کور / تازه خبرونه / بهرنيو ځواکونو په کونړ کي دوه افغان خبريالان نيولي دي

بهرنيو ځواکونو په کونړ کي دوه افغان خبريالان نيولي دي

راپورونه وايي چي بهرنيو ځواکونو پرون دوه افغان خبريالان پر داسي مهال نيولي او له ځان سره بېولي چي پرون يې د دې ولايت په غازي آباد ولسوالي کي د ولسي مرګ ژوبلي په باب راپورونه چمتو کول.
په نيول سويو کسانو کي د الجزيرې تلوېزون خبريال سيد عبدالله نظامي او د سلام وطندار راډيو خبريال ذبيح الله غازي شامل دي.
ايتلافي ځواکونو په دې باب تر اوسه څه نه دي ويلي، خو د کونړ په باب د بهرنيو ځواکونو له نننيو څرګندونو څخه داسي ښکاري چي دوى نه غوښتل د ولسي مرګ ژوبلي په اړه رسنۍ خبري سي.