کور / تازه خبرونه / نيوزلنډ: زلزلې درنه مرګ ژوبله رسولې ده

نيوزلنډ: زلزلې درنه مرګ ژوبله رسولې ده

په نيوزرلينډهېوادکې دسختې زلزلې له امله ګڼ شمېرکسانوته مرګ ژوبله اوښتې اويوشمير ودانۍ هم نړېدلي دي .
درپوټونوله مخې دغه زلزله چې د ريخترپه کچه شپږ اعشاريه درې درجې ريکارډشوې دنوموړي هيوادپه دوهم سترښار کرايسټ چرچ کې رامنځته شوې ده.
دنيوزرلېنډهېوادچارواکي وايي ديادې زلزلې له امله تراوسه پنځه شپېته تنه مړه شوي اوګڼ شمير نورټپيان شوي دي .
دنوموړي هيواد لومړي وزير ويلي چې دپېښې په ټپيانوکې هم دزيات شمېر ټپيانو روغتيايي وضعه داندېښنې وړده او کيداى شي دمړو شوو په شمير کې ډير زياتوالى راشي .
ويل کيږي يوشمېرنوربيادنړيدلو ودانيولا ندې بندپاتې دي چې دژغورونکو ډلو لخوايي دراويستلوچارې پيل شوي
دامريکاجيولوژي پوهان وايي ددغې زلزلې مرکزڅلورکيلومتره لاندې په ځمکه کې وو.
په رارسېدلو راپورونوکې ويل شوي چې ددغې زلزلې له امله ګڼ شمېرودانۍ نړيدلي اودبريښانظام په بشپړډول له منځه تللى او په ځينوسيموکې دبريښنادشاټۍ له مله اورهم لګېدلى.
چارواکو ويلي چې ددغه زلزلې له امله نږدې درې ميلونه امريکايي ډالر زيان اوښتي .
ديادونې وړده چې دنيوزلېنډ په دوهم لوي ښار کرايست چرچ کې د تېرکال د سپټمبر مياشتې له زلزلې وروسته چې د ريختر په کچه اوه اعشاريه يو اټکل شوې وه دغه زلزله په تېرو پنځو مياشتو کې دوهمه سخته زلزله ده.