کور / تازه خبرونه / ليبيا: مظاهره چيانو پوځي مرکزونه نيولي دي

ليبيا: مظاهره چيانو پوځي مرکزونه نيولي دي

د ليبيايي ولسمشر معمر قذافي زوى منلې چې مظاهره چيانو د ځينو پوځي مرکزونو کنټرول، دغه راز وسلې او ټانکونه نيولي دي.
درپوټونو له مخې سيف الاسلام قذافي په خپله ټلويزيوني وينا کې په دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې د پيل خبردارى ورکړ، چې ښايي د دې هېواد د تېلو شتمنۍ وسوځي.
نوموړي دا هم وويل چې د ليبيا پوځ به په هر قيمت په دې هېواد کې امن ټينګ کړي. د ده په خبره پارلمان به د اصلاحاتو پر مسالې خبرې او حکومت به د معاشاتو د لوړولو اقدام وکړي.
قذافي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د دې هېواد له ختيځ څخه مظاهرې مرکز طرابلس ته وغزېدې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کراولي وويل، د مظاهره چيانو په وړاندې له زور څخه د استفادې له کبله امريکا د ليبيا چارواکو ته خپل جدي انتقادونه رسولي.
د بشر حقونو د څار ډله وايي، د تېرو څو ورځو د مظاهرو په تاوتريخوالي کې تر دوه سوه زيات کسان وژل شوي دي.
بلخوا د امريکا د ګډو ځواکونو لوى درستيز امير البحر مايک مولن وايي، په عربي نړۍ کې د روانو مظاهرو پراخيدو حيرانه کړى دى.
نوموړي تېره ورځ سعودي عربستان ته ورسيد څو د سيمې د هيوادونو او د متحده ايالاتو تر منځ د اړيکو د ټينګوالي په اړه وغږيږي.
نوموړي وويل، د سفر هدف يې دا دى چې وپوهيږي، په سيمه کې څه روان دي او پر همدې موضوعاتو د امريکا له متحدانو سره خبرې وکړې.
نوموړي په داسې حال کې د عربي نړۍ کتنه کوي، چې د دغو مظاهرو له کبله په مصر او تونس کې د حکومتو له ړنګېدو وروسته په بحرين، يمن او ليبيا کې د اوسني نظامونو پر ضد پراخې مظاهرې راوني دي.