د نیوزیلېنډ د “کریسټچرچ” نومي ښار کښي د زلزلې له امله لږ تر لږه ۶۵ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ . ویل کیږي، چي د مړو شمېره کېدائ سي نوره هم زیاته سي .
نوموړې زلزله د ریختر په مقیاس ۶،۳ درجې بلل سوې ده. د ذکر سوي زلزلې له امله د مرګژوبلي سره ترڅنګ د نیوزیلېنډ په په لوی ښار کریسټچرچ کي سخت مالي زیان هم اوښتئ دئ; زیات شمېر تعمیرونه وران سوي او په ځینو ځایونو کي اورونه هم بل سوي دي.
د “کریسټچرچ” د ښاروال پارکر په وینا د ښار په مرکزي ساحه کښي په شپږو بیلابیلو ځایونو کي په سلګونو کسان تر ورانو سویو تعمیرونو لاندي پراته دي .
راپورونه زیاتوي چي ژغورنکي ډلو ټوله شپه خپلي هلي ځلي کولې او کوي یې، ترڅو زیات شمېر عام وګړي وژغوري .
کریسټچرچ د نیوزیلېنډ په جنوبي جزیره کښي موقعیت لري . دغه ښار د نیوزیلېنډ د مشهوره او لوی ښارونو څخه شمېرل کیږي، چي ۳۸۰۰۰۰ تنه ژوندپکښي کوي .