ويل کيږي چي د امریکې متحده ایالاتو له پنځو زرو نه زیات د استخباراتو مامورین په عربي هیوادو کښې خای په ځای کړي دي . دامامورین په بیلابیلو وهمي شرکتونو او موسسو کښې په کار کمارل شوي او یو شمیر نور یې د امریکې په سفارتونو کې دنده تر سره کوي . ددوي اصلي دنده داده چې په عربي هیوادو کښې بې نظمي او تشنج پیدا او خلک پاڅون ته وهڅوي تر څو موجوده نظامونه له پښو ولویږي.
امریکې دغه استراتیژی د ۲۰۰۱ کال د سبتامبر د ۱۱ نيټې نه پس جوړه کړې ده. ددې ستراتیژۍ په اساس له دې نه پس د امریکې لپاره دعربي هیوادوهغه ولسمشران اهمیت او ارزښت نه لري چې امریکې ته وفادار دي او هر فرمایش يې پر ځای کوي . امریکه په دې پوهیږي چې په عربي هیوادو کښې خلک له خپلو نظامونو څخه راضي نه دي نو ځکه امریکه کوشش کوي چې په دې هیوادونو کښې په نوم دیموکراسي راشي. امریکې دا ستراتیژي ددې لپاره جوړه کړې ده چې په عربي هیوادو کښې د دیموکراسۍ له راتللو سره امنییت او استقرار له منځه لاړه شي او ستونزې او کډوډي پیدا شي. له بلې خوا امریکه پوهیږي چې په عربي او اسلامي هیوادو کښې د اسلامي سخت دریزه حزبونو او د القاعدې د تنظیم اغیز موجود دی ، خواخوږي او پلویان هم لري نو که دا اسلامي احزاب قدرت ته هم ورسي نو دوي به په خپلو هیوادو کې له ډول ډول اقتصادي ، سیاسي او امنیتي ستونزو سره مخامخ شي او بیا به ونه شي کړای چې په امریکا او اروپا کښې تخریبي اعمالو ته لاس واچوي.
امریکا پوهیږي چې په مصر کښې اخوان المسلمین ډیر قوت لري او د امریکې په ضد په ډیرو تخریبي اعمالو کښې لاس لري ، اوس که چیرې اخوان المسلمین قدرت ته ورسي نو دا حکومت به د دولت دارۍ په چارو کښې له دومره ستونزو سره مخامخ شی چې بیا به دې ته وخت هم ونه لري چې د امریکې یا اروپا په ضد د ارهابي اعمالو د سرته رسولو فکر وکړي.
د عربي نظامونو د نسکورولو په موخه د الجزیرې تلویزیون ډیر ستر رول لوبوي ، واشنکتڼ د الجزیرې ددې ستر رول څخه چې لوبوي یې ، راضي او خوشحاله ښکاري.
همدا د الجزیرې د تلویزیون رول دی چې د عربي هیوادو نظامونه یو په بل پسې نسکوریږي.
د تونس جمهور رئیس خپلو استخباراتو ته اجازه ورکړې وه چې ټول استخباراتي معلومات د سي ای ای په خدمت کې کیږدي ، خو سره له دې بیا هم ددوو هفتو په موده کښې د تونس جمهور رئیس زین العابدین له قدرت څخه ولوید ، دا ځکه چې امریکې دده له حمایت څخه لاس واخیست او حتی هغه ته یې سیاسی پناه هم ورنکړه.
حسني مبارک ۳۰ کاله د امریکې خدمت وکړ ، هغه د امریکې یو نږدې دوست او متحد ؤ . هغه ۳۰ کاله دمخه د امریکې په غوښتنه له اسرائیل سره د کام دیوید موافقت نامه لاس لیک کړه ، هغه د عراق په ضد په جکړه کې د امریکې ملګری شو ، سره له دې بیا هم امریکې د مظاهرچیانو څخه دفاع وکړه او همدا وجه وه چې د مصر خلک تشویق شول او دا جرئت یې وکړ چې د یو دیکتاتور په مقابل کې را پاڅیږي او د هغه مستبد نظام په ډیر لږ وخت کښې نسکور کړي. د مصر جمهور رئیس پوه شوی ؤ چې نور يې امریکه تر شاه ولاړه نه ده نو مجبور شو چې په هلیکوبتر کې سپور او مخ په شرم شیخ روان شي.
د امریکې یوه استازي له حسني مبارک سره د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې ولیدل او له ده یې وغوښتل چې له قدرت څخه لاس واخلي . له دغه ملاقات څخه یوه اونۍ پس نوموړي د قدرت څخه د لاس اخستلو تصمیم ونیو . حسني مبارک دا احساس وکړ چې په ده باندې هم د ایران د شاهنشاه لوبه کیږي . د ایران له شاهنشاه سره هم د امریکې سفیر ملاقات کړی ؤ او ورته یې ویلي وو چې « ته نه شې کولای چې سړکونو ته راوتلي خلک غلي کړې نو بهتره ده چې قدرت پریږدې او خارج ته لاړ شې«
د امریکې د نوې ستراتیژۍ په اساس ټول هغه د عربي هیوا دو مشران چې امریکې ته وفادار دي باید له منځه لاړ شي تر څو په دې هیوادو کې په نوم دیموکراسي راشي. امریکه په دې پوهیږي چې په عربي هیوادو کښې دیموکراسي د ګډوډۍ او عدم استقرار معنی ورکوي او دداسې دیموکراسۍ په موجودیت کښې اسلامي ډلې وده کوي او له دې سره نورپه لس هاؤ کمونستي او لیبرال حزبونه هم رسمیت کوي او کله چې د حزبونو شمیر ډیر شي نو دا پخپله د کډوډۍ سبب کیږي. .
امریکه په دې پوهیږي چې اسلامي ډلې کله چې قدرت ته ورسي نو دومره به په کورنیو ستونزو کښې راکیر او ډوب شي چې بیا به د واشنکتن مرستو ته محتاج وي ، په عربي هیوادو کښې له اردو سره امریکايې وسلې دي نو ددې وسلو د پرزه جاتو د لاس ته راوړلو دپاره به دوي خامخا امریکې ته د مرستې لاس اوږدوي. امریکه اصلا غواړي چې دا اسلامي ډلې قدرت ته ورسي ترڅو د خپلو هیوادو په داخلي ستونزو کې غرق او بیا په پایله کې د دوي او د خلکو ترمنځ تصادمات پیدا شی . همداشان د امریکې بل هدف دا دی چې امریکه د سخت دریزو اسلامي ډلو او القاعدې له ترورستي حملو څخه په امان کې پاتې شي.
د سري معلوماتو له مخې امریکې خپل د استخباراتو پنځه زره تنه په عربي هیوادو کښې ځای په ځای کړي دي ، دغو کسانو په عربي هیوادو کښې د کډوډۍ او د خلکو د پاڅونونو لپاره پلانونه جوړکړي دي ، ددې کارڅخه یو مهم هدف دادی چې د اسلامي سخت دریځو ډلو او مجاهدینو توجه له واشنکتن ، لندن او نورو اروپايي ښارنو څخه د عربي هیوادو ښارونو ته وګرځي او له دې سره په عربي نړۍ کښې ۲۸۰ ملیونه سني مسلمانان چې په خپلو هیوادو کې د اسلامي نظامونو د راتلو او د شرعیت د تطبیق غوښتونکي دي ، له اقتصادي سختو ستونزو سره مخامخ شي ، او بیا کله له اقتصادي ستونزو څخه ځان د خلاصولو به خاطر به محبور شی چې دواشنکتن دروازې وټکوي او مرسته وغواړي.واشنکتن په حقیقت کې د هغې ورځې انتظار باسي چې په عربي هیوادو کې د ۲۸۰ ملیونو سنیانو تر منځ شخړې او کډوډي منځ ته راشي.
اسرائيل ته کټه:
د امریکې له نوې استراتیژۍ څخه د امریکې په نسبت اسرائیلو ته ډیره فائده رسیږي. اسرائیل هم په دې پوهیږي چې په عربي هیوادو کښې د دیموکراسۍ تطبیق مشکل کار دی او که تطبیق هم شی نو لږ تر لږه لس کاله وخت غواړي .
کله چې په عربي هیوادو کښې اسلامي سخت دریزه نظامونه منځ ته راشی نو بیا به امریکا د دغو هیوادو پروازونو ته د امریکې په هوايي ډکرونو کښې د کیناستو اجازه نه ورکوي او همداشان به امریکا له اروپايي ټولنې څخه هم وغواړي چې ورته اقدامات وکړي. امریکه به بیا په دغو هیوادو تجارتي بندیزونه هم ولکوي او په دې شان به دغه هیوادونه له ډول ډول اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخامخ کړي.
امریکا پوهیږي چې په عربي او اسلامي هیوادو کې د دیکتاتوري نظامونو ړنکیدل اود نمایشي دیموکراتیک نظامونو راتلل به امریکې ته اقتصادي فائده ورسوي. که دا ستراتیژي کامیابه شي نو امریکه به د نړۍ ۵۰٪ پطرولو باندې لاس رسی پیدا کړي. نو خبره ټوله د اقتصادي منافعو ده ، هیله ده چې اسلامي او عربي هیوادونه به خپلو خپلو ګټو ته متوجه شي او هیله ده چې ددې هیوادو ولسونه به داسې حکومتونه منځ ته راولي چې د دوي ګټې په نظر کې ونیسي او داسې سیاستونه غوره کړي چې ولسونو ته تاوان ونه رسیږي.
دا هیله هم کوو چې امریکه او نورد اروپايي هیوادو حکومتونه به د اسلامي او عربي هیوادونو له ولسونو سره جفا ونکړي او هغه څه به وکړي چې دې ولسونو ته زیان او تاوان ونه رسي. خلک په اسلامي او عربي هیوادونو کښې د مستبدو او دیکاتوري نظامونو د له منځه تلل غواړي خو پر ځای یې داسې نظامونه غواړي چې د خلکو دپاره د شر مصدر نه شی بلکې خلکو ته په واقعي ډول په اخلاص سره خدمت وکړي.
امریکه او نور غربي هیوادونه که غواړي چې د عربي او اسلامي هیوادونو د ولسونو په زړونو کښې خای پیدا کړي نو ښايي چې داسې ستراتیژي جوړه او غوره کړي چې د هغې له مخې خلکو ته د تاوان په ځای فائده ورسي .
ما علینا الا البلاغ