کور / تازه خبرونه / امریکایی سناتورانو له افغان پولیس روزونکو سره وکتل

امریکایی سناتورانو له افغان پولیس روزونکو سره وکتل

د امریکا د سنا مجلس څلورو وکیلانو د افغانستان دپولیسو له یوی اکادمۍڅخه ناڅاپي لیدنه وکړه.


رابرت کورکر، بیرنارد سندر، جوز میچین او چیرس کونس د افغان پولیسو هغه تعلیمی مرکزونه ولیدل په کومو کی چی سرتیرو ته د ترهګرو د نیولو، د مخفي ځایونو دموندلو او یو شمیر نورو برخو کې روزنه ورکول کیده.


د افغانستان د پولیسو د روزنیزي اکاډمۍ سرپرست جنرال عبدالخالق دغو امریکايي سناتورانو ته هغه پولیس ور ښکاره کړل چې څرنګه له وسلو سره یو ځای دوه ترهګرو ته ورته  جوړ سوي کسان نیسي.


امریکا اوس هڅه کوي چی د افغان ځواکونو شمیره تر بل هر وخت لوړه کړي اوپه دی موخه یی پراخي مالي سرچیني د افغان پولیسو د روزلو لپاره ځانګړي کړي دي.


دغه دولت وایی چی افغان پولیس باید وکړای سي چی د بهرنیو ځواکونو د وتلو څخه وروسته د خپل ملک چاري په سمه توګه پر مخ بوزي.