تر اوږده ځنډ وروسته په لندن کې د پښتو ادبي دېرې ور بيا پرانستل شو. د ښار په لوېديځه څنډه کې د اکبر کرگر هوجرې ته د دېرې ملگري د ٢٠١١ کال د فبرورۍ پر ١٩ وربلل شوي وو:
افضل ټکور، غلام محمد کامه وال، نظيف الله تکل، وکيل سوله مل شينوارى، سيد جوهرشاه، داود جنبش، فدامحمد نظري، حاجي سيال شينوارى، قدوس لمر، ايمل پسرلى او اکبر کرگر.
ناسته د ماښام د اوو بجو شاوخوا پيل شوه او تر ډېره يې نا رسمي بڼه درلوده. پيل يې د ايمل سپرلي له دې پوښتنې وشو چې \”په پښتنو کې ولې شعر تر هر بل قوم ډېر دى؟\”
نظرونه جلا جلا وو. ځينو ويل چې شعر آسان دى، نو ځکه يې مينه وال دلته ډېر دي. نورو بيا د پښتني ټولنې جوړښت ددې لامل باله چې احساسات په شعرونو کې ښه څرگندولى شي او ځکه يې د لنډيو د ويلو دود په بله يوه ټولنه کې هم نشته. د ځينو نورو په آند، په دې کې ټولنيز روحيات او سايکالوژيک لاملونه ونډه لري.
دا بحث دومره اوږد نشو. وار شاعرانو ته ورغى او تر هر شعر وروسته ناستو کسانو يې پرجوړښت، ښکلايي اړخ او مضمون کره کوونکي نظرونه وړاندې کړل. لومړى پرې نظيف تکل رابسم الله کړه، پر دې شعر:
په رڼا پسې روان يو، په تيارو کې مو مزل دى
هر قدم مو په تيندک دى، هر کمر راته اجل دى
کرگر وويل چې د شعر سمبولونه تکراري او بربڼ دي (لکه احمد، ميوند، وطن) او دې يې خوند کم کړى دى. ځينو نورو هم دا نظر تاييد کړ. د کتنې پر دوام، د همدې شعر پر تړاو دا پوښتنه وشوه چې آيا په دې حساس وخت کې د ولس پارول په شعر کې سم دي او که نه. نظرونه بيا هم سره ويشلي وو، خو د ډېرو ځواب منفي و او پخپله شاعر هم تاييد کړ.
وروسته کاموال يو لنډ شعر ولوست:
بېگا په خوب کې مې ليدلى وي څوک
د زړه په وره کې راته على وي څوک
د شعر بڼه وستايل شوه، خو دا چې د موضوع تسلسل يې تر پايه نه و ساتل شوى، د ځينو له نظره نيمگړى برېښېده.
د ټکور شعر داسې پيل شو:
زما شعرونه يتيمان دي، مور او پلار نه لري
له ښکلا ډک، له مينې ډک دي په چا کار نلري
د شعر قافيه تکراري وبلل شوه، د مايوسۍ پر ډېرښت يې پوښتنې وشوې. خو شاعر پخپله ويل چې هدف يې د اوسني پښتو شعر د حالت انځور دى.
تکل ته بيا وار ورسېد. داځل يې نوى يا سپين شعر درلود. لنډ و او داسې پيلېده:
نن مې شراب نشته
ورېځه ړنده ده چې باران اوروي…
ايمل ويل چې مضون يې فکر پاروونکى دى. نورو يې هم طرحه خوښه کړه.
د کاموال بل شعر داسې و:
ځئ چې دغه کار خو عندالله وکړو
روغه د ساقي او د ملا وکړو
نظري ويل بڼه يې ښه ده، خو تخيل يې قوي نه دى. نور ډېر له دې نظر سره موافق نه و.
ټکور بل شعر هم واوراوه:
د خپل زړگي داغونه پټ ساتمه
د محبت رازونه پټ ساتمه
په عمومي ډول وستايل شو، خو د يوه بيت د مفهوم نيمگړتيا ته يې گوته ونيول شوه.
د ناستې يواځنۍ ناشعري ډالۍ، د سوله مل شنواري لنډه کيسه وه: \”هم دين هم دنيا\”.
دا بهر ته د يوه تللي ملا نکل و چې په تېروتنه يې د مېلمستون په خونه کې شراب څښلي و.
نظري وويل چې ده ته کيسه ساده وبرېښېده او ځانگړى هدف يې درک نشواى کړى.
ايمل ويل چې په کيسه کې clash يا تصادم نه و. ويل يې که دا کيسه ده ليکلاى، نو ملا يې د پتلون پر ځاى په خپلو دوديزو کاليو او پگړۍ کې انځوراوه او د مېلمستون خونې ته يې تر ننه وتلو دمخه پرې د جماعت لمونځ هم کاوه. خو تکل دا نظر سم ونه باله. پخپله سوله مل د خپلې ليکنې په توضيح کې خبرې وکړې او همدا بڼه يې سمه وبلله.
دا وخت نو د شپې تر لسو بجو اوښتې وې. د پاڅېدو تر تکل دمخه، پرېکړه وشوه چې له دې وروسته دې د ميلادي مياشتې هره وروستۍ جمعه (Friday) د ټولېدو ورځ وي او دا کار دې په همدې نا رسمي بڼه په گرځنده ډول د گډونوالو په کورو کې کېږي.
پاى