دلراوبر په نامه يوه ويب پاڼه کي دمنلي صاحب چي دماليې وزارت مشاوردنده پر غاړه لري په هغه پخوانی اصطلاح اونامه دمخابراتودزيرپه هکله تردې نامه لاندي چي ((وزیر صاحب، اوس دې بایلوده)) ليکنې ته متوجه سوم ،کله چي مي ليکنه ولوستل دافکر راسره پيداسو چي دمنلي اومخابراتودوزيرترمنځ حتمأ کومه لانجه سته . منلی صاحب دغه عقده دليکنې په مټ اوانترنټ پانوپه مرسته ترسره کوي اودمخابراتووزير چي زه ئي پيژنم پدې کاروپسي سرنه گرځوي .
زه دوزيرانو اودټول دغه پر افغان ولس تپل سوی دولت چارواکوديوه نه هم دفاع نه کوم ،داکه وزير اويائې مشاوروزير وي چي منلی صاحب هم په هغه جمله کي راځي .داټول په يوه کړی کي سره راښکيل دي ،خوځني ئې دخپل مهارت له مخې غواړي سره له دې چي ددولتي امکاناتونه پوره برخمن هم دی په خپله هوښياری اوچالاکی سره دهغو نومونواو اړېکونه په استفادې چي زه اوښاغلي سره پوهېږو ددې زورېدلي ولس دځوان نسل اوعاموخلکو پر پاکو احساساتو دسبالپاره سوداگري کوي اودليکنوپه مټ داسي ښکاره کوی چي گوياپدې دولتي ناورين اوفسادکي دوي کومه ونډه نلري اوياخداي مه کړه دوي اصلأ پدې فساد کي ځاي نلري . داپوښتنه به پرېږدو چي ځاي لري اوکه ئي نلری ،په يوه خبره چي داسي سپين ټوکر نودلته څه کوې ؟؟ خوکله ناکله متاسفانه داسي دوستا ن چي موږ ئي پېژنوپه يوه او بل نامه ليکنې کوې اوپه خپلو ليکنو کښي داسي ټکي ليکي چي گويادوي دملت سره سمپتي لري اودولس دغوښتنواوپوښتنو انډوال دي حتاپه په ډيرو فرهنگی غونډوکي ديوه فرهنگی اوملت سره خواخوږي په توگه چي اوس موډ گرځېدلې گډون هم کوي .
موږ داسي فکر کاوه اوتراوسه داسي فکر کوو چي منلی صاحب له فرانسي يوازي دپيسوپيداکېدولپاره نه دي تللی بلکي يوڅه دوطن غم هم ورسره سته اوپدې پوهېږي چي کله څه وکړي اوکله څه ووايي .خواوس پدې ورستيوکي داسي معلومېږي چي له ده نه هم ورخ اوبووړی دئ ،ممکن دده په نامه نورداسي ليکنې کوي چي حساسيتونه راپاروي .
مانه غوښتل دنجيب منلي صاحب دخپرې سوی ليکنې په اړه څه وليکم .ځکه لوستونکي به فکر کوي چي غمخور هم دوزيرانوپه دفاع کي وريد،لکه پدې په ورستيوکي چي يوشمير اويادهغوي وياندويان يوپه بل پسې دخپل وزيرپه دفاع کي کله په خپل اوله بياپه مستعارنامه ليکنې پيل کړې .
خودبلې خواماته ښاغلي امیرزي سنګین معلوم دی اودهغه مسلکی وړتياهم دلته په سويډن کي ټولوته معلومه ده،فکر کوم دايوله هغوکسانوڅخه دی چي دمسلکي وړتياله مخې بايدپر دغه دنده گمارل سوی واي .اميرزی سنگين په رښتياسره په کوم سياسي گوند،تنظيم اوډلې پوري تړاونلري اونه دهغوي لخواپه پټه اوياښکاره حمايه کيږي .
داچي دمنلي صاحب په وينان پارلمان رايه ورنکړه،دليل ئي دادی چي دابېچاره جنگسالار اوپه ډلو ټپلوکي چي زه اومنلي صاحب پري خبريو راښکيل نه دي ځکه ئي دپارلمان څخه رايه ترلاسه نکړه. منلی صاحب بايد پدي پوه وي چي له پارلمان څخه دکاري وړتياو اوصداقت پر بنيادنه بلکي وکيل صاحبانوته دوعدواو همدا ستاسوله خولې په رشوت ورکولو کېداي سي کوم څوک داعتمادرايه ترلاسه کړې . اوزمالپاره ډيره جالبه داده چي منلی صاحب ددسي يوه سړي په توگه چي تل ئي هغه پارلمان اوددوي کاروړتياترسوال لاند راوستل اودپارلمان ملي استازيتوب ته ئې ددوي دکړنوپر بنيادشک په سترگه کتل ،نه پوهېږم اوس څه وسول چي دهغه پارلمان په نامه يومسلکی سړی ټکول کيږي ؟
زه نه غواړم دامسله ډيره اوږده کړم ،دمنلي صاحب دليکنې نه داسي پوه سوم چي يائې ده اوياهم کومو خپلوانو ته دمخابراتووزير دکومې غوښتنې په مقابل کي مثبت جواب نه دي ويلي اوياممکن يوچاورته ويلي وي چي کېداي سي کرزی صاحب په دغه راتلونکې کابينه کي منلی صاحب دمخابراتودوزيرپه توگه پشنهادکړي نو سرله همدا اوس نه بايد ځانته لار خلاصه کړي . ځکه له هغې ورځي نه چي دفرانسي نه ښاغلي منلی کابل ته راغلي بې له دنه چي مسلک ئي وي په مختليفوچاروکي په کارگمارل سوی اوهغه هيڅ وخت نه دي ويلي چي دازما مسلک نه دی .اوزموږنه هم ورکه ده چي منلی صاحب څوک اوپه کومه ريشته کي ئي تحصيل ياتعليم کړی .
زه پدې باور يم چي که پدې دولت کي يوچادخپل کاري ساحې په چوکاټ کي ښه کار کړئ وي هغه بايدو ستايل سي .
که دافغانستان دغه دولتي چارواکي دمنلي صاحب په گډون دوي ته دورسپارل سوو دندودمسلکي صلاحيت له مخې وڅېړونو دمخابراتو وزير ترهر بل وزيراومشاوروزير ددغې ورسپارل سوې دندي علمي اوکاري صلاحيت درلودونکی شخص اومسلکي سړی دي ،دلته په سويډن کي ئې هم دمخابراتوپه برخه کي دسويډن دمخابراتي کمپنيوله خوادنړۍ په مختلفوهيوادوکي کارکاوه . ښه به داوي چي منلی صاحب له کرزی صاحب نه پوښتنه اوغوښتنه وکي چي يوشمېرنوروزيرصاحبان چي اوسنۍ دنده ئي دمسلک سره هيڅ تړاونلري اوتل ترخپل صلاحيت پورته څرگندونې هم کوي هغوي ته دمسلک سره سم کارپيداکړي اوددوي پر ځاي مسلکي کسان دوزيرپه توگه وگمارل سي .همدا اوس دتړلودروازوشاته خبري رواني دي چي کرزی صاحب قانوني ته وزارت دمقام وړانديز کړی نه پوهيږم چي منلي صاحب پرې خبردی اوکنه چي دکوم وزارت وړانديزئې ورته کړي او ولي ئي داوړانديز کړی ؟؟؟
يوځل بيا په ډير درناوي ښاغلي منلی صاحب ته مشوره ورکوم چي تورته توراوسپين ته سپين ووايي .پوهېږم اوخپله مي په کراتوليکلې چي دولت په فساد کي ترستونې غرق دی ،پدې فسادکي به دمخابراتو وزرات هم جلااواستثنا نه وي،خوداچي يو نړېوال سازمان زموږ يو افغان دخپلوکاري ړتياپر بنياد وستايه اوهغه ئي دمډال په ورکولوونازاوه دازموږ افغانانولپاره دخوښی خبره ده ،ولي پرې خفه سو؟حسادت موکوم ځاي ته نسي رسولاي. پدې ډاډه يم چي منلی صاحب ته دمخابراتوتروزارت نوروزارتونوپه ځانگړې توگه هغه وزارت چي ښاغلی ئې مشاور وزيردی هم ورمعلوم دی چي ترکومی کچی په فسادکي ډوب دی .زه داليکنه پدې خاطرکوم چي دمنلي صاحب په ليکنه کي په افغانستان کي دفساد پر خلاف درښتيانئ مبارزې يوټکي هم نه وينم اودده ليکنه له هره اړخه دانصاف نه لري بولم .خداي دي موږ ټولوته انصاف راکړي .
دمخابراتو وزير مسلکي وړتيالري اوپه رشتياسره ئي وکولاي سول دافغانانو لپاره دکورنيو اونړيوالواړېکو دټينگېدو ستونزه حل کړي .
دغه دولت چي منلی صاحب هم اقرارکوی چي ترستوني په فسادکي غرق دی خومنلی صاحب په دواړولاسوپه هغه پوري ټالېږي .
منلی صاحب ليکي : ((دا بریا یوازې د حکومت لاس ته راوړنه نه ده، تکنالوژیک چاپېریال، خصوصي سکتور اود هېواد وګړو په کې برابره ونډه اخیستې ده. له دومره چټکې اوپراخې ودې سره سره بیا هم د افغانستان د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ په وزارت کې داداري اواقتصادي فساد نخښې دومره نه دي چې دمطبوعاتو پام ورواوړي . ))دارښتياخبره دي چي پدې برياکي به داپه گوته سوي فکټورونه ونډه لري ،خوفکټورونه بېله دېنه چي څوک مثبته گټه ترې وانخلي خپله هيڅ نسي کولاي ،مسلکي مديريت ته اړتياسته .
خوپوښتنه داده چي منلي صاحب ولي دنورو وزارتونودفساد په هکله چوپ پاته دي،منلی صاحب که په رشتيا دولس سره مينه لري په هغوبرخوکي چي بايد شپه او ورځ ليکنې وسی اوله همدې دولت سره بايکوټ وسي ولي چوپ دي .زه ئي نه اوږدوم چي شخصُی بڼه وانخلي .يوځل بياپه تکراروايم چي زه دچاوياند نه يم اوهيله مي داده چي منلی صاحب ئي راسره اوږده نکړي،خودانصاف په وړاندي دتيري سيلاني کيداي هم نسم که فساد سته نوپه ټول دولت کي اوترهرڅه هلته چي تاسوئي مشاوروزير ياست اوياتاسوئي مقررکړي ياست ترنوروځايوکم نه دی .
زه نه پوهېږم په هغه دولت کي چي ښاغلی منلی صاحب ئې په اړوندوايي چي ((. . . په مجموع کې د افغانستان د حکومت زړه ورتیا، پراخه لید او پاکي دومره جوت دي چې زموږ هېواد د فساد په نړۍواله سیالۍ کې د سپینو زرو مډال لا پخوا ګټلی و)) څه کوي او ولي ددغه فاسد دولت سره همکاري کوي ؟ ډيره ښه خبره به داوي چي منلی صاحب اعلان وکړي چي ددغو دلايلو اوعيني فاکټونوپر بنيادنورددې دولت سره همکاري نه کوم اودټولوغواړم چي ددې فاسد دولت سره همکاري ونکړي . مگرمتاسفانه دټولوغونډواوکنفرانسوپه لومړی قطارکي تر هرچا وړاندي همدا منلي صاحب معلومېږي .
پدې هيله چي زموږ منلی صاحب په خپلو وطني خدمتونودملت لپاره منلي اوسي .