د تونس موقت حکومت له سعودي عربستان څخه وغوښتل، چې له واکه ليرې کړاي شوي ولسمشر زين العابدين بن علي تونس ته وسپاري.
د تونس لوموړي وزير محمد غنوشي په رسمي ډول له سعودي عربستان څخه دا غوښتنه کړې ده.
زين العابدين بن علي له خپلې کورنۍ سره يو ځاى وروسته له هغې چې په تونس کې د هغه د درويشت کلنۍ واکمنۍ پر ضد پراخې مظاهرې راووتې سعودي عربستان ته وتښتيد.
د تونس موقت حکومت دغه راز له سعودي نه د هغو راپورونو په اړه هم معلومات غوښتي، چې په کې ويل شوي، د بن علي روغتيايي حالت نازک دي او هغه په کوما حالت کې دى.