دغزني ولايت دکډوالو اوبيرته راستنيدونکوچارو رياست چارواکي وايي وروسته له دي هيڅوک ددغه ولايت دکډوالو په ښارګوټې کې دپلورلو او اخيستلو حق نه لري .
دنوموړي ولايت دکډوالو چارو رياست وايي دولسمشرحامدکرزي ديوسلو څلورم فرمان له مخې هيڅوک تر راتلوونکي لسو کلونو پوري ددغه ولايت دکډوالو په ښارګوټي کې دځمکودخرڅلاو حق نه لري .
نوموړى ټينګار کوي ددغه فرمان له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي .
دا په داسې حال کې ده چې دغزني دکډوالو په ښارګوټې کې ميشت اوسيدونکي دښوونځيو او روغتونونو له نشتوالى شکايت کوي او له چارواکو ددغه ښارګوټي دپراختيا غوښتونکي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه