کې  په کوم  سازش  باندې  هم  څارنه وکړو . مونږ  له تا څخه  ډیره زیات خوشحاله یو  او دحکومت ټولو  مسؤلینو ته حکم کوو چې  د اړتیاو  په وخت کې  له تاسره  پوره پوره   مرسته وکړي .»
د قاسم  له پاره دسلطان دا پریکړه  د هیلو پر خلاف وه . په همغه لمړۍ ورځ   پنځه زره کسیز  فوځ  دسالار په څیر د قاسم ټاکل  هم هغه ته دحیرانتیا وړ وو . قاسم  لږ څه فکر وکړ ….. پادشاهان  همداسې وي ، چې په هر وخت کې  د توقع اوهیلو پر خلاف  پریکړې کوي . اوس نو دقاسم سره  سلطان ته د ویلو  له پاره نور څه نه  و . قاسم  د حکم سره سم  خپل سر ټیټ کړ  نو سلطان ورته یو ځل بیا وویل :
« ته به له ماسره ددربار دخلکو د تللو وروسته  ځانته وینې ….. مونږ  غواړو  چې له تا سره څه ډیرې اړینې خبرې وکړو .» قاسم  یوځل  بیا  خپل  سر د تعظیم له پاره  ښکته کړ او  شاته  و لاړ.  
کله چې  درباریان ولاړل   نو ددربار  خاص  دربان  قاسم  د سلطان د قصر  تر دروازې پورې   وروست . دلته خاص  خادمې  قاسم  له ځانه  سره  یو ړ  او دسلطان  د اوسیدو  د ځاې  په لور ورسره  ولاړه . دا د « یلدرم  قصر »  وو . ددې ځاې  ټوله  لاره  د شیشیي   تیږو  په واسطه  ښایسته کړل شوې وه . په شاهي ګلستان  کې  رنګ  رنګ فوارې  نصب کړل  شوې وې، قاسم  خاص  دیوان  ته ور ننوت .  مخامخ ورته  په شاهې کالیوکې  ملبوس یو ښایسته شکله ځوان  ولاړ و . دا ځوان  شهزاده محمد نومیده . دمعظم سلطان دویم  زوې . د سلطان د ستر زوې نوم  شهزاده  «علاؤالدین  » و. شهزاده محمد په خندانه توګه د قاسم  استقبال وکړ . په دې وخت کې  خاص خادمه یوې  لورې ته  ودریده . شهزاده  محمد د قاسم  سره  په ډیره مینه  ورغاړیوت . اوبیا یی  په خندا  خندا کې  وویل :
« د میلې په ورځ  مې ستا د تورې  وهلو  فن    ډیر زیات خوښ  شو . اودهمغې ورځې  راهیسی مې غوښتل  چې له تاسره  ووینم . خو کله مې چې نن  ستا د راتلو په اړه   واوریدل نو ستا د لیدلو له پاره راغلم …. خو د معظم سلطان  سره دکتلو وروسته  یوځل  هرومرو  له ماسره هم ووینه . زه به  په همغه  ځانګړې  خونه کې ستا سر د لیدلو  منتظر  اوسم .»
قاسم ته  شهزاده  محمد  ډیر ښه انسان  ښکاره شو . ژمنه یی ورسره وکړه  چې دبیرته راستنیدو په وخت کې به ورسره  هرو مرو  ویني . بیا قاسم  د همغې  خادمې  په لار ښوونه  د سلطان مرادخان ثاني  تر مخه حاضر شو . سلطان    قاسم دمینې اوشفقت  له مخې د خپله ځانه سره کیناوه . او خپلې خاص خادمې ته یی د قاسم د خدمت  کولو له پاره  حکم وکړ . دا  د سلطان  دلیدلو کتلو ځانګړې  خونه وه . په خونه کې څلورو خواو ته  تکیه  لرونکې  ګدۍ  ایښول شوې وې . په دیوالونو یی  د عثماني سلطنت د   خطاطانو  او  انځور ګرانو ډیر ښه انځورنه او لیکنې موجودې وې . په  چت کې  یو قرمزي  فانوس  را ځړول شوې دې، دکمرې  په فرش  باندې  دیونان  څخه راوړل شوې  سره تیږه  یا  « سنګ احمر» څلیده، او دکړکیو  رنګینه پردې  را ځوړندې شوې وې . سلطان  د قاسم  څخه  خپله لمړۍ  پوښتنه وکړه :
« تاته  څه  ډول  معلومه شوه چې  د اورنه په قصر کې  جاسوسان  فعاله دي ؟»   
درونده سلطانه !  زه   کالونې د تلو  په لاره  کې دیوې  اجنبی پیغلې  په واسطه  تم کړل شوم . هغې خپل نوم  او ادرس  د ښوولو  نه ډډه وکړه  خو دا یی راته وویل  چې سکندر بیګ د معظم  سلطان پر خلاف  د بغاوت کولو  اراده   لري .ما ددې  پیغلې څخه  په دې اړه د نورو معلوماتو اوهم دهغې  دنوم او ادرس په اړه  وپوښتل  خو پیغله د سترګو په رپ کې په خپله بګۍ کی  کیناسته  او  تری تم شوه ….څرنګه چې سکندر ستا ډیر  نژدې  زوې  ګڼل کیده ، نو  په دې خاطر ما دهغې پیغلې خبره  درواغ و ګڼله  او هسې مې پریښوده » قاسم  پخپل دغه ناوړه  عمل باندې  د شرم  احساس وکړ  او دا خبرې  یی وکړې .
دسلطان  سترګې د حیرانتیا څخه  وازې  پاته شوې وې  ، په ډیره بې صبرۍ  سره یی د قاسم څخه  وپوښتل «دا د څه وخت  خبره ده  ؟ دسکندر د تلو څخه د مخه او یا دهغې  وروست ؟»
« دسکندر د تلو وروسته خبره ده »
هو ! ….سلطان  د قاسم  دخبرې د اوریدو وروسته  په تفهیمې  توګه وویل چې :« ددې نه  ډاګیزه  شوه چې سکندر بیګ  د پخوا  څخه غدار  و . اودا  هم ډاډمنه شوه چې  دلته په اورنه کې  هم دقیصر جاسوسان  شتون لري ….. ډیر ښه ددې نه علاوه  تاته په دې اړه  نور  څه  معلوم  هم شته ؟ »
قاسم ورته  په نازړه توګه  ځواب ورکړ : « ددې نه علاوه   زه د یني چري په  څو کسو سالارانو باندې هم شکمن یم . زه یی څارم  او وینم چې هغوې د باغیانه  فکر خاوندان دي . او څو نور  شخصیتونه  هم زما له آنده  مشکوک  دي …. خو تر اوسه  پورې مې دهغوې په اړه  شواهد نه دې تر لاسه کړی، اوس چې  تاسې ماته دا مسؤلیت را سپارلې دې  نوزه به انشاء الله  د سر په قیمت  باندې  ددې ټولو سازشونو جرړې  راسپړم»
« ډیر ښه !  مونږ له تاڅخه همداسې  هیله لرو . زه غواړم چې  دقونیا  څخه زما  دراستنیدو وروسته  به ته مونږ ته دلته په  اورنه کې د جاسوسانو د نیولو  زیرې  راکړې . پخوا  خو ما د قونیې  څخه  د اروپا په لور د تللو  اراده  درلوده  خو اوس مې پریکړه کړې ده  چې  مونږ به یو ځل  دقونیه  څخه بیرته دلته اورنه ته راستنیږو او غدارانو ته به عبرتناکه سزا ورکوو .  مونږ ستا سره د بسپنې  له پاره  دخپلې  څارګرې ادارې مشر  بهران  هم  ټاکو  او د ښار کوټوال ته  هم  په دې اړه  ضروری  هدایات  ورکوو  .»
قاسم د لږ څه  فکر کولو وروسته سلطان ته وویل :
« درونده سلطانه !…. تا خو زه  د ټول دربار تر مخه  د شاهې  څارګرې ادارې  مشر و ټاکلم، ددې کار څخه  خو به دلته په اورنه کې  مشغول  جاسوسان  ټول  خبر شی  او په خپلو فعالیتونو کې به محتاط  شي . زه غواړم  چې تاسې  بهرام خان او دښار کوټوال ته  زما په اړه  هدایات ور نه کړئ،ځکه زه غواړم  چې خپل دښمنان په بې خبرۍ کې  را ګیر کړم .»
سلطان مراد خان ثانی  یو فقیر مزاجه انسان  او یو ډیر غښتلې او میړې   عسکر  و . هغه ته د قیصر په څیر ددغسې  سازشونو  چل نه ورته . خو دسلطنت  علماء اوپوهان د سلطانې  بصیرت   اوتدبیر څخه   خبرو . غالبان سلطان دخپل  دور اندیشۍ له مخې غوښتل چې بهرام او ښار کوټوال   په دې کار باندې خبر کړي خو قاسم  هغه ددې کاره منه کړ . هغه دقاسم مشوره  و منله . ددې وروسته  قاسم اوسلطان دواړه  تر ډیره وخته  پورې د غدارانو او جاسوسانو په اړه  په خبرو اترو کې  مشغول پاته شول ،  د ډیره وخته وروسته کله چې  قاسم د سلطان د درباره راووت   نو شهزاده محمد ورته هلته په خپله خونه کې منتظر ناست و . هغه دقاسم د کتلو سره سم د هغه د ښه راغلاست  له پاره راپورته شو  اوقاسم  یی  له لاسه و نیو او دخپل ځان سره  په نژدې  ګدۍ یی کیناوه .
درونده  قاسم بن هشامه ! دهغې ورځې دمقابلې  په  جریان کې  که چیرې  زمونږ  د وینځې لور په وخت   په تاباندې غږ  نه و کړې  نو سکندربه  ستا سر  له  تنې پرې کړې و . »
دشهزاده محمد دخبرې  په اوریدو سره  قاسم  دحیرانتیا څخه ټوپ  شانته کړ .
« وینځه  ، کومه وینځه  ، او دهغې کومه لور ؟…. زه  خو ، درونده شهزاده  ، ستا په خبره و نه  ورسیدم »
شهزاده  د قاسم  دخبرو په اوریدو  مسکې  شو اوبیا یی وویل .« ایا تاته  در په یاد نه دي  چې  دمقابلې په وخت کې  کله چې ته د مصنفینو تر څنګ ولاړ  وې  او د تماشاچیانو په لور دې کتل  نوستا تر شا سکندر پر تا باندې  ډیر خطرناکه  ګذار وکړ ،  په همغه وخت کې ستا د خبرولو  له پاره چې کوم  چا  غږ پورته کړ  هغه  دسکندر  دالبانوي  وینځې  لور  « مارسي » وه .»
قاسم  د حیرانتیا په سمندر کې  غوټې وهلې ، بیا یی  لږ څه په  سادګۍ  سره وویل
« اواز  خو نه  و ،البته ما یوه چیغه واوریده ، خو زه پوه نه شوم چې دا چیغه د کومه ځایه راغله »
« اوس نو شهزاده محمد  مسکې  و  اویو ځل بیا یی وویل : « هو ! ښاغلیه . هغه د مارسی  چیغه وه ….. خیر دا خبره به پریږدو  ، … مونږ دڅه  له پاره دلته ناست یو او څه خبرې  مو  را وسپړلې ….اوریدلې مې دې چې ته یی  دشاهي  څارګرې  ادارې  مشر و ټاکلې . درونده وروره ! دخداې  له پاره ، زما له پاره هم یودوه   رازونه هم را بربنډ کړه .»  شهزاده   ذومعنې جمله استعمال کړې وه. دواړه  پرې دزړه داخلاصه وخندل . خو د قاسم ذهن په پرلپسې توګه  په همغې چیغې کې  راګیر و . او تر اوسه یی  فکر کاوه چې دې  پیغلې په ډیر نازکه وخت  کې دهغه ژوند  خوندي ساتلې دې  اوپر دې یی  ډیر احسان کړې دې . په دې سوچ اوفکرکې شو  چې څه ډول دهغې  کنیزې  لور ته ځان ورسوي او دهغې ددې احسان په اړه ترې  خپل ممنونیت  څرګند کړي .
په کوم  خیال  کې  ډوب  قاسم دشهزاده محمد څخه وپوښتل   « محترم شهزاده !…. حق خو دادې چې زه ددې  پیغلې  شکریه  ادا کړم. خو نه پوهیږم چې هغه  به چیرې  پیدا کړم .»
د قاسم په ذهن کې څه  نور خیالات  هم را څرخیدل ، داسې  معلومیده چې دهغې په وجود کې  څارګرې  را نغاړل شوې وه. او که نه  په دې توګه  ، په خپلې  لمړنۍ  لیدنه کې به یی د یوه شهزاده  سره   ددومره  بې تکلفه خبرو  کولو هڅه   نه وې کړې .  شهزاده  محمد د قاسم خبرې واوریدې  او په زوره یی وخندل .
« ډیر ښه !…..   په دې  څو لمحو  کې   خبره  تر  دې ځاېه  راورسیده . هسې نه  چې  زمونږ دڅارګرۍ  مشر  په غیب کې  عاشق  شوي وي .»  نوې ځوان  شهزاده  ! خپله خبره کلکه کړه  ، خو قاسم ورته وویل  چې :
« نه درونده شهزاده ! داسې کومه خبره  نه شته …… ما هسې   په اخلاقي توګه   دا خبره کوله ،ځکه  چې هغې پیغلې زما ژوند  خوندي کړې دې .»
شهزاده محمد یو ځل بیا مسکې شو « درونده وروره !…. ستا اخلاق په خپل  ځاې د قدر وړ دي . خو یاد ساته چې ته یو مسلمان  یی او هغه د یوې  عیسایی مور عیسوي لور ده .»
د قاسم له پاره داخبره  حیرانونکې وه ،هغه په خپل تقدیر باندې  رشک  کاوه  چې د څارګرۍ  دپیل سره سم ورته  تر ټولو لمړۍ  اطلاع  ورکړل شوه . دهغه ذهن  دیوې  عیسوي  پیغلې په پیدا کیدو کې  مشغول شو ، چې د میلې په ورځ یی دقاسم  ژوند  خوندې کړې و . اودا پیغله د البانوي سکندر  د کنیزې  لور وه . داخوریښتیا  ډیره  عجیبه  پیښه وه . ددې په خبریدو سره د قاسم  ویښتان  زیږه شول ، هغه په بې صبرۍ سره  خبره   وکړه  او ویی ویل :
« خو درونده شهزاده ! ماته خو ددې پیغلې  دځاې په اړه  معلومات  هم راکړه . تر څو زه دهغې د ممنونیت  د ادا کولو له پاره  هغې لورې ته ورشم .»
« ډیره ښه !  ….سبحان الله …….  داسې معلومیږي چې زمونږ د پنځه زره کسیز  فوځ  سالار او د څارګرې  ادارې مشر   قاسم بن هشام د یوې  عیسوي پیغلې د مینې او محبت  په زلفو  کې را ګیر  کړل شو .»
شهزاده  محمد  په  کړس کړس خندل او  قاسم بن  هشام هم ورسره دخنداکولو ټوکیزه ډرامه  کوله  . شهزاده محمد ورته  بیاوویل .
« سهي ده  ،  زه به تاته  د مارسي  ځاې  ځیږې و ښایم . خو په یوه شرط . لمړۍ هغه شرط  پوره کړه .»
قاسم ورته سمدستي وویل  « بې شکه …… امر وکړئ ، څه ډول شرط ؟»
شهزاده محمد ورته په خندا کې وویل :« زما شرط دادې  چې  ته به له ماسره ددوستۍ کولو ژمنه کوې ….ته به له ماسره ژمنه کوې  چې  ته به  زما سره  ښکار ته هم وځې . او زما سره دکتلو له پاره به دلته سلطاني قصر ته  هم تشریف  راوړې .»
قاسم ددې خبرو په اوریدو  سره د ډاډ  ساه واخسته . «  ستا سره دوستي ؟…. دومره  د ښه نصیب  خاوند! ماته  ستا ټول شرطونه  منظور دي .»
دقاسم دخبرو  سره  سم دواړو په زوره  زوره و خندل  ، قاسم ددې نوې ځوان  شهزاده سره  لاس ورکړ   او ورته  یی وویل : « سهې ده  !  درونده  شهزاده . اوس راته ووایه چې د سکندربیګ د البانوي کنیزي  لور مارسي  چیرې اوسیږي ؟ »
شهزاده محمد  قاسم ته دهغې  درک ورکړ او ورته یی وویل چې     د شاهي محل  شاته کالونۍ کې د البانوي  کنیزې  مارتها کور دې . اوس نو د قاسم له پاره  د شهزاده  سره نور پاته کیدل شوني نه و. هغه ته دخپل مشن لمړۍ  سراغ  په لاس ورغلې و . همغه و  چې دلږڅه ځنډ وروسته یی  د اجازې د اخستلو  غوښتنه وکړه ، نوې  ځوان  شهزاده  هغه ته اجازه ورکړه  او ورسره  د خاص دیوان   تر دروازې پورې راغې  اوهلته یی پریښود، او کله چې قاسم دهغه ځایه ولاړ نوشهزاده  یوه ډیره  عجیبه خبره وکړه :
دوسته !  مونږ  په دې ښه پوهیږو  چې ته د البانوي کنیزې کور  ته  د شکریه  د ادا کولو په ځاې  دسکندربیګ د سازش  جرړې  راسپړې ، خو مونږ به  تا و نه ځنډوو .»
قاسم په ساده توګه د شهزاده په لور وکتل  او په زړه کې  یی  دهغه بصیرت   ته  افرین ووایه . قاسم   په دې  وپوهیده  چې د سلطان مراد خان ثانې په  نسبت دهغه  زوې  « محمد»  دډیر  ښه ذهن اوبصیرت خاوند دې … بیا قاسم شهزاده ته سلام وکړ  اومحل  څخه راووت .
اوس نو دهغه په ذهن کې دجذبو او احساساتو آسونو  ځغاسته کوله . هغه غوښتل چې څومره  ژر  چې کیدې شی  دمارسي سره وویني ،  د وخت  په تیریدو سره دهغه  یقین  پخلنې ته رسیدلې و  اوپه دې پوه شوې و چې مارسي همغه  پیغله ده چې  د زیتون   په  باغونو کې یی دده سره   لیده کاته کړي و . تر اوسه پورې دماښام   تیارغونې ته  لا وخت و ، ځکه هغه  غوښتل چې دشپې په تیاره کې د مارتها کور ته ورشي . هماغه  و چې  دهغه  ځاې په لور د تللو په ځاې  خپل  آس د خپل کور په لور  را وګرځاوه . هلته په کور  کې یی ورور طاهر هشام   موجود و .  کورته د راتلو سره سم   ېې وریرونو مخې ته  ور و ځغاستل  او  په پښو پورې یی ور ونښتل ، اوس نو دهغه وریرونه دهغه سره پوره پوره اشنا  شوي و. کله به چې قاسم کور ته راغې نو دهغه سره به یی  لوبې کولې ، دهغه مور وپلار هم  په اورنه کې د ژوند  څخه  خوشحاله و . ځکه چې هغوې دلته دخپلو دواړو  زامنو ،نګور ، او لمسو سره یو ځاې  اوسیدل . دقاسم مور  تر اوسه  دومره زړه شوې  نه وه . هغه یوه  نیکه او دینداره  ښځه وه. همدا علت و  چې دهغې دواړه  زامن ددینې  عقایدو  خاوندان و . قاسم  هلته په خپله کمره کې  دکوچنیانو سره په لوبو  کې مشغول  و چې  طاهر پرې  را ننوت. 
« اوریدلې مې دې  چې ته نن سلطان  ور غوښتې وې؟»
«  ته څنګه وپوهیدې ؟  ما خو هیچاته هم نه دې ویلي ؟ » قاسم ترې   په لږ څه حیرانتیا سره و پوښتل .
« ماته ستادوست  دلس زریز  فوځ سالار  اغا حسن  دا خبره وکړه . طاهر ورته  په خندا کې  وویل ،او بیا د قاسم سره یو ځاې په فرش  باندې  کیناست .
«  هو !  سلطان غواړي په یوه وخت کې دوه لښکرې  ولیږي ،  یو د « هونیاډې » د مقابلې  له پاره  اروپا ته ، اوبل  د « قونیا»  په لور د بغاوت دځپلو له پاره  .  قاسم ورته وویل . « ته یی په کوم لښکر کې شامل کړې ېې ؟ » « ماته  سلطان حکم کړې  دې چې همدلته پاته شم او دقیصر د جاسوسانو  جرړې  را وسپړم . هغه زه  د شاهي څارګرې  ادارې  مشر  ټاکلې یم .» قاسم ورته  لږ څه   ټیټ  اواز  سره وویل . « دا څه خبره ده ،  شاهی څارګر، ایا ته اوس د پنځه زریز  فوځ  سالار نه یی ؟  طاهر ترې په حیرانتیا سره و پوښتل .
قاسم ورته وویل  چې  « نه ، داسې کومه خبره نه شته ، په  حقیقت کې ما پخپله  سلطان ته ویلي و چې دلته په اورنه کې د قیصر جاسوسان  شتون  لري .»
په دې وخت کې قاسم ته یو فکر را پیدا شو  او سمدستي یی دخپل ورور څخه وپوښتل : «  وروره ! ته د ابوجعفر  په اړه  څومره  معلومات لرې ؟ همغه  ابوجعفر  چې یو ځل دلته زمونږ کور ته راغلې و .»
طاهر په  حیرانتیا سره د قاسم په لور وکتل ،  او د لږ څه  فکر کولو وروسته یی  په  ټیټ  اواز سره وویل  چې  « زه خو  دهغې په اړه همدومره  پوهیږم چې هغه د « بغدادي دروازې  » د جومات  اما م اوخطیب دې . خو ماته  دهغه ځآیه دومره  معلومات  هم تر لاسه شوې  چې  دهغه اړیکې  ان د شاهي  دربار   پورې  غځیدلې دي . دطاهر د خبرو په اوریدو سره  قاسم په دې منځ  کې را ټوپ کړ .
« نه ، ایا ته  په دې پوهیږې چې هغه «اورنه » ته له کومه ځایه راغلې دې ؟ دهغه څلور خواوې څه دي ؟  اودا چې  ایا په اورنه کې دهغه  کوم  خپلوان هم شته  او که نه ؟ »
طاهر  لږ څه  فکر کې پریوت . اوس نو دهغه په تندې  د فکرونو ګونجې را پیدا شوې وې ، د څو ثانیو د خاموشۍ وروسته یی  وویل : « تر هغې چې ماته معلومه ده ، په اورنه کې  ابوجعفر هیڅ خپلوان  نه  لري . دا سړې  دعربو اوسیدونکې دې  او دڅو کالو راهیسې دلته په اورنه کې  مقیم شوې دې .»
ددې ډاګیزه کیدو نه وروسته چې ابوجعفر دلته په اورنه کې کوم   خپل خپلوان نه لري د قاسم  سترګې  را وځلیدې . هغه  نیغ  کیناست . اوطاهر ته یی وویل : « ورور جانه ! تا کله  هم ابوجعفر ته په غورسره کتلي دي ،… ته یی په یاد راوړه ، هغه  به هرو مرو   د عربو په څیر  سور بښن  اودښه روغتیا خاوند وي ، خو دهغه سترګې دعربو سره  هیڅ  مشابهت  نه لري ، دهغه د سترګو شینوالې  د لاطینې  ولسونو په څیر  دې . »
دقاسم دخبرو په اوریدو سره  طاهر  مسکې  شو  «  او هو  وروره ! ته خورښتیا هم  جاسوس  شوې ېې…. دومره لرې لرې  تارونه  سره را یوځاې کوې …. تاته به هسې وهم  وګمان  را پیدا شوې وي ، ابوجعفر د تیرو شلو کالو راهیسې دلته اوسیږي ، تر نن ورځې پورې  پرې هیچا  شک نه دې کړې   ، …او اوس ته یی چې  هغه  د عرب  په څیر  هم نه منې ….. حال داچې هغه  ډیره ښه عربي وایی . »
قاسم دخپل ورور  خبره  واوریده خو خاموشه پاته شو .  ځکه دهغه  دماغ  بل کوم ځاې کې و . کله چې طاهر   قاسم په خلا کې  په فکرونو کې ډوب وکوت  ورته یی وویل :
«  راځه ، اوس دې  دا سراغ  رساني  او څارګري پریږده  ،  را ځه  چې ډوډۍ  تیاره ده  ! »
قاسم په دسترخوان باندې دکیناستو نه وروسته هم همغسې  خاموشه  پاته شو . د هغه وخته چې سلطان ورته  څارګري  سپارلې وه ، نو دهغه  دماغ  ډیر  فعاله شوې و . اوس هم  هغه د قسطنطنیی دقیصر او ابوجعفر  په فکر کې  ډوب  و . هغه ته دا محسوسیده  چې  هغه مسؤلیتونه چې ورسپارل شوي دي دهغه د ترسره کولو   له پاره اړینه ده  چې هغه ته د قسطنطنیی د قیصر  په اړه  پوره معلومات  تر لاسه  شي . هغه دهمدې  فکرونو په ژورتیا کې دخپل ورور څخه  یو ځل  بیا وپوښتل .
« ورور جانه ! د قسطنطین په  اړه دا مشهوره ده  چې  هغه د جنګ په  ځاې  دښمن د سازشونو له  لارې   له منځه وړي ، …. ایادا  خبره ریښتیا ده ؟ »
طاهر د قاسم خبره په  پوره  دلچسپۍ سره  واوریدله . او ویی ویل « دا ریښتیا دي ….. قیصر د زمکې لاندې  سازشونو کې یو نوم  لري ….. زمونږ دسلطان  نیکه  « سلطان بایزید یلدرم » او د اسیاد  مشهور فاتح َ«امیر تیمور» تر منځ   د اسلامي تاریخ  تر ټولو  رسوا کونکې جنګونه  په حقیقت کې  دهمدې قیصر د پټوسازشونو پایلې وې . ما  د تربیت  ځآې  په  کتابتون کې  دهغې مکتوب  نقل وکوت  چې قیصر  دبایزیدیلدرم پر خلاف  امیر تیمور ته  لیکلې و .  هغه  په کې لیکلې  و چې …..
«زما سلطنت تر ټولو  زوړ  دې ، دسیدنا محمد صلی الله علیه وسلم او د اصحابو کرامو په وخت کې هم زمونږ سلطنت  په قسطنطنیه کې موجود و . دهغې وروسته د بنوامیه او بنو عباس   په وختو کې هم  دخلفاو سره مونږ بیا بیا  سولې کړې دي  ، ددوې څخه  یی هیڅ  یو هم د قسطنطنیې د نیولو  هڅې نه دی کړي .
خو اوس  عثماني سلطان  زمونږ په  ډیرو  سیمو باندې  ولکه کړې ده ،او  غواړي  زمونږ درالسلطنت  قسطنطنیه  هم  تر غاښو لاندې  کړي  . دهمدې حالاتو په اساس مونږ  مجبور شو  چې له تاڅخه  بسپنه وغواړو ، او  دا څرګنده ده چې ستا  نه پرته مونږ دبل چا څخه داسې غوښتنه هم نه کوو . که چیرې ته د بایزیدیلدرم  دمسلمانیدو او زمونږ د عیسایت په  اړه  فکر کوې  نو تا ته دې  دا ډاګیزه وي چې  بایزیدیلدرم  دلته په اروپا کې په پرلپسې توګه  فتوحات کوي  او په ځواکمنې  کی یی ورځ په ورځ  ډیرښت راځي ، داسې  معلومیږی چې هغه  به ددې لورې څخه ډیر ژر  ځان بیغمه کړي  اوستا په  ولکه شوو سیموباندې  به یرغل دروړي  اوبیا به تاته دا ستونزمنه وي چې دهغه مقابله   وکړاې شئ . بایزید خان   « سلطان  احمدجلائر» او  « قراء یوسف ترکمان »  چې له تا څخه را تښتیدلې و دخپل ځان  سره د  عزتمندو  میلمنو په توګه  ساتلي دي . او دا دواړه باغیان  ستا پر خلاف د جنګ کولو له پاره هڅوي ، تا ته  به داخبره  د بې عزتۍ  نه کمه نه وي چې   ستا باغیان د سلطان  بایزیدیلدرم  سره  دمیلمنو په څیر  واوسیږي او ته  یی دهغه  څخه بیرته و نه  غوښتې شې . نو  اوس  خو ډیره  مناسبه داده چې ته په کوچنۍ اسیا باندې  حمله وکړې ، ځکه دا هیواد باید  په طبیعې توګه  ستا تر ولکې لاندې   اوسي ……
او قاسمه ! امیر تیمور دومره ستر پادشاه و  خو بیا هم دقیصر د چال  لاندې  راغې .  دقیصر دې لیک په اسلامي نړۍ کې د باروتو  کار و کړ ، او ددوو مسلمانو پادشاهانو تر منځ  د « انګورې » په سیمه کې  داسې  خونړۍ  جګړه  و شوه  چې دجنګ په ډګر کې دمسلمانان  خپل منځې  عامې وژنې  باندې  اسمان هم و ژړل . په هغه جنګ کې تیمور  بایزید ته  سخته ماتې ورکړه …… او سلطان بایزید یی  د اوسپنو په بنجره کې بند کړ  او کوڅه  په کوڅه  یی و ګرځاوه او رسوا  یی کړ .
قیصر  دتل له پاره  دهمداسې  لویدلو لارو  کار اخلي ، کله چې  کمزورې شي نوبیا د مسلمانانو  لاندې خپلې ریښې  ځغلوي ، خو کله چې لږ څه  فرصت هم  تر لاسه کوي  نوبیا  د هیڅ  لویدلي حرکت  څخه  هم ځان  نه سمپوی . تاته   به  ډاګیزه شوي نه وي  چې  د« سلطان مرادخان  اول » څخه د ویریدو  په  خاطر  ، قیصر  درې  ډیرې ښایسته او حسینې پیغلې  لمړي مراد خان ته  ورکړې ، یوه پخپله دهغه  له پاره اودوه دهغه  د زامنو له پاره . خو دهغې  سره سره بیا هم  قیصر د سلطان  اول  په خلاف  په سازشونو کې  را نښتې و . په  ۷۸۲  هجري کال کې د قسطنطنیی قیصر  « پلیولوګس » لمړۍ دسلطان پر خلاف  ډیر ناوړه  سازش  جوړ کړ  او بیا چې  کله دسلطان د غضب  څخه وویرید نو دخپل زوې  «تهیوډورس » یی دسلطان دربار ته راولیږه اودهغه څخه یی وغوښتل چې هغه ته هم  دیني چري په فوځ کې د ورداخلیدو  عزت  ور وبښې .
قیصر دمسلمانانو پادشاهانو محلونو  ته  دخپلو لوڼو او خویندو د ورلیږلو څخه هم کار اخست . دعثماني سلاطینو په محلونوکې   به  هم دقیصر شهزادګانې   هرو خت  په خطرناکو سازشونو  کې ککړې وې .»
طاهر  ، قاسم ته  د قیصر په اړه  په پوره تفصیل سره  خپله  خبره وکړه . او دا دهغه  کار و چې داسې پیښې په همداسې  تفصیل سره  ولولي او بیا یی  بیان کړي . ځکه هغه یو تجربه لرونکې معلم و . قاسم د خپل ورور  په خبرو کې داسې  ډوب شوې و چې د وخت دتیریدو احساس  یی هم نه و  کړې . هغه  یو ناڅاپه  متوجه شو چې هغه خو دمارسي سره کتل غواړی په دې اساس  یی  دندې ته  په  دلچسپې  باندې غوره والې ورکړ او دمارسي د کور په لور یی د تللو پریکړه وکړه . د ډوډۍ خوړلو وروسته یی  لاس  پریمنځه  او بیا را پورته شو .
 طاهر چې  قاسم را پورته کیدونکې وکوت  نوترې  ویی پوښتل :« څه خبره ده ؟  ایا ته چیرې  ځې ؟ »
« هو ! زما تګ ډیر  ضرورې دې . تا چې د معلوماتو  لړۍ په کوم ځاې کې پری  ایښې ده ، دهمغه ځآیه  وروسته به یی  زه  د اوریدو تمنا  لرم . ستا خبرې ډیرې په زړه پورې او هر اړخیزه   دي . اوس زه ستاسې څخه اجازه  اخستل غواړم »
دډوډۍ دخوراک وروسته کوچنیان دخوبه ډک  و، هغوې دخوب  خونو ته ولاړل . قاسم خپل آس  را پرانیست  او د کوره بیرون ووت . شپه  شوې وه . هوا  هم  لږ څه یخیدو ته  روانه وه ، په اسمان کې  ستوري  ځلیدل ، دقاسم  آسپ هم  د «اورنه » په کوڅو کې  په ګرزیدو باندې  مصروف و .  هغه  بیړه نه کوله . هغه  غوښتل  چې  ډیر وخت  داسې تیر کړي ،  دیخنۍ  د راتلو وخت  و  او خزان په پوره  عروج کې و . د «اورنه » بازار  بند  شوې و  خو په کوڅو کې  یویو کس  خوزیده ، دقاسم  آسپ  هم  د ګرزیدو وروسته دمحل  شاتنۍ  برخې ته ولاړ . دلته دوه دوه  او درې درې  منزله  عمارتونه  و، دلته دښار  اشراف  ، امران  ، رئیسان او  وزیران  اوسیدل ، تر څنګ یی د سالارانو  او بیروني هیوادو د سفیرانو  کورونه هم و . قاسم د شهزاده  محمد له اړخه د ورښوول شوي  کور په لټه کې و ،  هغه په یوه کوڅه  کې ور ګرزید او  خپله نښه یی و موندله . په څو لمحو کې  دمارسي دکور تر مخه ودرید. لاس  یی ور مخته کړ او د دروازې  زنځیر یی  و ټنګاوه . اوبیا یی د کوم کس  د راتلو انتظار پیل کړ . څو لمحې وروسته  د دننه  څخه د دروازې  دپرانستلو اواز  راغې  ددې سره دقاسم  تجسس  نور هم زیات شو ، دروازه  پرانستل شوه او یوه  عمر تیرې  ښځه  ترې  را بیرون شوه . قاسم  سمدستي یو دوه  قدمه ورمخته شو او دهغې  زړې  خادمې تر مخه  ودرید او ورته یی وویل :
«درنې !   زه غواړم  د محترمې مارسي سره ووینم .» 
قاسم  په  نازړه  توګه دمارسي نوم واخست . خادمې  هم ورته په حیرانتیا سره وکتل ، اوس نو هغه  په مکمله توګه د دروازې  څخه بیرون راوتلې وه .
مارسي ؟؟….. درونده  !  تا ماته څه وویل ؟  زه خو پوه نه شوم ؟
« زه غواړم دمارسي سره ووینم .   قاسم ورته خپله خبره راغبرګه کړه  ، اوس نودغې  ښځې په پوره دقت سره قاسم ته کتل .
«  ستا نوم ؟….. تر څو زه یی مارسي ته ووایم » خادمې ترې په استفهامیه توګه و پوښتل . 
« بس ته  هغې ته  همدومره  ووایه چې د شهزاده محمد یو دوست راغلې دې » قاسم  خپله پیژنه  همداسې  وکړه .
دغه د زاړه  عمر  خادمې  د یو څو لمحو  له پاره  فکر وکړ  ، بیا کور ته ورننوته  او دروازه یی  په ځان پسې  بنده کړه ، قاسم  دحیرانتیا په  نړۍ کې  ولاړو . تر اوسه  هغه  نه  و پوهیدلې  چې څه  پیښیږی  ، چې په دې وخت کې  دغه عمر خوړلې خادمې یوځل  بیا دروازه پرانسته ، په دې وخت کې ددې خادمې سره یوه  بله معززه ښځه هم مل وه . دا پخپله مارتها وه . مارتها  د قاسم د سلام د ځواب د ویلو وروسته هغه ته د را ننوتلو  وویل . اوپخپله دهغې نه مخته مخته  روانه شوه .  کورته  د ورننوتلو  په وخت کې قاسم وکتل  چې دمارتها تر څنګ یو حبشي غلام هم  په پوره   وړتیا سره  روان  دې  او ورسره دوه  سرې  توره  یی هم له تیکې  راویستلې ده .
قاسم په پوره بې پروایی سره د مارتها  میلمستون  ته ور ننوت . په میلمستون کې ډیره ښه  سامانونه  ځاې په ځاې شوې و. په دې سالون کې دمسلمانانو د روایاتو پر خلاف  د لرګې  چوکۍ پرتې وې ، په مخامخ دیوال باندې د عیسې علیه السلام مجسمه  (صلیب) را ځوړنده  شوې وه. مارتها د قاسم سره  دکیناستو په ځاې  ولاړه پاته شوه  اودقاسم څخه یی و پوښتل « درونده ځوانه !  ایا ته  ماته ویلې  شې چې ته ولې  زما دلور مارسي سره کتل غواړې ؟»   دهغې په لهجې کې  لږ څه دروندوالې و .
قاسم   دشرم  نه سر ټیت کړ اوویی ویل  «  زه  دمحترمې مارسي  څخه  ممنونیت  کول  غواړم ….. ځکه چې هغې زما ژوند خوندي کړ  او پر مایی ډیر احسان وکړ . »
دقاسم دځواب  سره  د مارتها په تندی   ګونجې را پیدا شوې  او ویی ویل :
« ځان ؟ ….مارسي ستا ژوند خوندي ساتلې ؟ …. کله ؟  څه ډول ؟   په کوم ځاې کې ؟ »  دمارتها په لهجې کې  حیرانتیا و ه .
قاسم ورته په  خندانه توګه  ځواب ورکړ « په اصل کې ما د سکندربیګ سره دتورې وهلو مقابله درلوده ، په همدې وخت کې ، کله چې سکندر پرما د تورې  ناڅاپی وار کاوه  نو مارسي  ماته په لوړ  اواز  غږ  وکړ  او….. »
لا تراوسه  قاسم خپله خبره نه وه خلاصه  کړې  چې  یو ناڅاپه مارسی  هلته کمرې ته را ننوتله .دهغې په سترګو کې دحیرانتیا سپینوالې و . اوپه سخت عصبي  کشمکش  کې ډوبه وه . کمرې ته د را ننوتلو په وخت کې دهغې سترګې  دغضب  نه  خلاصې  پاته شوې وې ،کله چې دننه  را ننوتله  نو مارسي  دقاسم تر مخ  ودریدله  ،  قاسم  هم   دمارسي  د درنښت  له ځایه  پورته شو او  و درید. مارسي  په سترګو کې قاسم و پوهاوه  او ورته یی وویل :« آآآ، ته ….. غالبا  چې  ته به همغه ځوان  یی  چې دمیلې په ورځ یی سکندر بیګ  ته  ماتې ورکړه …..ما  ته هملته کتلې وې .»
مارسي دخپلې مور اوغلام په شتون کې  د قاسم د نه پیژندګلوي  ادا کاري  وکړه . قاسم هم دمارسی په دې  کارپوه شوې و نو ځکه یی  په خندا کې په ډیره ټیټه  لهجه  وویل :
« هو !  زه دهمغې ورځې داحسان  د ممنونیت په خاطر دلته حاضر شوې یم . تا  زه په همغه ورځ  په ښه وخت کې  خبر کړم  او زما دژوند په خوندي کولو کې دې راسره  مرسته وکړه ، نوې  ژوند دې  را وباښه ، چې دهغې  له پاره زه ستا د احسان ممنون  یم . اوستا له پاره  خدمت کول خپله نیک بختي  ګڼم . »
د قاسم دخبرو په اوریدو سره  مارسی   وخوزیده  او مسکۍ شوه ، «  واه ،….دا څنګه خبره ده .  ته ددومره اوږدې  مودې وروسته  زما داحسان د ممنونیت  له پاره دلته راغلې یی …… ډیره   ښه » کله چې مارسی   دا خبره وکړه نو قاسم  غلې شانته شو  اوبیا یی په مړاوي اواز سره وویل « په اصل کې ماته ستا نوم او ستا دځاې  درک  خرک  همدا نن  معلوم شو ،همدا علت  دې چې زه  دومره  ناوخته  ستاسې  په دربار کې حاضر شوی یم . »
په دې وخت کې مارتها  هملته ولاړه وه او دقاسم  د خبرو  څارنه  یی کوله . خو اوس دهغې  وهم  او بدګماني  له منځه تللې وه . داسې معلومیده  چې قاسم او مارسي  په خپلو   اداکاریو کې بریالي راوتلې و. کله چې مارسی وکتل چې  قاسم ریښتیا هم  یو ساده  سپاهی دې  نو مسکۍ شوه  او ویی ویل :
« سهی ده  ، هیڅ خبره نه شته ، مونږ دومره ناوخته هم  ستا  شکریه او ممنونیت  منو . تاسې کینۍ ، زه به ستا د درنښت له پاره   څه  مشروبات  راولیږم .» مارتها  په ډاډمنې لهجې سره   قاسم ته داخبره وکړه . اوبیا یی خپل حبشي غلام  له ځانه سره واخست او دکمرې څخه بیرون ووتله. مارتها  خو ولاړه  خو قاسم ته ډاډ نه و  ورپه برخه شوې . هماغه  و  چې  خپله اداکاري یی په ځاې  وساتله او مارسی ته یی وویل :
 « ګوره ! تاسې ما خپل  خادم  و ګڼئ ،  که چیرې  زه په خپل ژوند کې  ستاسې  کوم خدمت وکړاې شم  نو زما  له پاره  به ویاړ  وي .»
مارسي د شونډو  لاندې خندل او د قاسم خبرې یی اوریدې.  اوبیا یی  په ډیر ټیټ اواز  قاسم ته وویل :
« تا خو وعده  خلافي وکړه .  ځکه  چې  تا زما  د منه کولو سره سره بیا هم  زما درک  پیدا کړ ، خو زه حیرانه یم چې تاته  زما  درک  او ادرس  چا در وښود ؟»
« ما ستا مور ته ویلي دی  چې زه د شهزاده  محمد دوست یم .  او دشهزاده  څخه مې  ستا درک  تر لاسه کړ. په اصل کې ما غوښتل چې  ستا کور ته یو ځل راشم . ما غوښتل ستا دمور سره ووینم او ورسره  لیدنه وکړم»
قاسم د مارسي  سر خپل ځانته  رانزدې کړې او په غوږ کی  یی ورته  څه خبره وکړه ، د قاسم خبره د مارسي  په  غوږونو کې  انګازې کولې او د هغې ذهن کې ورکیوته . قاسم ته د مارسي دومره  را نژدې کیدل  دتعجب خبره وه . مارسی  هم  په خپل وجود کې  دیخوالې  احساس وکړ ، دهغې  دمخ  غومبرې سره شوې  و اوسترګې یی  ښکته وې .  قاسم ورته یوځل بیا وویل :
«  او له تاسره  لیدنه  هم اړینه وه ، ته که  سبا ورځ  ماته  لږ وخت  راکړې …. څه ډیرې  ضروري خبرې دې  چې له تاسره یی  کول  ډیر اړین ګڼم . »« وخت ؟ …… دورځې ؟  ……لیکن  چیرې؟ » مارسي دموم  په څیر ویلې شوه  او ویی ویل .
اوس نو هغوې دواړو  یو بل  سره  په  پټه خبرې  کولې ، قاسم ورته په ځواب کې وویل : « زما په  فکر  چې  که ته د لاله  شاهین  یادګار ته  راشې . … هلته  زړه هدیره  هم ده  ، زه به تاته   د لاله شاهین د یاردګار سره نژدې  د شاه توتو  د  ونې  لاندې  انتظار کوم .»
 په دې وخت کې د بیرون څخه دکوم کس د راتلو  پښار  تر غوږو  شو  ، اوقاسم  خپله خبره بدله کړه ، اوس  یی نوپه  لوړ اواز وویل  « ستا مور خو ډیره درنه اوسلیقمنده  ښځه  ښکاري ، زه ستا دمور  ددې کار څخه ډیر اغیزمن شوې یم .»
دقاسم  دخبرې  دکولو سره  سم خادمه  میلمستون ته را ننوتله . دهغې په لاسو کې د مشروباتو څخه ډک  پتنوس  و. دخادمې نه  لږه شیبه وروسته  مارتها هم  هغې خونې ته را ننوتله . اوس نو دلته دقاسم کار  سر ته رسیدلې و . او  د نور زیات  تم کیدو اړتیا یی نه لیدله . ځکه چې هغه دمارسی مور  له نزدې  څخه کتلې وه. اوهغه  یواځې دهمدې ښځې دکتلو له پاره دمارسې کورته راغلې و . هغه شاهي  څارګر و نوپه دې اساس یی  دسکندربیګ په لاسو  روزل شوې البانوي  کینزه  مارتها د سترګو نه شوه غورځولې . اوس نو هغه د مارتها دکور  اودهغې  د ټول کړچار په اړه پوره معلومات تر لاسه  کړې و .او دهغې په اړه یی  خپله  رایه   جوړولې شوه.
ددې نه وروسته  ، قاسم تر  لږ وخته پورې ددې خلکو سره اخوا  دیخوا خبرې کولې  اوبیایی ترې اجازه واخسته  او ولاړ .