د افغانستان د اسلامي حزب له خوا په کونړ او ننګرهار کي د ايتلافي ځواکونو د عملياتو پر مهال وروستۍ ولسي مرګ ژوبله په سختو الفاظو غندل سوې ده.
د اسلامي حزب د اروپا له څانګي خپره سوې خبر پاڼه وايي د لسګونو بې ګناه انسانانو او په هوايي بمبارۍ کي د يوې مکملي کورنۍ وژل د امريکايي او ناټو د اشغالګرانو آخري وحشت په ډاګه کوي.
په خبر پاڼه کي د افغانستان حکومت پړ بلل سوى چي د خپلو اتباعو په ساتنه کي پاته راغلى او ناټو ته د خپل ولس د ساتني په باب هيڅ نسي ويلاى.
خبرپاڼه په پاى کي افغانانو ته ډاډ ورکوي چي اسلامي حزب يې د هيواد د خپلواکۍ او د منتخب حکومت په جوړولو کي ترڅنګ ولاړ دى.