د کرکيټ د نړيوال کپ اوومه لوبه نن جنوبي افريقا له ويسټ انډيز څخه وګټله، په دغه لوبه کې چې د هند په ډهلي کې وه لومړۍ توپ وهنه ويسټ انډيز وکړه او مخالفې لوبډلې ته يې په ۴۷.۳ اوورونو کې ۲۲۳ هدف وټاکه.
د جنوبي افريقا توپ اچوونکى عمران طاهر چې په پاکستان کې زېږېدلى، ډېر ښه ولوبېدى او د ويسټ انډېز څلور لوبغاړي يې وسوځل، همدارنګه يې په ۶۰ توپونه کې يوازې ۴۱ منډې ورکړې.
د جنوبي افريقا تېز توپ اچوونکى سټين هم خواري وکړه او د ويسټ انډيز درې لوبغاړي يې وسوځول.
د ويسټ انډېز يوازنى لوبغاړى ډي ايم براو و چې تر ډېره ولاړ و او په ۹۶ توپونه کې يې ۷۳ منډې جوړې کړي. د نوموړې لوبډلې دوه ستوري لوبغاړي پولارد او کريس ګيل چې د خلکو ډېره تمه ځنې کېده په توپ وهلو کې و نه چلېدل خپله لوبډله او مينوال يې دواړه مايوسه کړل.
د جنوبى افريقا د توپ وهلو پر مهال دي ويليرز ښه ولوبېدى او ۱۰۷ منډې يې جوړې کړې او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه، نومړى د لوبې د سر سړى هم شو.
جنوبي افريقې لا اووه لوبغاړي لرل خو په ۴۲.۵ اوورونو کې يې ۲۲۳ منډې جوړې کړې او لوبه يې وګټله.
سبا به د کرکيټ د نړيوال کپ دوې لوبې ترسره شي چې د اسټراليا- نيوزيلينډ او بنګله دېش- ايرلينډ تر منځ به وي.