کور / تازه خبرونه / په خوست کې ځانمرګي دپولیسو یو مشر وواژه.

په خوست کې ځانمرګي دپولیسو یو مشر وواژه.

نن سهار دخوست ولایت دتڼیو په ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي برید دپولیسو یو مشر وواژه او شپږ نور یې ټپیان کړل، دخوست ولایت امنیه قومندان محمد ایوب رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي هغه مهال ځان والوزاوه کله چې ددغې ولسوالې دپولیسو مشر دولسوالۍ ودانۍ ته ننوت.
جنرال محمد ایوب ویلي چې دغه ځانمرګي بریدکوونکي په یوه موټر کې چاودیدونکي مواد خوندي کړي وو او غوښته یې چې ځان دولسوالې ودانۍ ته ننه باسي ولې دیوه پولیس له لوري ورته د ودریدو وویل شول خو هغه باک را نه وړو او ځان یې دروازې ته ورساوه او پیښه یې را منځته کړه.