کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په كلتور مو بلاګډه ده

په كلتور مو بلاګډه ده

په دې وروستيوكې له بده مرغه دبې شمېره نورو لويو او وړو آفتونو چې فتنه زېږوونكي آفتونه دي تر څنګ يې يوبل آفت چې عبارت له ( دافغانانو د تاريخي افتخاراتو يا وياړونو ، ملي يوالي او ملي ګټوته د ژمنو شخصيتونو او بنسټونو ترمنځ د فكري واټن د رامنځ ته كولو ) آفت دى ، پرخوارو افغانانو خپل شوم سيورى خوركړى .
د دغه آفت ډېرى پالونكي هغه څوك دي چې دعامه ګټو (ملي ګټو) پرځاى خپلو شخصي ګټو او شهرت موندنې ته ژمن او د دولت له سيستم نه نيولې په وړو ټولنو كې د مضرو مكروبونو په څېر ځانونه ځاى كړي . داډول خلك خپلو موخو ته د رسيدو له پاره كلتور ، عنعنات ، د پلرونو او نيكونو وياړونه ،افتخارات ، ژبه ، مليت ، مذهب او آن خپل عزت ، عفت او انساني كرامت ، دا هر څه د افغانستان او افغانانو د مادي او معنوي پرمختګونو دښمنانو په لمنو كې ور اچوي .
له بده مرغه دد غه آفت څخه زموږ ځوان كهول ډېرمتاّثر شوى ، البته دا متاّثر كېدل كوم تصادفي كار نه دى بلكې آفت راوړوونكوو او خوروونكو له خوا د جوړې شوې منظمې ستراتيژۍ او پلانونو له مخې متاّثرشوي . په ځوانانو كې بيا هغه ځوانان ډېر او ژر ترې متاّثر شوي چې علمي سويه يې ټيټه او كورنۍ روزنه يې كمزورې يا ضعيفه وي او كورنۍ يې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وي .
ومې غوښتل چې له دغه آفت څخه د متاّثرو څوانانو په هكله څوكرښې وليكم ، البته په دې هيله چې د دغو ځوانانو په حال د زړه سواندو لويانو پام د دوى د درملنې لورته ور واړوم .
د دغه مضر آفت د خورولو او پرې د ځوانانو د ككړولوله پاره په سيمه كې د كلتوري ، سياسي ،اقتصادي او ټولنيزې ودې مكار دښمن خپلو شومو موخوته د رسيدو په خاطر دوه ډوله ځوانان په نښه كوي .
لومړۍ : په اخلاقي فساد ككړ (داخلاقي كېسونو درلودوونكي ) ځوانان .
دوهم : بې علمه يا كم علمه ، پرځان ، شهرت او مادياتو مين ځوانان .
مكاردښمن د خپلې ستراتيژۍ له مخې لومړۍ د دغو كېسونو درلودوونكو ځوانانو په هكله مكمل مالومات راټولوي بيا د هغو د مادي نيمګړتياوو په پوره كولو سره د هغو اعتماد او بارو د ځان په نسبت لاسته راوړي ، بيايې د يوې كلتوري ، فرهنګي ، ټولنې او يا هم د كوم بل هېواد شموله نوم درلوودونكي بنسټ په نامه د خپلې ناولې مبارزې ډګرته راباسي.
ترڅنګ يې د ( په خوله يو څه ويل اوپه عمل كې بل څه كول ) په موخه او په خلكو كې د اغتبار موندلو په خاطر ورته د يوې مجلې دچاپولو مالي امكانات هم برابروي او هغه چارې ورباندې تر سره كوي چې له امله يې سيمې ، كلتور، سياست ، اقتصاد ، او ټولنيز چاپېرچل ته درانه زيانونه اوړي او د شخصيتونو تر څنګ ډېرو درنو او نړيوال قدر او منزلت درلوودونكي شخصيتونه او د هغوى مسلكونه سپك او توهين يږي .
دغه بې بنسټه ټولنه او غړي يې بيا پرته له دې چې د اړونده مسوولو ارګانونو له خوا تر پوښتنو لاندې ونيول شي په كمه موده كې په حرفوي اجيرانو بدليږي او په لوړه كچه په ډېر جراّت د خپل چاپېريال د بد نامولو هڅې يې د سيمې او د سيمې دخلكو سره د خورا خواخوږۍ په لفافه كې د پلي كېدو جوګه كيږي .
غواړم د دغو غافله ځوانانو او د دوى د بادارانو ترمنځ د كړو وړو او دځوانانو د اړاېستلو چال په لانديني يو مثال كې تا سو درنو لوستوونكو ته انځور كړم :
د دغو ځوانانو حالت هغه ماشوم ته ورته دى چې په يوه وروسته پاتې كليوالي نالوستې كورنۍ كې ژوند كوي ، د كورنۍ مشر چې د عقل له مخې د( تك شنه ) سكنى ورور دى د ټولې كورنۍ غړو په وړانې د ماشوم له لاسه د هغه د لوبو نانځكه اخلي ، ماشوم يې د تر لاسه كولو هڅه كوي ، خو د كور مشر د خندا نه په ډكه خوله ورته وايي چې هاغه كاكاته دې ښكنځا وكړه بيا يې دركووم !
ماشوم هم مخ خپل تره ته چې په ږيره كې يې سپين هم لګېدلي ويي اړوي او ورته د مو ر يا د ښځې ښنځل كوي … د كورنۍ مشر او نور غړي يې ورته په كړس كړس خاندي او دماشوم داكړنه ستايي مخ يې ښكلوي او د لوبو نانځكه يې وركوي .
هوكې :
مكار دښمن دغو ماشوم صفته ځوانانو ته شوم پلانونه وركوي او ورڅخه يې د عملي كولو هيله كوي ، د نه پلي كولو په صورت كې يو شمېر ته يې نېغ په نېغه او ياهم په څنګليري توګه وايي چې كه دې له پلان سرغړاوى وكړ ستاغير اخلاقي او له فلاني او فلاني سره به دې له نامشرع اړيكو پرده پورته شي بيا به په ټولنه كې د سر پورته كولو جوګه نه وې !
بلې ډلې ته د انكار په صورت كې ګوت څنډنه كوي چې كه دې انكار وكړ ، در كړل شوي امكانات ، شهرت ، د پيسو د موندلو وسايل او دنده به له لاسه وركړې ، ته چې نه زده كړې لرې نه مسلك او حرفه ديو كوڅه ډب (توتو) په څېر به حيران د كلي پېتاوي ته پروت وې!
دغه ځوانان چې په لومړيو كې يې پام نه وي كړى اړ دي هغه څه وكړي چې ورته ويل كيږي. له بده مرغه د دغه لو ى آفت د خوروونكي مافيالاسونه د ګڼو دولتي ادارو او په ځانګړى توګه هغو ادارو چې له كلتور او ځوانانو سره تړاو لري رسيدلي او له غولول شويو ځوانانو سره د شومو پلانونو په پلي كولو كې د خپل رسمي مسووليت او دندې زيات سرګردان او لالهاند وي .
د دغې ليكنې له لارې پر ټولو هېوادوالو، روڼ اندو دولتي او غير دولتي ادارو مسوولينو ، ولايتي شوراګانو ، ملا امامانو ، قومي مشرانو ، مدني ټولنو ، په هېواد كې د علم او قلم خاوندانو او ټولو زړه سوانده وطنوالو دا غږ كووم چې د دغو د غڼې په جال كې ښكېل شويو ځوانانوپه حال ورحميږي اود دغه آفت څخه دغه ځوانان او د همدغو ځوانانو له آفت څخه خپلې سيمې او د هېواد نورې څنډې وژغوري .