دملي دفاع وزارت په هيواد کې دامريکادپوځي دايمي اډو جوړول دافغانستان په چاروکې دسيمې هيوادونودلاس وهنې په مخنيوي کې اغېزمن ارزوي.
دغه وزارت وايي چې په تېرو دريولسيزوکې دافغانستان دسيمې هيوادونوله ښکاره ډول دهيوادپه کورنيوچاروکې لاس وهنه کړې ده.
ددې ترڅنګ دغه وزارت ټېنګارکوي چې له دوه زره څوارلسم ميلادي کال وروسته به هم بهرني ځواکونه په افغانستان کې په اوسېدوسره له افغان ځواکونوسره مرسته وکړي.
دامريکادبهرنيوچارو وزيرې په ايشن سوسايټي ادارې کې په خپله ويناکې ويلي په افغانستان کې دامريکااوږد مهالې ژمنې بايدددغه هيواد اشغال په توګه تعبيرنه شي.
بلخواپه کابل کې دامريکادمتحده ايالاتونوسفيروايي په افغانستان کې دامريکايي ځواکونوشتوالى په دې هيوادکې دامريکاد دايمي اډو په مانا نه ده.
نوموړي ويلي چې دافغانانودغوښتنې له مخې به امريکايي ځواکونه په افغانسان کې پاتي شي.
دامريکادمتحده ايالاتونوسفيرټېنګارکوي چې امريکايي ځواکونه نه غواړي په افغانستان کې په اوسېدوسره دګاونډيوهيوادونولپاره اندېښنې پيداکړي.
همداراز نوموړي يوځل بياله پولې هغه غاړې ته دترهګرودځالوپرله منځه تلوټېنګاروکړ.
دامريکادمتحده ايالاتونوسفيرپه داسې حال کې له افغانستان سره ددغه هيوادپرهمکاريوټېنګارکوي چې تردې وړاندې دروسې دولت ديوې خبرپاڼې په خپره ولوسره په افغانستان کې دامريکادمتحده ايالاتونود دايمي اډوسره مخالفت ښودلى وو.