د تازه اقتصادي راپورونو له مخي د یوه ګېلن تیلو بیه تر سلو ډالرو زیاته سوې ده . په لیبیا کښي د ناآرامی له امله د ډیرو نورو شیانو په شمول د تیلو بازار هم د عادي حالت څخه وتلئ دئ .
د تیلو د سوداګرۍ حالت به هغه مهال نور هم کړکېچن سي، کله چي د لیبیا ناآرامي د لیبیا په شاوخوا کي نورو تیلو تولیدوونکو هیوادونو ته وغځيږي .
بشپړ اقتصادي راپورونه زیاتوي چي د یوه امریکايي ګېلن تیلو بیه ۴،۴ سلنه لوړه سوې ده، چي پر ګېلن د ۱۰۲،۴ ډالرو سره سمون خوري . ذکر سوئ ګیلن کي ۱۵۹ لیټره تېل موجود وي .
د ۲۰۰۸ زېږدیز کال د اکټوبر راهیسي دا لومړنی ځل دئ چي د تیلو بیه تر سلو ډالرو زیاته کیږي .
همداډول باید وویل سي چي د لیبیا د ناآرامی له امله هلته د تیلو په تولیدولو کښي په ورځ کي ۴۰۰۰۰۰۰ ګېلنه دتیلو کمښت رامنځته سوئ دئ .
لیبيا په ورځ کي شاوخوا ۱،۸ میلیونه ګېلنه تېل تولیدوي. د یادوني وړ ده چي لیبیا په افریقا کي تر ټولو زیات تېل تولیدوي .

لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه