کور / تازه خبرونه / ولسمشر د کونړ ملکي مرګ ژوبله وغندله

ولسمشر د کونړ ملکي مرګ ژوبله وغندله

ولسمشرحامدکرزې په کونړولايت کې دپنځوسو ملکي وګړومرګ ژوبله په کلکه غندلې ده،اوپه دې اړه يي يوپلاوى ټاکلى څو په دې اړه پلټنې وکړي ترڅو ولسمشرۍ ماڼۍ ته يي وړاندې کړي.
دولسمشرۍ ماڼې په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې دکونړولايت په غازي ابادولسوالۍ کې دبهرنيوځواکونوداوړمې ورځې په عملياتوکې پنځوس ملکي وګړي وژل شوي او يوشمېرنور ژوبل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې ولسمشرحامدکرزي ديادې پېښې دڅېړلوله په موخه يوکميسيون ته دنده سپارلې څوپه دې اړه پلټنې وکړي.
په ورته وخت کې بهرني ځواکونه دخبردپخلي ترڅنګ وايي چې په دې اړه يي پلټنې پيل کړي دي.
همداراز بهرني ځواکونه وايي چې په کونړولايت کې دافغان اوبهرنيوځواکونوپه ګدوچاڼيزو عملياتوکې څلورشپيته وسله وال طالبان وژل شوي.
دبهرنيوځواکونو يو وياندوايي چې دغه عملياتو څلورورځې دوام وکړاو په ترڅ کې يي لسګونه وسله وال طالبان ژوبل شوي هم دي.
ديادونې وړده چې دتېرو څوروځوراهېسې دکونړولايت په غازي ابادولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونو لخواعمليات پيل شوي .