د کونړ ولايت د غازي اباد ولسوالۍ د تېرې ورځې د عملياتو د رپورټ ټولوونې په وخت د ختيزو سيمو دوه تنه فعال خبريالان سيد عبدالله نظامي د الجزيره تلويزيون خبريال او ذبيح الله غازي د سلام وطندار او افغان تلويزيون خبريال او د ننګرهار رسنيو کور مخکينى همکار، د ائتلافي ځواکونو له خوا نيول شوي دي.
موږ ته ددغو دوو تنو خبريالانو دنيونې څرنګوالى نه دى معلوم، خو دا که په هرنامه نيول کېږي، د خپلواک ژورنالېزم د پراختيا او د بيان د خپلواکۍ پر سر يې يو ګوزار بولو.
ننګرهار د رسنيزکور په کونړ کې له مېشتو ائتلافي ځواکونو او د افغان دولت له امنيتي ادارو نه غواړي، چې دواړه نيول شوي خبريالان ژر خلاص کړي.
د افغانستان پر خبريالانو او رسنيزو ټولنو هم غږ کوو، چې ددغه خبريالانو د ژر خلاصون لپاره زموږ له غږ سره خپل غږ په ګډه پورته کړي
په درنښت
ننګرهار رسنيز کور
ميديوتيک افغانستان
جلال اباد