د هند یو اوسیدونکی وایی چی دی ۳۹ میرمني، ۱۰۰ ماشومان او ۳۳ لمسیان لري.
د هند د شمال لویدیځي له میانمار سره په پرته غرنۍ پوله کې د دغه اوسیدونکي عمر ۶۶ کاله دی.
نوموړی زونا چانا نومیږي او وایې چې په دغه غرنۍ سیمه کی یی داسي یو کور جوړ کړی چی ۱۰۰ اطاقاونه لري.
دغه سړی وایی چی لا هم د نورو ښځو کولو ته لیواله دی او د ژوند ښه خاطره خو یی دا ده چی په یوه کال کی یی لس ځله واده کړی.
زونا چانا وایی چي ټولي ښځي یی په یوه کور کی ورسره ګډي اوسیږي او یوه یی هم تر اوسه نه طلاق کړي او نه مړه سوي ده .
د نوموړي ګاونډیانو رسنیو ته ویلي چی شپږ شپيته کلن دغه سړی له خپلو اتو میرمنو سره یو ځای بیدیږي او د دغه کار لپاره یی مشخص مهال ویش جوړ کړی دی.
نوموړی وایی چی لمسیان، ښځي او ماشومان یی په بیلا بیلو کوټو کی خو په یوه کور کی ژوند کوي او د ډوډۍ پر مهال ټول سره یو ځای په یوه غټ صالون کی را ټولیږي.
د دغی کورنۍ ډیری عاید له کروندو او څارویو څخه تر لاسه کیږي.
نوموړي د خپلي کورنۍ غړو ته یو مهال ویش جوړ کړی چی په هغه کي ښځي د ډوډۍ د پخلي دنده لري، لوراني د لوښو او جامو د مینځلو، کوچنۍ نجوني او هلکان د کوټو د پاکولو او نارینه بیا د څارویو او کروندو د ساتلو دندي لري.
د دغي کورنۍ د ټولو غړو شمیره ۱۶۷ تنو ته رسیږي.
ویل کیږي چی دغه کورنۍ ډیری ورځي وریځي او کچالو خوري.
د هغوي د یوي ورځي د مصرف شویو وریځو اندازه ۱۰۰ کیلو او د مصرف شویو کچالو اندازه ۶۰ کیلو چی له څه باندی اته منه سره برابریږي ته رسیږي.
د هند دغه خارق العاده مخلوق وایي چی دی ځان ډیره خوشهاله او نیک بخت احساسوي ځکه چی ډیري ښځي یی ښه پالنه کولای سي.
نوموړی دا هم وایی چی دی چمتو دی چی د خپلو ښځو شمیره ۵۰ ته ورسوي خو که د ځای له کبله ستونزي یې هواري سي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه