کور / تازه خبرونه / عراق : درامنځته سویو شخړو له امله ۷ تنه ووژل سول

عراق : درامنځته سویو شخړو له امله ۷ تنه ووژل سول

تازه راپورنه لیکي چي د عراق د موصل نومي ښار کښي د پولیسو او وسله والو ډلو تر منځ د شخړو په ترڅ کي ۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ .

تفصیلي راپورونه زیاتوي چي د له منځه تللو کسانو څخه یې درې تنه پولیس، یو وسله وال تن او درې نور یې عام وګړي وه .
د یادوني وړ ده چي د موصل ښار د عراق د ترټولو خطرناکه ښارونه څخه بلل کیږي . په دې ښار کي په تکراري ډول سره د یاغي ډلو لخوا حملې کیږي .