کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کړنلاره که تګلاره ؟

کړنلاره که تګلاره ؟

د هیواد دا اخیرنی څلور پنځه لسیزی لکه څنګه چی د راز راز ډراماتیکو سیاسی پیښو نه ډک ول ، همدارنګه یی د پښتو او دری ژبو و سیاسی ادبیاتو ته هم د یو لړ نوو اصطلاحاتو و راوستلو ته لاره پرانیستل او ډیری نوی سیاسی اصطلاح ګانی چی لدی نه وړاندی یی دومره چلند نه درلود ، را مخته کړی . په سیاسی ادبیاتو کی ډا ډول نوښتونه تر لویه بریده په ځانګړی ډول د محمد ظاهر شاه د سلطنت په وروستیو لسو کلنو کی چی دا دوره د دموکراسۍ د لسیزی پنامه یاده شوی ده ، منځته راغلی دی . پدی لسیزه کی د نوی اساسی قانون پر بنسټ یو نسبتا زیات شمیر سیاسی جوړښتونو نړۍ ته سترګی پرانیستی چی اکثرو یی لا په ډیر ماشومتوب کی ددی فانی نړۍ سره خدای په امانی وکړه او ځینو نورو یی و کولای شول چی د بلوغ سن ته ځانونه ور نژدی کړی . که څه هم یوه لا ددغو نه د پوره بلوغ مزه و نه کتل ، خو که چیری د خلق دموکراتیک ګوند سیاسی واک ترلاسه کړی نه وای او دخپلی مرامنامی سره یی سم سیاسی مبارزی ته دوام ورکړی وای ، دا چانس یی درلود چی د سیاسی بلوغ مزه و څکی .


       د مرامنامی او اساسنامی د اصطلاح ګانو کارولوهم د دموکراسۍ د لسیزی را پدی خوا په سیاسی ادبیاتو کی دیر رواج موندلی دی . ددی لیکنی نه می موخه دا نده چی د دومره اوږدو کلونو وروسته لوستونکو ته سیاسی درس ورکړم او دغه اصطلاح ګانی ورته تشریح کړم . د لیکنی اصلی موخه داده چی ددغو دواړو اصطلاح ګانو د پښتو انډول د اوسنی کارونی د پرځای والی او بیځای والی په هکله په څو لنډو کرښو کی دا خبره د لوستونکو سره یو ځای وڅیړم .


       د مرامنامی د پاره اوسنۍ پښتو انډول چی سیاسی ګوندونه تری ډیر کار اخلی هغه کړنلاره او د اساسنامی د پاره یی تګلاره غوره کړی ده . خو سوال دادی چی ایا دغه پښتو انډول شوی اصطلاح ګانی پر ځای کارول کیږی او که بیځایه . داخبره می د ډیرو کلونو راهیسی د فکر پر اسمان د اوریځو پشان ګرځی راګرځی او کله ناکله خو می لا د ځینو سیاسی ګوندونو د مسئولو کسانو سره یاده کړی هم ده ، خو هغوی لکه د سیاست په نورو برخو د عادت له مخی د پخوا پشان پر هغه پخوانۍ لاره په پټو سترګو روان دی او هیڅ ډول نوښت ته لا تر اوسه تیار نه بریښی .


       یوه ورځ می محترم استاد پوهاند مجاور احمد زیار صاحب ته چی د کره او معیاری پښتو د پاره ډیر زیار کاږی ، تلیفون و کړ او تری نه می و پوښتل چی د کړنلاری او تګلاری اصطلاح ګانی چا او کله پښتو ته ور دننه کړی دی . ده راته وویل چی نژدی ۳۵ کاله پخوا کله چی موږ په پښتو ټولنه کی پدی هکله غور کاوه چی څنګه به و کړای شو د پښتو ژبی پر اوږو باندی د عربی اصطلاح ګانو بار تر یوی کچی را سپک کړو . پدغه وخت کی د نورو اصطلاح ګانو تر څنګ لکه شکیلاک ( استعمار ) او زبیښاک ( استثمار ) ، د مرامنامی د پاره کړنلاره او د اساسنامی د پاره تګلاره د ښاغلی حبیب الله رفیع لخوا را وړاندی شوی چی زماهم خوښی او ورسره تائید می کړی ، د هغه را وروسته دادی تر اوسه پوری دا اصطلاح ګانی په بشپړه پیمانه کارول کیږی .


         ما ورته پدی اړوند خپل نظر داسی څرګند کړ : مرامنامه ، برنامه او خط مشی په یوه مانا او ورته مفهوم کارول کیږی . خط مشی بیا د عربی ( خط المشی ) څخه دری شوی اصطلاح ده چی ( خط ) یی د مسیر ، لین او ( لاری ) مانا ورکوی . دویمه برخه یی یانی ( المشی ) بیا د ( پلی تګ یا تللو ) مانا لری چی پدی توګه خط مشی په پښتو کی د تللولاره یا (تګلاره ) سره انډول کیږی او دا شی هم هغه برنامه یا مرامنامه ده ، نه اساسنامه . اساسنامه چی هلته د یوه سیاسی یا ټولنیز سازمان تشکیلاتی ( جوړښتی ) ځانګړتیاوی په ګوته کیږی ، د خط مشی یا ( تګلاری ) سره په هیڅ ډول که هر څومره کوښښ هم وکړو ، اړخ نه لګوی ، هیڅ ډول ورته والی او انډول توب ورسره پیدا کولای نشی .


        محترم زیار صاحب زما څرګندونی په غور سره وارویدی او په قناعت کولو سره د چا خبره پر شا و ټکولم . دده وویل چی رښتیا هم باید تګلاره د مرامنامی د پاره غوره شوی وای ، خو هغه وخت هیڅوک هم و دی خبری ته متوجه نشو او اوس دا ګویا یوه پر ځای او منل شوی اصطلاح ګڼل کیږی ، مګر و سمون ته اړتیا لری . ده راته وویل چی دی اوس د پښتو پر یوه نوی قاموس کار کوی او وعده یی وکړه چی دا تیروتنه په حتما هلته سمه کړی . مګر تر هغه وخته پوری پدی موخه چی تګلاره په نوی مانا سره دود شی ، باید هر چاته چی ددغو اصطلاح ګانو د کارولو سره سروکار لری ، ورسول شی اوهغوی باید پدی خبره پوه  کړل شی چی د تګلاری سره د یوی مودی د پاره په قوسونو ( ) کی مرامنامه او د کړنلاری سره اساسنامه و لیکی .


       زه خو دادی د استاد د سپارښت سره سم ددغی لیکنی د لاری داخبره د اړوندو کسانو تر غوږونو پوری رسوم ، مګر زه پخپله د اساسنامی د پاره هم کړنلاره یوه په زړه پوری او په ټوله مانا انډوله او مناسبه اصطلاح نه بولم . داځکه چی ( کړنلاره ) دیوه سازمان د جوړښتی ځانګړتیاوو ښودلوته د لغات او ریښو له مخی مناسبه اصطلاح نه ښکاری . داچی اساسنامه د سازمان جوړښتی پرنسیپونه په ګوته کوی او باید په پښتو کی هم داسی یوه اصطلاح ورته وکارول شی لکه ( جوړښتیاوی ، جوړښتلاره ، بنسټونه ) او یا کوم بل شی چی له مخی یی هدف په ګوته او له ورایه د څرګندیدو وړ وی .


     دا خبره هم د یادوونی وړ ده چی تر اوسه پوری یوازی سیاسی ګوندی دی چی لکه د خپل کار په نورو برخو کی ، پدی هکله هم د نووښتونو سره جوړتیا نلری . که ټول پښتو انټرنیټی سایټونه را پرانیزو ، وبه وینو چی هلته په فهرست کی دوی د خپل سایټ مرام د تګلاری پنامه یاد کړی او تشریح کړیدی . نورو نوښتګرو لیکوالانو هم د تګلاری اصطلاح د مرام او کاری پروګرام په مانا کارولی ده ، د بیلګی په توګه : « د افغانستان په هکله د اوباما نوی تګلاره » ، « په ټولټاکنو کی حامد کرزی خپله راتلونکی تګلاره په نوی بڼه وړاندی کړه » او دا ډول بیشمیره نوری بیلګی شته چی هلته تګلاره د مرام او موخی په مفهوم کارول شویده .


       خدای دی وکړی چی محترم زیار صاحب دا لیکنه ولولی ، که چیری زما او دده دتلیفونی خبرو څخه ځینی ټکی زما څخه هیر ، زیات یا کم او یاهم ګډوډ شوی وی ، هیله ده هغه راته سم او پدی اړوند په ټولیز ډول لا زیاته رڼا پری واچوی . باور لرم چی دده څرګندونی زما په پرتله پدغه باره کی ډیر دروند وزن لری ځکه چی زه یو معدن پیژندونکی متخصص یم او دی په ژبپوهنه کی د ډیری لوړی ډګری درلودونکی متخصص دی. تر ټولو به لا ښه دا وای چی محترم حبیب الله رفیع هم دا لیکنه لوستی وای او خپل نظر یی پدی اړه څرګند کړی وای . که بل کوم محترم وطنوال ددغی څانګی ماهر متخصص د لوړو څرګندونو په وړاندی د تائید او یا رد د پاره لا نور دلایل ولری ، د هغوی څخه هم په درناوۍ سره هیله کوم چی میډیا ته یی را وباسی او یا یی پدغه ایمیل ( nawzhm@yahoo.dk ) را ولیږی .


     غواړم د فرصت نه په ګټی اخیستلو سره د اوسنی راجستر شوو ګوندونو د تګلارو ( مرامنامو ) په اړه هم څو کرښی یادوونه وکړم :


      د هغو راجستر شوو ګوندونو تګلاری چی په یوه یا بل ډول زما پلاس راغلی دی ، هغه می ځیر سره لوستی دی . د خدای د حق خبره خو داده چی ډیری می خوښی شوی ندی ، داځکه چی نه یی منځپانګه ( متن ) د نن ورځی غوښتنی څرګندولی او نه یی بڼه د ژبنی ځانګړتیاوو سره سم چی دا ډول یو مهم سند باید په لوړو ادبیاتو باندی ولیکل شی ، سمون درلود . د بیلګی په توګه دهغو ګوندونو تګلاری چی د خلق دموکراتیک ګوند جزیری ګڼل کیږی ، ان د نوموړی ګوند د هغی مرامنامی په پرتله چی نژدی ۴۵ کاله پخوا په ۱۹۶۶ کال د خلق د جریدی په لومړی ګڼه کی نشر شوه ، د منځپانګی او بڼی له مخی د سیالی وړتیا نلری ( په هغه وخت کی ددی سازمان ټول غړی تر ۵۰۰ تنو لږ وو ). په هغه مرام کی د وخت نژدی ټولو غوښتنو غبرګون موندلی وو او په لوړو ادبیاتو سره لیکل شوی وو . داچی د واک د ترلاسه کولو وروسته پاملرنه ورته و نه شوه ، زما په اند دا یوه لویه تیروتنه وه . دشوروی تر شکیلاک وروسته خو اصلا دموکراتیکو پرنسیپونو او دهغه وخت برناموی غوښتنو خپل مفهوم د لاسه ورکړی وو ، په پیل کی د یوی سوسیالستی ټولنی د جوړیدو د پاره تیارۍ نیول کیدی او په وروستیو کلونو کی د افراط تر کچی ښۍ خواته روان ول .


       د اوسنی ګوندونو د برناموی نیمګړتیاوو تر ټولو لوی لامل زه پدی وینم چی دا برنامی یوازی د یوه اویا هم ندرتا د یو دوو تنو د فکر زیږنده ده . د یوه سیاسی ګوند مرامنامه تر ټولو مهم سند دی چی له مخی یی سیال ګوندونه یو له بله سره پرتله کیږی . هغه برنامه چی په سیاسی ډګر کی د سیالی وړتیا و نه لری ، اړوند ګوند به تل مخ پر کښته روان او په سیاست کی به هیڅکله هم کومه لاسته راوړنه ونلری . سیاسی برنامه باید د یوی داسی پیاوړی ډلی ( کمیسیون ) په مټ جوړه شی چی د برنامی هر برخه ( سیاسی ، اقتصادی ، اجتماعی او نور ) د اړوندو چارو د ماهرانو له خوا ولیکل شی . وروسته باید دګوندی سازمانونو نظر غوښتنی ته وړاندی او یوار بیا د نوموړی کمیسیون لخوا غور ور باندی وشی . لدی نه وروسته و یوه ادیب ته سپارل کیږی چی تر وسه وسه یی په ستندرد ژبه او ښکلیوادبیاتو ولیکی او په پای کی باید په حقوقی چارو کی کوم بلد څوک هغه په حقوقی ژبه واړوی . دا حتمی نده چی د ګوند په مشرتابه کی به دا ټول متخصصان غړیتوب ولری . پدی کار کی کیدلای شی د نورو کادرونو او ان د ګوند د مینه والو څخه هم مرسته وغوښتل شی او ان کیدلای شی د حق الزحمی په مقابل کی دا کار د هغوی په مټ تر سره شی ، مګر د کمزوری برنامی درلودل په هره بهانه چی وی ، د یوه سیاسی ګوند په ګټه ندی او اړوند ګوند د نورو سیالو ګوندونو په وړاندی کمزورۍ ښئی . داخبره می و یوه ځانګړی ګوند ته ګوتنیونه نده بلکه په ټولیز ډول وهغو ټکیو ته د سیاسی ګوندونو پام را اړول غواړم چی ددوی دسیاسی وړتیاوو په جګولو کی اړین توکی دی .


                                       که کعبی که بتخانی ته تګ و پوی کړم
                                       زما بی د یار له مخه مقصود نشته


                                                                            ( حمید ماشوخیل )