څه به کړمه دا ژوندون دغه جهان
چې مې ګران هيواد په وينو کې توغړيږي
د افسوس اوښکې مې څاڅې په ګويوان
په سيالانو کې مې سترګې نه غړيږي
نه د خپل بابا په لاره باندې لاړم
نه مې وساتل حدود د پلار د کلي
د پښتون او پښتنو په نامه وياړم
دښمنان مې ورانوي ديادګار څلي
که هر څو نارې وهمه او که ژاړم
پښتانه ويده پراته دي قرار غلي
زه غفلت د پښتنو ته يم حيران
لراوبر په رڼا ورځې وژل کيږي
ډک سيندونه د اوبو راته بهيږي
زه په غاړه ورته ناست يم يمه تږی
خزانې د ملک مې نورو ته چليږي
غټې غټې ورته ګورم يمه وږی
هديرې مې د پردو په لاس ورانيږي
نه مې تريخی دی چاودلی او نه سږی
خالي نوم راباندې پروت دی د افغان
د پلرو غيرت په ما باندې شرميږي
نږدې اوه کاله مې وشول اروپا کې
خو يوه شيبه مې کور کلی هير نه دی
هميشه يمه د خپل وطن سواد کې
يو ساعت مې بې خبرۍ سره تير نه دی
دلته هيڅ شی کمبود نشته ژوند زما کې
خو مې روح پکې خوشحاله څه ډير نه دی
چې نور ووينم خوشحاله او خندان
له حيرته مې په ځان زړګې سوځيږي
خاص الخاص چې کله وينم ماشومان
چې روان وي ښوونځي ته زړه مې ژاړي
ښکلي ښکلي ښايسته لکه ګلان
خپل هيواد کې رانه هسې ښکلا غواړي
په سيالۍ زده کړې کوي پيغلې ځوانان
خپل وطن ته په خدمت کولو وياړي
مونږه پاتې يو نالوستي خوار حيران
نور کډوال پخپل علميت باندې نازيږي
افغانان ځينې خپل نوم ليکلی نه شي
بس همدا تپوس کوي که چيرې کار وي
د خپل کور پته صحيح ښوولی نه شي
وچ په وچه دلته هم بل ته په قار وي
چې کار ورکړې هغه سم کولای نه شي
په دريمه ورځ بيکاره ناست اوزګار وي
هسې رنګه مو برباد شولو ځوانان
د احتياج ژوندون پرې دلته هم تيريږي
يو خوا وينمه وصعيت د افغانانو
چې خپل کور کلی يې وسيځل پخپله
بل خوا علم او هنر د جهانيان
نر او ښځې مخکې کيږي يو له بله
پخوانی شوکت زمونږ د مشرانو
لوړ همت يې منطقه کنترولوله
چې تاريخ د افغان ووينم بيا ځان
خجالت شم خدمتګار راته ژړيږي
pathsoon_mozdoorzoy@hotmail.com