کور / تازه خبرونه / استاد رباني د پلاوي په مشرۍ ترکيې ته روان شو

استاد رباني د پلاوي په مشرۍ ترکيې ته روان شو

د سولې د عالي شورا رئيس برهان الدين رباني له يو پلاوي سره نن سهار ترکيي ته روان شو.
د سولې د عالي شورا يوې سرچينې رسنيو ته وويل، چې دغه پلاوى به د څلورو ورځو لپاره په ترکيه کې پاتې شي او هلته به د ترکيي له ولسمشر، لوموړي وزيراو نورو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
د سولې عالي شورا هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې د ټنيکښت لپاره د سيمه ايزو هېوادونو ملاتړ را خپل کړي.
په عين وخت کې د سولې د عالي شورا د سياسي بنديانو د کمېټې رييس مولوي ارسلا رحماني ويلي، د سولې عالي شورا به ګوانتنامو ته هم يو پلاوي واستوي چې له بندي طالبانو سره د سولې د پروسې لپاره د هغوى د احتمالي خلاصون په باب خبرې وکړي.
په ګوانتنامو زندان کې شاوخوا شل تنه طالب مشران بنديان دي او د افغانستان د سولې عالي شورا باور لري چې د هغوي خلاصون به مرسته وکړي چې د طالبانو مشران خبرو اترو ته تيار شي.