کور / تازه خبرونه / د تونسیې د ولسمشر بن علي پټي خزانې پیدا سوې

د تونسیې د ولسمشر بن علي پټي خزانې پیدا سوې

د تونسیې يا تونیزیا په مرکز تونس کښي په یوه قصر کي د تښتېدلي ولسمشر زين العابدين بن علي خزانې پیدا سوې . راپورونه لیکي چي تېر ماښام د پیدا سوو خزانو انځوریز راپورونه د تونسیې په ملي ټلویزیون کښي خپاره سول .

پخوانی ولسمشر زين العابدين بن علي د تونسیې د دینارو سره ترڅنګ یورو او ډالر هم پټ کړي وه . ویل کیږي چي یوازي د ۱۰۰، ۲۰۰ او ۵۰۰ لوټونه موندل سوي دي .
همدا ډول هلته قیمتي د لاس ساعتونه او نور د سرو زرو ارزښتناک ځنځیران او نوري توکي پیدا سوي دي .

زين العابدين بن علي دېرش کاله د تونسیې ولسمشر و. په دې دوره کي د تونسیې د اقتصاد ۳۰٪ دده او دده د کورنۍ په لاس کښي وه . دا په داسي حال کښي چي د تونسیې عام تن به په ورځ کي لس یورو نه سوائ ګټلائ .

نوموړی ولسمشر د جنوري په شاوخوا کښي د خپلي کورنۍ سره سعودي عربستان ته وتښتېد او د بیلابیلو راپورونو له مخي نوموړی اوسمهال د کوما په حال کښي دئ .

د تونسیې يا تونیزیا هیواد د افریقا په شمال کي موقعیت لري، چي په لویدیځ کي یې الجیریا، په جنوب-ختيځ کي یې لیبيا او په شمال او ختيځ کي یې د مدیتراني سمندر موقعیت لري . ددې هیواد پلازمینه ټونس دئ .