کور / سپورټي / د کرکټ دنړیوالو سیالیو له امله د پولیسو او عامو وګړو ترمنځ شخړي

د کرکټ دنړیوالو سیالیو له امله د پولیسو او عامو وګړو ترمنځ شخړي

د هندوستان د بنګلور د چیناسوامي په سټډیوم کي د ټکټ د رانیولو پر مهال د پولیسو او عامو وګړو ترمنځ شخړي رامنځته سوي دي . دا په داسي حال کښي چي په ذکر سوي سټډيوم کي د کرکټ دنړیوالو سیالیو لوبي ترسره کیږي .

د خپرو سویو ويډيويي راپورونو له مخي پولیس زیات شمېر وګړي پر پښو او ملا وهي او د سټډیوم په شاوخوا کي ډېره ګډوډي ده .

خبرونه زیاتوي چي د کرکټ د نړیوالو سیالیو د لوبو کتلو لپاره زیات شمېر خلګ د چهارشنبې راهیسي انتظار کوي . نوموړي کسان د ټکټ د کمښت له امله سخت په غصه سوي دي . د یادوني وړ ده چي د ټکټ د اخیستلو لپاره نه یوازي نن سهار وختي بلکي د پرون ماخستن راهیسي زیات شمېر وګړي انتظار کوي .

همداراز ویل کیږي چي د چیناسوامي په سټډیوم کي شاوخوا د ۴۰ زرو تنو لپاره ځای سته، په داسي حال کښي چي تقریبا د اته زرو ټکټانو د اخیستل کېدو امکانات وه .