کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / مسؤل دولتي چارواکي باید له دندو لرې شي

مسؤل دولتي چارواکي باید له دندو لرې شي

د یوه کلي، ولسوالۍ، ولایت او هېواد د مسوولینو او چارواکو لومړۍ دنده او مسوولیت د خپلې سیمې د خلکو امنیت، د هغوی د حیا، عزت، هوساینې او د سر او مال ساتنه او د هغوي خوندیتوب دی.
خو په افغانستان کې دا هر څه بل ډول دي، ځکه په افغانستان کې زمونږ ملکي او نظامي چارواکي فکر کوي چې یوازې د خپل کور، کورنۍ د سر او مال ساتنه او هوساینه ددوي دنده ده او ملت خپله پوهېږي کار او مسوولیت يې.
دا چې په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره امنیت، سوله او ارامي خرابېږي او له منځه ځي حتا اوس خلک په دې پوهېږي او په دې عقیده دي چې د خپل ځان ساتنه باید په خپله وکړي، ځکه چې دولت او نړیواله ټولنه ددوي د امنیت او ساتنې په ساتلو او خوندیتوب کې پاتې راغلي او دولتي او نړیواله ټولنه صرف او صرف خپل خوندیتوب، هوساینه او ساتنه کوي او د ملت او هېواد په غم او کیسه کې څوک نه دی.
ښې بېلګې یې د هېواد وروستۍ پېښې دي چې په  کندهار،خوست ، ننګرهار او کندوز کې په ډېرې اسانۍ او کرارۍ سره تر سره شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره تر سره کېږي او مونږ به هرې ورځې په تېرېدو سره د خپلو مسوولینو او چارواکو د بې کفایتۍ او ناوړه مدیریت او بېغمۍ له لاسه بې ځایه او بې کوم دلیله وژل کېږو، ټپي کېږو، رټل کېږو، بې عزته کېږو، لوټل کېږو، په بمونو او راکټونو ټوټې ټوټې کېږو او…. ځکه ګناه مو دا ده چې:
۱- چې په افغانستان کې اوسېږو.
۲- افغانان یو.
۳- مسلمانان یو.
۴- د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره له دولت او نورو موسساتو او بهرنیانو سره کار کوو.
۵- د پاکستان، ایران، روسې او نورو هېوادو ګانډویانو یو.
۶- د نړیوالو او ګاونډیانو لپاره د جنګ ښه میدان یو
۷- د بې کفایته او ناوړه اداره چیان او مسوولین زمونږ چارواکي دي.
۸- مکافات او مجزات بېخې وجود نلري
په نورو هېوادونو کې چې چارواکي او مسوولین په خپلو دندو او مسوولیتونو کې پاتې راشي، نو ډېر په سړیتوب او انسانیت سره له خپلې څوکۍ او دندې څخه استعفا ورکوي او په ډېر روښانه توګه اعتراف کوي او مني چې په خپله دنده او کار کې پاتې راغلي او نه شي کولای چې د هېواد او هېوادوالو د سر او ماله ساتنه په سمه او اړينه توګه وکړي، نو د خپلې دندې او څوکۍ څخه استفاء کوي او په خپله مخه ځي.
مګر افسوس چې زمونږ ملکي او نظامي چاروکي په ډېرې بې شرمۍ او بې غیرتۍ سره له دې چې په خپلو دندو او مسوولیتونو کې د هرې ورځې په تېرېدو سره پاتې راځي بیا هم د خپلو شخصي ګټو لپاره له خپلو دندو او مسوولیتونو ځینې استعفاء څه چې تر مرګه یې هم ځینې نه تېرېږي او فکر کوي چې دغه څوکۍ او مقامونه ددوي میراث دي.
په ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار د مخابراتو څلور لارې او د ولایت مقام او شاهي ماڼۍ ته جوخت چې د کابل بانک پر ودانۍ د تېرې ورځې ډله ییزه وژنه په رڼا ورځ تر سره شوه هېڅکله هم د بخښلو وړ نه ده، پر دې ورځ تر ۴۰ زیات بېچاره افغانان مړه شول او تر ۷۰ زیات یې ټپیان شول، چې که تاسې د جلال اباد ښار ته لاړ شي نو نژدې له هر کوره د چغو، فریادونو او نارو اوازونه پورته کېږي، نژدې په هر جومات کې فاتحه اخستل کېږي، چې ډېر ځورونکې او دردونکې ده.
دا پېښه د ننګرهار ولایت د چارواکو او مسوولینو بې کفایتي او عدم توجه او پاملرنه له ورایه ښکاره کوي، ځکه چې دغه پېښه ددوی د بې کفایتۍ او ډېر کمزورې مدیریت ثابتوي، د ننګرهار شاهي ماڼۍ یوازې د بې ځایه جلسو، خبرواترو، ټوکو ټکالو، سندریز بنډارونو، ګډاګانو او نڅاوو، د پستو، بادامونود عیش او عشرت ځایه نه بلکې د دغې ولایت د سولې، ارامۍ، د خلکو د هوساینې، د هغوی د سر او مال د ساتلو لپاره پکې دولتي چارواکي باید شپه او ورځ نه ستړې کیدونکي کار وکړي.
مګر افسوس چې شهر ناپرسان دي د ماڼۍ د باندې خلک په رڼا ورځ وژل کېږي، ټپیان کېږي او ځورول کېږي، او د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې چارواکي لاس پر زنه ناست دي، افسوس صد افسوس زمونږ پر ملت او هېوادوالو چې داسې بې کفایته چارواکي لري.
د یادونې وړه چې د ننګرهار، کندهار او کندوز والي صاحبان، امنیتي چارواکي او نور مسوولین دې باید ژر تر ژره استعفاء ورکړي او پر دې، دې اعتراف وکړي چې دوي نور ددې خاورې او ملت د سر او مال په ساتلو او خوندیتوب کې پاتې راغلي او په سړیتوب سره استعفاء کوي او هېوادوال هم د افغانستان له ښاغلي ولسمشرڅخه په ډېرې عاجزۍ او امیدوارۍ غوښتنه او زارۍ کوي چې د خداي لپاره لومړۍ د ننګرهار، کندهار، کابل او کندوز بې کفایته چارواکي له دندو ګوښه کړ‌ئ حتا د ددغو ناخوالو او وروستیو پېښو د سپیناوۍ لپاره باید ملت ته ځواب ووايي.
ځکه چې ددوي د همدغه بې کفایتۍ او ناوړه ادارې له امله نن زمونږ بسته ولایتونه د غم پر ټغر ناست دي، څوک ژاړي، څوک د کورنۍ خواږه غړي په ډله ییزه توګه خښوي، څوک بې پلاره شو، څوک بې زویه، څوک بې وروره، څوک ….. او که تاسې د ننګرهار ولایت په ځانګړې توګه د جلال اباد، کندهار ښار او امام صاحب ولسوالۍ ته سر ور ښکاره کړئ، نو تاسې به یوازې او یوازې د ویر، غم، ژړا، اسویلو او چغو اوازونه زمونږ د چارواکو د بې کفایتۍ د لاسه واورۍ او له دوي سره به د دوي په غم غمجن شي.
افغانان نه پوهېږي چې ولې د هېواد ښاغلي مشر غلی ناست دي او دا هر څه په رڼو سترګو ګوري او د مسوولینو بې کفایتۍ ته کلک او غاښ ماتوونکي ځواب نه وايې، ولې له دوی نه پوښتنه نه کوي؟ ولې ….؟
اوس ټولو افغانانو ته جوته شوې ده چې په افغانستان کې نه مکافات شته او نه مجازات، نو ځکه نه د ملت او د نه خاوري په ساتلو او خوندیتوب کې زمونږ مسوولین پاملرنه نه کوي، بلکې بې غمه خپل خوبونه وهي او خپل شخصي ګټو ته پاملرنه کوي.