کور / تازه خبرونه / کندهار : دکرکټ شل توپيزي سيالۍ پای ته ورسيدې

کندهار : دکرکټ شل توپيزي سيالۍ پای ته ورسيدې

هغه ټورنمنټ چی د سټریټ کرکټ یا دکوڅو کرکټ په نامه یادیږی او دځوانانو لپاره ډیرد ذوق ا و علاقه وړدی په کندهار کی دلوبی سپورټی او روزنیزی موسسی لخوا پیل سوی و تیره ورځ پای ته ورسیدی.

د ا سیالی دکندها رولایت د ۱۲ لوبډلو لپاره د لوبی دسپورټی او روزنیزی موسسی لخوا په پلان کی وی چی د اته ورځی روزنی وروسته به دځوانانو د تفریح او ذوق په موخه ترسره سی.

په دی سیالیو کی هره لوبډله به شل توپه لوبوی او هر څو چی کولای زیاتی منډو هدف به مخالفی لوبډلی ته ټاکی، د دی ټورنمنټ پای لوبی ته دکندها رولایت دخپلواک او روشن لوبډلی لاره پیداکړه.

د روشن لوبډلی پچه وګټله او لومړی یی د توپ وهلو پریکړه وکړه چی دوی وتوانیده چی دخپلواک لوبډلی لپاره دوه دیرش منډو هدف وټاکی. دخپلواک لوبډلی مقرر هدف په اتلس توپو ترلاسه کړه او دا پای لوبه یی وګټل. دخپلواک لوبډلی تکړه لوبغاړی سردارولی دسیالیو غوره لوبغاړی وبلل سو.

دپروګرام په پای کی پرلوبغاړو دلوبی سپورټی او روزنیزی موسسی لخوا برابر سوی جایزی تقسیم کړل سوی .